<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-02 20:24:20    
د لامبو وهلو په کوچني حوض کې د چين د سپورتي تيم برياليتوبونه

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به د لامبو وهلو په کوچني حوض کې د نړيوال اتوالي په ترڅ کې د چين د سپورتي ټيم لخوا د ترلاسه شويو برياليتوبونو په هکله معلومات تاسو ته وړاندې کړو ٠

محترمو دوستانو په کوچني حوض کې د لامبو وهلو اتمه نړيواله لوبه په دې وروستيو ورځو کې د چين د شانګهای په ښار کې پاي ته ورسيدله ، د چين سپورتي ټيم په دغه لوبه کې د سرو زرو زيات مدالونه ترلاسه کړل ، چې لامله يې د چين د لامبو وهلو د ټيم په هکله چې غواړي په ٢٠٠٨ کال د بيجينګ المپيک په سپورتي لوبو کې برياليتوبونه ترلاسه کړي يوښه زيری ګڼل کيږي ٠

د لامبو وهلو سيالي هميشه د المپيک په لوبو کې يوه مهمه لوبه ده چې سپورتي لوبغاړي کولای شي چې پکي د سرو زرو زيات مدالونه ترلاسه کړي ، خو په دې وروستيو کلونو کې د چين د لامبو وهلو لوبغاړو په زياتو نړيوالو لوبو کې څومره مدالونه نه دي ترلاسه کړي ، په ٢٠٠٤ کال کې د اتن د المپيک په سپورتي لوبو کې د چين د لامبو وهلو لوبغاړو يوازي د سرو زرو يو مدال او د سپين زرو يو مدال ګټلي دي ، په ٢٠٠٥ کال کې د لامبو وهلو د اتلوالۍ په نړيواله لوبه کې د چين لوبغاړود سرو زرو هيڅ مدال نه دی ترلاسه کړی ،يوازي يو د سپينو زرو او څلور ژېړ مدالونه يې ﻻسته راوړي دي ، خو په کوچني حوض کې د لامبو وهلو د اتلوالۍ په اتمه نړيواله لوبه کې چې څه موده مخکې پاي ته و رسيده د چين لوبغاړو په جلا جلا توګه د سرو زروپنځه ، د سپين زرو يو او د ژېړ شپږ مدالونه ترلاسه کړل ، شک نشته چې دغه برياليتوبونو د چين د لامبو وهونکي لوبغاړي خپلو هيلو ته رسولي دي چې غواړي په ٢٠٠٨ کال کي د بيجينګ د المپيک په سپورتي لوبو کې ﻻ لوي برياليتوبونه په برخه شي ٠

په سږنۍ لوبه کې د چين ښځينه لوبغاړې چي خوي د سرو زرو درې مدالونه ترلاسه کړي او په دغه لوبه کې يوه وتلې ستورې ګرځيدلې ده ، د بيجينګ د المپيک د راتلونکو لوبو په هکله هغه هيله لري چې د ښځو د دوو سوو مترو ، څلورو سوو مترو او د چونګښې په شکل د دوو سوو مترو په سياليو کې د سرو زرو او سپين زرو مدالونه ترلاسه کړي ، هغې وويل ===== اواز١ ====== د يوې زړې لوبغاړې په توګه زه هيله لرم چې په ٢٠٠٨ کال د المپيک په سپورتي لوبو کې له نووړو دريو سياليو څخه په يوه سيالي کې برياليتوب ترلاسه کړم ٠

ښځينه لوبغاړې چي خوي د چين د لامبو په ټيم کې يوه اصلي غړې ده ، پر هغې برسيره په ټيم کې يو شمير ځوان لوبغاړي هم شته ٠ که څه هم دوي لومړي ځل په دغه نړيواله لوبه کې ګډون وکړ او مدالونه يې نه دي ترلاسه کړي ، خو دوي په دغه لوبه کې ښه څرکندوالی ښودلی او د نړيوالې لامبو د شخصيتونو لخوا ستايل شوي دي ٠

