د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : د افغانستان د نوی کابينې يو شمېر غړو د مي په دوهمه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په رسمی توګه خپل د لوړې مراسم تر سره کړل . دغه کابينه د تېر کال د نوي پارلمان د جوړويدو راهيسی د افغانستان لومړنې کابينه ده .
دغه مراسم د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندی تر سره شول . په دغې کابينې کې شپږويشت څوکۍ شته ، خو پارلمان په تېره مياشت کې پنځه تنو کانديدانو ته رايې ورنکړی ، نو له دې امله يوازی يوويشت تنو کانديدانو پکې ګډون وکړ . د بل خبر له مخې : حامد کرزی به په راتلونکو څو ورځو کې پارلمان ته د نورو پنځو څوکيو په اړه د کانديدانو نوی لست وړاندی کړی .