<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-03 19:27:57    
له ژوند سره له مينې څخه ډک جوړه ﻻسونه

cri

محترمو دوستانو ، زده کوونکی فانګ خونګ چوان يو معيوب ځوان دی ، هغه د خپل زيار او زړه ورتيا له لارې د يوه پوهنتون زده کوونکی ګرځيدلی او د معيوبينو په ملي سپورتي لوبو کې يې د اتلوالۍ لقب ترلاسه کړی دی ( اوس مونږ به تاسو ته دده د ژوند سابقه دروپيژنو٠

زلمي فانګ خونګ چوان د لس کلنۍ په موده کې د يوې ناوړې پيښې سره مخامخ شو چې له امله يې تر مړوندونو پورې دوه لاسونه له منځه لاړل ، دا غمجن حقيقت د کوچني فانګ خونګ چوان لپاره بيخي يو سخت ګوزار و او په يوه موده کې نااميدي د کوچني فانګ خونګ چوان په زړه کې يوه نه ليري کيدونکي تور سيوري پاتې وو ،خو په پاي کې هغه له نااميدۍ څخه په وتلو پيل وکړ او غوښتل يې چې بيا ښوونځي ته ولاړشي او د خپلو درسونو لوستلو ته دوام ورکړي ، څرنګه چې تر مړوندونو پورې د ده د دوه لاسونه پري شوي دي ، نو ځکه هغه د زده کړې لپاره قلم د خپل مړوند سره وتاړه او د ليکلو په تمريناتويې پيل وکړ ، د ده د کوششونو له امله ليکل دده په وړاندې يو اسان کار ګرځيدلی دی ، د لومړي ښوونځي څخه د فارغيدو وروسته هغه په منځني ښوونځي کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ ، څرنګه چې دغه ښوونځی د فانګ خونګ چوان له کور څخه ډېر ليری و ، نو هغه د ښوونځي په ليليه کې اوسيده او د ژوند ورځني کارونه به يې پخپله ترسره کول ، که څه هم نورو زده کوونکو په دې برخه کې هم ورسره مرستې کولې ، خو فانګ خونګ چوان هيله درلوده چې د خپل توان په اتکا دغه کارونه پخپله ترسره کړي ، د بيلګې په توګه هغه خپلې کالي پخپله پريمينځلې ، په پيل کې

دا کار د فانګ خونګ چوان په هکله يو ډېر ستونزمن کار و ، ځکه چې تر مړوندونو پوري هغه لاسونه نه لري ،د کاليو د مينځلو په بهير کې به يې دده مړوندونو ته ډېر درد رسيده ، خو فانګ خونګ چوان د خپلې زړه ورتيا په اتکااو د اوږدې مودې له ازموينو وروسته دغه ستونزه له منځه وړې ده ، هغه په اسانه توګه کالي مينځلای شي ، مخ او غاښونه پاکوي او حتی ډوډۍ هم پخوي ، لنډه دا چې هغه کولای شي چې په ښه ډول د ژوند ټول ورځني کارونه ترسره کړي ٠

له منځني ښوونځي څخه د فارغيدو وروسته فانګ خونګ چوان په لوړو نمرو سره د چين په جنوب کې د ګوانګ شي ولايت د انجنيري پوهنځي لخوا ومنل شو، هغه د کوششونو له ﻻرې خپل خوب په واقعيت بدل کړی دی ،ددغه خوب د ترسره کولو لپاره فانګ خونګ چوان د روغو زده کوونکو په پرتله ﻻ زيات زيار ايستلی او خولې يې تويې کړې دي ،

فانګ خونګ چوان نه يوازي په زده کړو کې کوشش کوي او د استادانو لخوا د يوه ښه زده کوونکي په توګه منل شوی بلکي د سپورت سره هم ډېره مينه لري ٠ يوه ورځ هغه داسي خبرتيا ترلاسه کړه چې د ګوانګ شي ولايت د معيوبينو ټولنه معيوب ورزشکاران غواړي ، نو هغه اړوندې ادارې ته ولاړ او خپل نوم يې ثبت کړ، د ازموينې له ﻻرې هغه د ګوانګ شي ولايت د معيوبينو د اتلتيک په سپورتي ډله کې شامل شواو ورپسي يې د چين د معيوبينو په شپږمه سپورتي لوبه کې ګډون وکړ او په څو سپورتي پروګرامو کې يې لومړي او دوهم لمبرونه ترلاسه کړل او په ځينو لوبو کې يې ملي او نړيوال ريکارډونه هم مات کړل ، فانګ خونګ چوان نه يوازي په زده کړه کې بلکې په سپورتي ميدان کې هم برياليتوبونه ترلاسه او په برياليتوب سره يې خپل دوه ﻻسونه لوړ پورته کړي دي ٠