<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-03 19:16:33    
په بيجينګ کې په وړيا د وينو ورکولو پلانيز مقررات پاي ته ورسيدل

cri

د بيجينګ ښاروالي په وروستيو ورځو کې په وړيا د وينو ورکولو هغه پلانيز مقررات لغوه کړی چه اته کلونه يي دوام درلود او د دغو مقرراتو لمخې د هر سازمان لپاره د وينو ورکولو اندازه ټاکل شويده . دغه مقررات په نولس سوه اته نويم کال کې پيل شول او مخکې له دې نه په بيجينګ کې په روغتونونو کې د اړتياوړ وينې په عمده توګه د ښاريانو لخوا په وړيا ډول ورکړل شوې . په همدې کال کې حکومت د وينو د امنيت تامين لپاره قانون جوړ کړ چه د وينو له ورکولو څخه ناوړه ګټې اخيستنې ته اجازه ور نه کړي . خو د دوديزو نظريو تر اغيزو لاندی زيات کسان په دې انديښنه کې دي چه د وينو ورکول صحت ته زيان رسوي ، نو د وينو ورکوونکي ډير کم وو . په داسي حال کې د بيجينګ ښاروالي د دغو مقرراتو له مخې ښاريان راسمبال کړی چه خپلې وينې اهدا کړي چه په روغتونونو کې د اړتياوړ وينو زيرمه وساتل شي . په هغه کال کې د بيجينګ د سره صليب د وينو بانک لخوا د برابر شويو وينو اويا برخه له همدې لارې اخيستل شويده .

د دې بانک مرستيال ما ګو دونګ خبريال ته وويل اته کلونه وروسته هغه ښاريان ورځ په ورځ زياتيږي چه خپلې وينې يي ورکړي . اوس زمونږ په بانک کې په سلو کې دوه اتيا زيرمه شوي وينې د ښاريانو لخوا برابريږي او د سږنې پلان له مخې به هغه هدف تر سره کړو چه په سلو کې پنځه نوي برخه وينې له داوطلبانو څخه واخلو .

د شميرنې سره سم له وروستيو کلونو راهيسې د وينو ورکولو اندازه د زياتيدو په حال کې ده او په روغتونونو کې د وينو اړتياوې پوره کيږي ، نو د بيجينګ ښاروالي د وينو ورکولو مقررات لغوه کړيدی .

يوې زده کوونکې چه داي جيو فون نوميږي او تازه يي د واټ په غاړه د وينو اخيستلو په موټر کې وينه ورکړې ، خبريال ته وويل خبر يم چه ښاروالي د وينو ورکولو مقررات لغوه کړيدی . غواړم چه څو ځله وينې ورکړم ځکه چه صحت می ښه دی او زما د وينو په وسيله يي د بيړنيو ناروغانو ژغورنه ډير ارزښت لری . څرنګه چه د داي جيو فون غوندي کسان ډير دي او ددوي په اند اوس د وينو ورکولو لپاره د خلکو احساسات لوړ دي او په بيجينګ کې د وينو اړتياوي پوره کيږي ، نو له خلکو څخه د وينو ورکولو د غوښتنې ضرورت نشته ، خو د بيجينګ د روغتيا ادارې مرستيالې دن شياو حون وويل د وينو ورکولو پلان لغوه کول دا مانا نه لری چه په راتلونکي کې د اړتياوړ ټولې وينې د خلکو له داوطلبانه اهدا څخه راشي ، بلکې بيلا بيل سازمانونه لا هم د وينو ورکولو په هکله د خپلو کارکوونکو د راسمبالولو دنده لري او لارې چارې يي دا دی چه د وينې ورکوونکو نومونه ثبت کړي . کله چه د وينو په بانک کې د وينو زيرمه کمه شي ، د وينو بانک به دوي ته خبر ورکړي چه د وينې ورکولو لپاره دې بانک ته راشي .

د معلوماتو له مخې د دغو لارو چارو له مخې څلويښت يا پنځوس زره تنو نومونه به د داوطلبانه اهدا کوونکو په ډول نومونه ثبت شي . دغه لارې چارې د چين د روغتيا وزارت لخوا ومنل شوې او د دې وزرات د روغتيايي چارو د وينو د ادارې څانګې مديرې اي ميې په وينا د هيواد په بيلا بيلو لويو ښارونو کې بايد د بيجينګ په شان د وينو ورکولو نوي لارې چارې پلی شي چه په بيړني حالت مثلا د ناڅاپه طبي پيښو او لويو طبيعي ناورينونو په مهال وکولی شو چه دغه نوي لارې چارې تر سره کړو .

په حقيقت کې په چين کې د وينو ورکولو پلانيز مقررات پلی کوونکي ښارونه د بيجينګ نه پرته ډير وو مثلا د هيواد په جنوب کې د شن جن ښار ، په شمال کې د هاربين ښار او په ختيځ کې د چين داو ښار وو ، خو په دغو ښارونو کې د بيجينګ نه مخکې نوموړي مقررات لغوه شوي او د وينو ورکوونکي ورځ په ورځ زياتيږي . هيله ده چه په بيجينګ کې د دغو مقرراتو د لغوه کيدو وروسته هم د وينو ورکوونکي د خپل مسئوليت او مينې په درلودلو سره د بيجينګ د اړتياوړ وينې پوره کړي .