<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-01 19:48:07    
د چين د ويغوری دوديز طب متخصص محمد هاشم

cri

ګرانو اوريدونکو، ويغوری دوديز طب د چين د شينجيانګ سيمې د ويغوری قوم ځانګړی طب دی او په چين کښی څه دپاسه دوه زره کلن تاريخ لری٠ د ويغوری دوديز طب د پرمختګ ترڅنګ يو شمير وتلی طبی متخصصان هم رامنځ ته شويدی٠ د دوی د کوښښونو له امله ويغوری دوديز طب ګام په ګام له شينجيانګ څخه وتلی او نړيوالې کچې ته رسيدلی دی٠ د پروګرام په نننی کړۍ کښی به تاسو ته له دغو نامتو متخصصانو څخه د ډاکتر محمد هاشم په هکله يو لړ معلومات وړاندی کړو٠

محمد هاشم په ١٩٥١کال کښی د چين د شينجيانګ د کېريې ولسوالۍ په يوه داسی اويعوری کورنۍ کښی زيږيدلی چه غړی يی نسل په نسل ډاکتران وو٠ هغه له ماشوم توب څخه د ويغوری قوم له دوديز طب سره ډيره علاقه درلودله٠ دی په دې اړه وايی : ( اواز) ٌ زما کاکا يو ډير مشهور ويغوری ډاکټر ؤ٠ زه د خپل کوچنيتوب په موده کښی به د زده کړې په فارغو وختونو کښی د کاکا کلينيک ته تلم او د هغه لخوا د ناروغانو درملنه او د دروملونو او د نسخو ليکل به می ليدل٠ کله کله به می له کاکا سره هم د دروملونو په ميدولو کښی مرسته کوله٠ په هغه وخت کښی می د ويغوری دوديز طب په هکله لږ څه معلومات ترلاسه کړل٠ ٌ

محمد هاشم د خپل کاکا د اغيزې له امله يو کلوال ډاکټر او د خپلو کوښښونو له لاری ژر يو وتلی مشهور ډاګټر وګرځيد٠

په ١٩٧٦ کال کښی محمد هاشم د شينجيانګ په يوه مشهور ويغوری روغتون کښی په کار پيل وکړ٠ ده دغه ښه فرصت ته په درنه سترګه وکتل او له خپلو زده کړو طبی معلوماتو څخه يی په پوره توګه په عملی کارونو کښی کار واخيست او ډير ښه برياليتوبونه يی ترلاسه کړل٠

ډاکټر محمد هاشم له پنځه دېرشو کلونو راهيسی په فعاله توګه د کلينيکی څيړنې او ښوونې په کارونو بوخت او د طبی څيړنې په هکله يی ډول ډول مضمونونه او مقالې ليکلې دی چه ځينی يی په نړيوالو طبی مجلو کښی خپرې شوې هم دی٠ له اوږدې مودې راهيسی ډاکټر محمد هاشم د ويغوری قوم له دوديزو درملونو او دواګانو څخه په استفادې سره د وينو د لوړ فشار او د شکر ناروغۍ د درملنې په برخه کښی د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه کړيدی٠

اوس ډاکټر محمد هاشم د ويغوری قوم د دوديز طب د ټولنې متخصص دی او د بی شميره ناروغانو درملنه يی کړې ده٠

ناروغ عزيز محمد چه د شينجيانګ په ويغوری روغتون کښی بستر کيږی ، په خوښۍ سره وويل : ( اواز) زه له عملياتو څخه د روغيدو لپاره په دی روغتون کښی بستر کيږم٠ له يوې خوا روغتون ما ته ډير ښه طبی چاپيريال برابروی او زه د ويغوری قوم پر دوديز طب باندی ډير باور لرم ، له بلې خوا ډاکټران او نرسان او په تيره بيا ډاکټر محمد هاشم ما ته ډيره پاملرنه کوی٠ د ناروغۍ د درملنې په هکله د ډاکټر محمد هاشم لارې چارې ځانګړی ښيګڼې لری٠ ٌ

په ١٩٩١ کال کښی د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربائيف چين ته د خپل سفر په ترڅ کښی له بيجينګ څخه وروموچی ته ولاړ، په هغه وخت کښی نوموړی ناروغ شو ٠ کله چه ده د ويغوری دوديز طب په هکله خبر واوريد، ډيره علاقه يی ورسره څرګنده کړه او و يی غوښتل چه د دغه دوديز طب له لاری د خپلې ناروغۍ درملنه وکړی٠ ډاکټر محمد هاشم دغه وياړلې دنده پر غاړه واخيستله٠ هغه په خوښۍ سره خبريال ته وويل : ( اواز) ٌ ما کله کله د تلويزونی خپرونو له لارې ولسمشر نظربائيف ليده، خو کله چه ما د هغه د ناروغۍ درملنه کوله ، په انديښنه کښی وم ٠ ألبته زه ډير خوشحاله وم ، ځکه چه ما د يو ډاکټر په توګه د ويغوری دوديز طب له مخې د هغه درملنه وکړه او د خپلو څرګندونو له لاری می هغه پر ويغوری دوديز طب پوه کړ او د ويعوری طب منلو ته می وهڅاوه٠ د خوښۍ وړ خبره دا هم ده چه د ولسمشر نظربائيف په خوله ويغوری دوديز طب بهرنيو هېوادونو ته ورپېژندل شويدی چه دا يو ډير ښه فرصت بلل کېږی٠ ٌ

د چين د شينجيانګ د ويغوری ډاکټر محمد هاشم لخوا د ولسمشر نور سلطان نظربائيف د ناروغۍ د درملنې خبر نړيوالو ته خپور شو او مخ په زياتيدونکو بهرنيو دوستانو له ويغوری دوديز طب او دروملونو سره ډيره علاقه پيدا کړيدی٠

ډاکټر محمد هاشم د شپږ څلويښت کلنی په عمر په پاکستان کښی د نايجيريا د سفارت په بلنه د دغه هېواد د لوی سفير د ناروغۍ درملنه وکړه٠ دغه سفير له روغيدو څخه وروسته هغه ته بلنه ورکړه چه په نايجيريا کښی په دايمی توګه واوسيږی او هلته خپل روغتون جوړ کړی٠ خو محمد هاشم په ډيرې مننې سره د هغه غوښتنه و نه منله ٠ هغه خبريال ته وويل : ( اواز ) ٌ زما څو ملګری په بهرنيو هېوادونو کښی پاتی شوی او هلته ښه ژوند تيروی٠ ځينو دوستانو هم له ما څخه پوښتنه کوله چه ولی بهرنيو هېوادونو ته نه ځی ؟ ألبته ما هم دا مسئله په نظر کښی نيولې ، خو زما په أند شينجيانګ زما کور دی او د ويغوری دوديز طب ريښه په شينجيانګ کښی ده، شينجيانګ زه روزلی يم ، زه بايد په شينجيانګ کښی پاتی شم او د ويغوری دوديز طب د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه ترسره کړم٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو ، تاسی د چين د شينجيانګ د ډاکټر محمد هاشم په هکله يو راپور واوريد، د پروګرام په پای کښی به له تاسو څخه پوښتنه وکړو چه محمد هاشم د چين د کوم قوم د دوديز طب يو ډاکټر دی؟ هيله ده چه تاسی په خپلو ليکونو کښی د دغې پوښتنې ځواب راوليږئ !