د چين د لامبو ټيم ښوونکي تاو ژونګ وويل د چين يو شمير ځوانو لوبغاړو له يوه کال راهيسي چټک پرمختګ کړی دی ، نو له دې څخه څرګنديږي چې چين د لامبو وهلو په ځينو پروګرامونو کې نوي ځواک رامنځته شوی دی ، هغه وويل ----- اواز ٢ ====== مونږ به د ترلاسه شويو برياليتوبونو سره سم په راتلونکو سياليو کې خپل هدف وټاکو ، خو مونږ نشو کولای چې ډېر لوړ هدف وټاکو ، ځکه چې دوي ځوان لوبغاړي دي ، مونږ هيله لرو چې په ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د المپيک په سپورتي لوبوکې د دوي سويې نسبتأ لوړې شي ٠

په تيرو څو کلونو کې د چين د نارينه و لوبغاړو څرګندونه دومره ښه نه وه ، خو د روان کال د لامبو په کوچني حوض کې د اتمې نړيوالې اتلوالۍ په سياليو کې د چين نارينه و لوبغاړو برياليتوبونه ترلاسه کړي دي ، ځوان لوبغاړي وو پنګ د پښې د ټب سره سره د دوو سوو مترو په واټن د پتنګ لامبو په سيالۍ کې د سرو زرو مدال ترلاسه کړی او د دغې لوبې ريکارډ يې مات کړی دی ، دا د لسو کلونو راپه دې خوا لومړی ځل و چې د چين نارينه لوبغاړي د لامبو وهلو په نړيواله سيالۍ کې د سرو زرو مدال ګټلی دی ، دغه راز د چين لوبغاړي جانګ لين د يو نيم زرو مترو په واټن د ازادۍ لامبو وهلو په لوبه کې يو ژيړ مدال ترلاسه کړی دی دا هم لومړي ځل و چې د چين نارينه لوبغاړي په نړيواله لوبه کې د اوږد واټن په سيالۍ کې مدال ترلاسه کوي ، برسيره پر دې په دغه لوبه کې ځينې نور ځوان لوبغاړي هم ښه څرګندشول ، نو له دې څخه دا هيله ليدل کيږي چې دوي به په ٢٠٠٨ کال کې د المپيک په لوبو کې مدالونه ترلاسه کړي ، لوبغاړي وو پنګ وويل --==== اواز ٣ ===========

زمونږ اوږد هدف د ٢٠٠٨ کال د المپيک په سپورتي لوبو کې د برياليتوبونو ترلاسه کول دي ، د المپيک د لامبو وهلو په تيرو لوبو کې د چين نارينه و لوبغاړو يوازي څلورم مقام ترلاسه کړ ، مونږ به د بيجينګ المپيک په لوبو کې تر هغه د لوړ مقام د نيولو لپاره کوشش وکړو ٠

د چين د لامبو وهلو د ټيم عمومي ښوونکي جانګ يا دونک د اتمې نړيوالې اتلوالۍ په لوبو کې د چين د لوبغاړو له څرګندونې څخه خوښي څرګنده کړه ، دده په أند په دغه لوبه کې د چين سپورتي لوبغاړو چې که هغه زاړه دي او يا ځوانان ټولو کلکه اراده وښودله اوهم داپه دغه لوبه کې د لويو برياليتوبونو د ترلاسه کولو مهم لامل دی ٠ هغه زياته کړه چې ======= اواز ٤ ======== په لوبه کې زمونږ دټولو لوبغاړو لخوا څرګنده شوې ټينګه اراده د ستاينې وړ ده ، که څه هم زمونږ د لوبغاړو سويه د اروپايي او امريکايي لوبغاړو په پرتله يوڅه توپير لري ، خو زه باور لرم چې که چيرې زمونږ ټول سپورتي لوبغاړي ټينګه اراده ولري او نه ستومانه کيدونکي کوشش وکړي ، نو تر دوو کلونو وروسته به مونږ هرومرو برياليتوبونه ترلاسه کړو ٠