<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-03 18:46:07    
د واده د نمانځنې په هکله بيلا بيل مراسم

cri

په دي وروستيو کلونو کې د چين د ټولنې د پرمختګ په بهير کې د چينايانو د واده مراسم هم بيلا بيل او شکلونه يي رنګارنګ ښکاري ٠ نن ورځ په چين کې مخ په زياتيدونکي ځوانان په خپله د واده ځانګړي مراسم جوړوي کوي او هيله من دي چه د خپل واده مراسم نه هيريدونکي خاطره يي پاتي شي ٠ په چين کې د واده مراسمو د نمانځنې د ټولنې عمومي مدير ښاغلي شه کانګ نين خبريال ته وويل چه پخوا د واده په هکله زياتو ځوانانو مالونو ته ډيره پاملرنه کوله ، لکه د واده ميلمستا څنګ جوړه کړي ، د ناوي د هرکلي له پاره کوم کوم موټر استعمال کړي او د واده په مراسمو کې د برخه اخيستنې له پاره څو تنو دوستانو او خپلوانو ته بلنه ورکړي او داسي نور ٠ خو اوس دغه دوديزه مفکوره بدله شوې ده ٠ د زياتو ځوانانو پاملرنه د واده د مراسمو شکلونو او ځانګړتيا ته اړول شوې ده ٠ اوس د واده مراسم بيلا بيل او رنګا رنګ دي ، مثلأ په هوا کې د واده مراسم ، تر سمندر لاندې د واده مراسم ، په چمن کې د واده مراسم او د انترنيت د واده مراسم ٠

لږه موده د مخه د چين د ختيځې خوا د شان تونګ ولايت د ساحلي ښار په چنګ داو کې په سمندري نړيوال پارک کې تر سمندر لاندې د يوې پيغلې او زلمي د واده مراسم جوړ شول ٠ زوم وو وي او ناوي لين تنګ نوميږي ٠ د واده په مراسمو کې زوم او ناوي دواړو غواصي جامي اغوستې او تر سمندر لاندې يي لاس په لاس يو بل ته تعظيم وکړ ٠ د دوي د واده مراسم په شپاړلسو دقيقو کې پاي ته ورسيدل ٠ دغه ډول مراسم هم لنډ او هم ډير په زړه پوري دي ٠ البته د ناوي او زوم د لامبو وهنې مهارت ډير ښه دي ٠ ناوي لين تنګ په ډيره خوشحالۍ سره خبريال ته وويل چه زما او زما خاوند وو وي له کوچنيتوب څخه د سمندر په غاړه کې وده شوې او په دي بهير کې مو د لامبو وهلو سره ډيره مينه درلوده ٠ تر سمندر لاندې د واده مراسمو ټاکنه نه يوازي زمونږ ګډه هيله پوره کولي شي ، بلکه د مراسمو فيس هم سپمول کيږي ٠

سر بيره پر دي اوس په چين کې د انترنيت د واده مراسم هم رواج لري ٠ د چين د جنوبي خوا په ځينو ښارونو کې د واده دغه مراسم د روڼ أند په منځ کې ډير مروج دي ٠ په دغه مراسمو کې ميلمستيا نه شته او تحفې هم په کار نه دي ٠ يوازي په انترنيت کې يوه پاڼه جوړه شي ، که څوک دغه پاڼه خلاصه کړي ، د واده څو ښکلي عکسونه ليدل کيږي ٠ ښاغلي وانګ چن څو کاله د مخه په انترنيت کې د واده ځانګړي پاڼه جوړه کړه او څو ورځې مخکې يي له خپلې پيغلې سره يي مشوره وکړه او پريکړه يي وکړه چه په انترنيت کې د خپل منځې واده مراسم ترسره کړي ٠ هغه وويل چه له دي امله زه او زما ميرمن ټول له نورو ځايونو څخه ګوان جو ښار ته راغلي يو، نو زمونږ زياتره خپلوان او دوستان په دي ښار کې نه دي ٠ نو که مونږ په انترنيت کې د واده پاڼه جوړه کړو ، زمونږ خپلوان او دوستان له مونږ سره د دغه نيکمرغۍ او خوشحالۍ له نعمت څخه برخمن کيږي ٠ ښاغلي وانګ په خپله پاڼه کې څو برخې ويشلي لکه د واده عکسونه ، د واده سفرونه ، زمونږ کيسه او داسي نور څو چه خپلوان او دوستان د دوي د واده په هکله زيات معلومات تر لاسه کړي ٠ ښاغلي وانګ وويل چه د واده د انترنيت پاڼې د جوړولو له پاره يوازي دري سوه يا پنځه سوه يوانه په کار دي ٠

اړوند کارپوه وويل چه د واده د نمانځني د شکلونو له بدلون څخه څرګنده شوې چه مخ په زياتيدونکي چينايانو خپله پاملرنه د واده کيفيت ته اړولې ده ، اوس په چين کې د خلکو د ژوند په ښه والي او د اقتصاد په چټک پرمختګ سره خلک هيله من دي چه د واده مراسم ځانګړتيا ولري ٠ له دي څخه څرګنده شوې چه د چين ټولنې پرمختګ کړي دي ٠ د واده په هکله د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمې پروفيسرې ميرمن وان جن يو وويل د واده د تمانځني د شکلونو بدلون د زماني او دود بدلون هم دي ٠