<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-02 19:28:51    
د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی يوه نښه

cri

که د اولمپيک د لومړيو پنځو دورو سپورتی لوبې چی له ١٨٩٦ نه تر ١٩١٢ کاله پوری او له ١٩٢٠ کال نه تر١٩٣٦ کاله پوری د دوهمی عمومی جګړې په موده کی ترسره شوې ، د اولمپيک د سپورتی لوبو په پرمختيايی تاريخ کی په جلا جلا توګه د لومړی او دوهم پړاو په توګه وبلل شی ، نو په ١٩٤٨ کال کی له جګړې وروسته خپل دريم پړاو ته ورسيدې او په ١٩٥٢ کال کی د هلسنکي د اولمپيک سپورتی لوبې د دغه پړاو رسمی پيل ګڼل کيږی . له يوې خوا په دغو سپورتی لوبو کی د برخه والو لوبغاړيو شمير له تيرو دورو څخه زيات شو او له بلی خوا شوروی اتحاد او چين د اولمپيک په سپورتی لوبو کی په برخه اخيستنې پيل وکړ .

* د باسکټبال په سياليوکی د ٣٠ ثانيو پروکرام

د هلسنکي د اولمپيک د سپورتی لوبو د باسکټبال په وروستی مسابقه کی د امريکی او شوروی اتحاد ډلو د وخت ځنډولو تکتيک غوره کړ ، بالاخره دغه سيالي ٣٦ د ٢٥ په مقابل کی د امريکی ډلې په ګټه پای ته ورسيده . له دی امله چی هغه وخت د ٣٠ ثانيو پروګرام نه وو ټاکل شوی ، نو نورو سپورتی ډلو هم د امريکی او شوروی اتحاد په شان د وخت ځنډولو تکتيک غوره کړ ، خو دغه ډول تکتيک د باسکټبال په لوبه کی د چټکۍ او سختوالی له ځانګړيتوب سره سمون نه درلود . نوله دی امله په ١٩٥٦ کال کی د باسکټبال د نړيوالی ټولنې

لخوا د باسکتبال په مسابقو کی د ٣٠ ثانيو د نوی پروګرام پريکړه وشوه .

*د ريلی ځغاستې په لوبه کی د جامايکا خوب ترسره شو

په ١٩٤٨ کال کی د لندن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د جامايکا سپورتی ډلې له دی امله چی د ٤٠٠ مترو د ٤ کسيزې ريلی ځغاستې په سيالی کی يی دريم لوبغاړی ټپی شو ، ددغې لوبې د طلايی مډال ګټلو فرصت له لاسه ورکړ . ٤ کاله وروسته بيا د جامايکا دغو پخوانيو ٤ لوبغاړو هم د ٤٠٠ مترو په ريلی ځغاسته کی برخه واخيسته ، او له دوی څخه نه يوازی دری تنه د ٤٠٠ مترو په وروستۍ مسابقه کی ګډون وکړ ، بلکه جورج روډن او هربرټ مکينلی په جلا جلا توګه د دغې لوبې لومړی او دوهم ځايونه ونيول . او د جامايکا دغه برياليتوب د پخوانی نړيوال ريکارډ په پرتله ٤ اعشاريه ٣ ثانيې راکم شو.

* د سلو مترو واټن ځغاستې کم توپيرلرونکی برياليتوبونه

د هلسنکي د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کی د نارينه وو د سلو مترو په ځغاسته کی د برخه والو لوبغاړيو لخوا ترلاسه شويو برياليتوبونو ډير کم توپير درلود چی د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی نه ليدل کيده ، ان د دغی مسابقی له پای ته رسيدو وروسته برخه والو لوبغاړيو ته هم معلوم نه وه چی ددوی تر منځ چا د دغې لوبی وروستی بری موندلی دی . د دغی مسابقی په پيل کی د امريکی لوبغاړی سميث په منډه کی له نورو نه مخکی و ، د ٥٠ مترو په ځای د امريکی بل لوبغاړی ريميجينو له سميث نه مخکی شو ، خو د مسابقی وروستی ځای ته د رسيدو پر وخت دواړه سره نژدی شول چی د جامايکا له لوبغاړی هربرټ مکينلی او د برتانيې له لوبغاړی پيلی سره يی يوځای خپل ځانونه له کرښی سره ټکر کړل . د ريفريانود اعلان له مخی د امريکی لوبغاړی ريميجينو وروستی بری وموند او برياليتوب يی يوازی د دوهم ځای نيونکی لوبغاړی په پرتله صفر اعشاريه صفر يو ثانيه کم و .