د سينهوااژإنس د خبر له مخې په افغانستان کې د ناتو د سوله ساتو ځواکونو د قوماندانۍ د واک د تسليمولو مراسم د مې په څلورمه نېټه په کابل کې ترسره شو چې له دې امله د بريتانيا تورن جنرال داويد ريچارد د ايتاليا د ماويرو ديل ويچيلو پرځای په افغانستان کې د ناتو د سوله ساتو ځواکونو د قوماندانۍ دنده په غاړه اخيستې ده ٠ په نوموړو مراسمو کې ويچيلو وويل ناتو به په راتلونکو څو مياشتو کې د افغانستان جنوب ته اوه زره تنه نور سرتيري واستوي څو چي د طالبانو په ګډون د حکومت ضدوسله والو ډلو سره مبارزه وکړي ٠
|