د سينهوااژانس د خبر له مخې د پاکستان د باجوړ په سيمه کې چې د افغانستان سره څيرمه ده ددغه هېواد د امنيتي ځواکونو يو پلټونکي مرکز د مې په څلورمه نېټه سهار د څو تنو نا معلومووسله والو کسانو د بريد سره مخامخ شواو درې تنه سرتيري يې ووژل شول ، د پاکستان د خبري رسنيو د خبر له مخې پر نوموړي پوسته د بريد پر مهال د پاکستان امنيتي ځواکونو سرتيرو هلته تفريح کوله ، له بريد وروسته وسله وال کسان سمدستي وتښتيدل ، سيمه ايز چارواکي د دغه پيښې د پلټنې لپاره باجوړ ته تللي دي ، تراوسه پوري کومې ډلې د دغې پيښې پړه نه ده منلې ٠
|