<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-04 18:20:42    
د ښکلی های نان ټاپو په باب څه معلومات

cri

د های نان ټاپو په ١٩٨٨ کال کې د چين د يوه ولايت په توګه وټاکل شو او هلته د ګرمې سيمې ښکلی منظری او ځايي دود دستور ليدل کيږي .دغه ټاپو څلور دېرش زره مربع کيلومتره پرخوالی لری او د استوا کرښې ته نژدی پروت دی ، نو ځکه د کال په څلورو موسمونو کې تاه ګلان په کې غوړېدلی او شنی ونی په کې ولاړې وی . که څه هم های نان په ګرمې سيمه کې پروت دی ، خو د دوبي په وخت کې د دغه ځای د تودوخی منځنۍ درجه له ٢٨ څخه تر ٣٢ درجو پوری وي ، نو ويل کيږي چې های نان په هر موسم کې د سيلانيانو لپاره يو ډير مناسب ځای دی .

أيا تاسی پوهيږئ چې های نان څنګه په يوه ټاپو بدل شوی دی ؟ نژدی دوه ميلونه کاله د مخه های نان د چين د ستری برخی يوه برخه وه ، خو د ځمکې د پوستی د خوځېدو له امله های نان له ستری برخی څخه جلا شو ، په بل عبارت په وروستيو نهو سوه کلونو کې د های نان ټاپو په اوسنی حالت بدل شوی دی . د ټاپو په جنوبی څنډه کې د سمندر پر غاړه دوه لويې ډبرې ولاړې دي چې ورباندی په جلا توګه د ځمکی پای او د سمندر غاړی د پيل په معنی چينی کرکترونه کيندل شويدی ، څرنګه چې د های نان ټاپو د جغرافيايی موقعيت له نظره د چين له ستری برخی څخه ليری او د خلکو ژوند شرايط يی خورا ناوړه وو ، نو په لرغونی فيوډالی زمانه کې دغه ټاپو د سياسی

مجرمينو او نورو بد عمله کسانو د جلا وطنی ځای وګرځېد . خو نن ورځ دغه وضعه بيخی بدله شوې ده ځکه چې اوس د های نان ټاپو په چين کې يوه لويه ځانګړی اقتصادی سيمه ګرځيدلی ده .

د های نان په ټاپو کې ډير زيات تاريخی او سيلانۍ ځايونه موندل کيږي ، د بېلګې په توګه وو جی غرنی سيمه ، د وان چيوان سيند په غاړو کې ښکلی منظری ، د لامبو وهلو لپاره سمندر غاړی ، قومی بانډی ، معبدونه او سمڅی او داسی نور ډېر ځايونه دی . پر سيلانۍ سربېره لپاره په های نان کې ډېر زيات خوندو خوراکونه او ميوې هم موندل کيږي . مثلأ د وبن چانګ چرګ ، د جيا جی هيلۍ او د وين چيوان په سيند کې کبان ټول يوازی په دغه ټاپو کې موندل کېږي او خوړل کيږي .

سربيره پر دې های نان په چين کې د ګرمې سيمې د سرچينو له نظره يو ډېر لوی زېرمتون دی ، د يوې شميرنی له مخې په های نان کې څلور زره او شپږ سوه ډوله نباتات شته چې پنځه سوه ډوله يی يوازی په های نان کې وجود لری او د چين په نورو ځايونو کې نه موندل کيږي . د دې تر څنګ څه دپاسه اويا ډوله وحشی حيوانات او دری سوه شپيته ډوله مرغان هم پکی ژوند کوي او د دې ټاپوپه شاو خوا اوبو کې اته سوه ډوله کبان او نور بېلا بېل سمندری خواړه شته دي . د يادونې وړ خبره دا ده چې د های نان ټاپو په هرګوټ کې د کوپرو ونې د لوی او جګ چتر په شان ولاړی دی .

د های نان هوايی ترانسپورتی چارو ډيره پرمختيا کړې ، الوتکی د دې ولايت له مرکز څخه د هېواد لويو عمده ښارونو ته الوتنې کوي ، سيلانيان هم کولی شي چې د بيړۍ له لارې د ګوانګ دونګ او هانکانګ له ښارونو څخه های نان ته ورسيږي . دغه راز سيلانيان د موټر له لارې د های نان ټول تاريخی او توريستی ځايونه ليدلی شي . له

ختيځی خوا نه د کوپرونو ځنګلونو ، سمندر غاړو او بندرونو او د ټاپو په مرکزی ځايونو کې قومی کليو او له لويديځی خوا نه يو شمير نورو توريستی ځايونو ته رسيدای شي .