<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-01 19:44:32    
د چين حکومت به د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت امنيت د تامين لپاره اړوند قانون خپاره کړي

cri

د چين قانون جوړونکی اداری يعنی د چين د ملی ولسی کانګرس دايمې کميټې د اپريل په ٢٩ نېټه د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت د تامين لپاره د اړوند قانون د هغې مسودې په باب رايګيری پرځای کړی چی د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت د تامين لپاره د چين حکومت د څارنې اړوند تدبيرونه او په دی اړه د نړيوالې ټولنې د څارنې سيستم او لارې چارې پکی شامل دی او ټاکل شوی چی اړوند معياری سيستم بايد جوړ کړي چی له امله د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت امنيت وساتل شی .

په وروستيو کلونو کې د چين خلکو ورځ په روځ د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت امنيت ته ډيره پاملرنه کړي دي .د تېر کال په اکتوبر کې د چين قانون جوړونکی ادارې د دغه قانون په جوړولو لاس پوری کړی او په نيم کال کې يی د دغه قانون مسوده تر سنجش لاندی نيولی دی چی دغه قانون به ژر تر ژره صادر شی .د چين د کرنې وزير دو چين لين د دغه قانون د جوړولو موخې د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز................)

د چين د کرنې وزارت د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت سويی د لوړوالی، د خلکو روغتيا او دژوند امنيت د تامين ،د کرهڼيزو محصولاتو د پياوړی توان د پياوړتيا ، د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی او د کرنې پرمختګ لپاره د څو کاله د اړوندو تجربو پر بنسټ دچين د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت امنيت د قانون مسوده جوړه کړه.

دغه مسوده ٥٦ مادې شته چی د کرهڼيزو محصولاتو د توليدولو ،چمتو کولو او ليږدولو په اړه تدبيرونه پکی ټاکل شوي دي .

پخوا د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت امنيت د تامين لپاره د چين حکومت اړوندې

تګلارې او تدبيرونه پلی کړي چې په دې ترڅ کې د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت امنيت معيار پلی شوی دی او له دغه معيار سره سم د کرنيزو محصولاتو کيفيت اروزنه شوي دي .د دغه مسودې اړوندمقررات د کرنيزو محصولاتو د کيفيت امنيت د سيستم د جوړيدو او بشپړيدو لپاره مهم قانونی ضمانت برابر کړې دې .ښاغلی دوچين لين وويل (اواز.............) په دغه مسوده کې ټاکل شوی چی د چين حکومت بايد د کرهڼيزو محصولاتو د توليدولو په بهير کې جدی اداره کړي او بی ضرر کرهڼيز محصولات وتوليدوی او د ګرين خواړو او محصولاتو توليدول هڅه کړي،په همدې وخت کې بايد د دغو محصولاتو د کيفيت امينت معياری سيستم بشپړ کړي او د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت امنيت د معيارونو جوړولو او صادرولو په بهير کې بايد د اړوندو قوانينو سره سم تر کړي .

د کرهڼيزو محصولاتو دکيفيت امينت د اړوندو معيارونو د پلی کولو لپاره په دغه مسوده کې د اړوندې څانګې د څارنې او پلټنې په اړه مقررات هم ټاکل شوی دي او اړوندې څانګې بايد په ټاکلی وخت کې د کرنيزو محصولاتو د کيفيت امنيت د حالاتو اړوند خبرونه وخپروي .برسيره پردی په دغه مسوده کې هم ټاکل شوی چی د کرهنيزو چارو اړوندې څانګې بايد د کرنيزو محصولاتو د کيفيت امنيت د ارزونې په اړه د کارپوهانو کميټه جوړ کړي چی د دغو محصولاتو پر کيفيت منفی اغيزه تحليل کړي .د دغه مسودې د بحث په بهير کې د کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت د پلټنې يو سيستم زيات شوي دي .د چين د ملی ولسی کانګرس د قانون کميټې د مشر مرستيال لی ځونګ ان د دغه سيستم په باب خبرې وکړه (اواز.....................) په دغه مسوده کې د هغو کرهڼيزو محصولاتو د کيفيت د پلټنې لپاره يو سيستم جوړ شوی چې د

دغو محصولاتو د کيفيت له معيار سره سمون نه خوري .له دغه سيستم سره سم به د دغو محصولاتو توليدونکو ته جزا ور کړی شی .