د کارګرو د اختر په رارسيدو سره چينايان د اوه ورځنيو رخصتيو له نعمت څخه برخمن دي، د چين د هنري او کلتوري مرکز په توګه بېجينګ ښار کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته رنګارنګ کلتوری نندارتونونه برابر کړی او کوي يي . د شمېرنې له مخې، د اختر په موده کی په بېجينګ کې څه نا څه سل په زړه پوري هنری فعاليتونه ترسره کيږی.
په بېجينګ کی د راغونډولو په نامه د خوشحاليو فعاليت له ٢٠٠٠ کال راهيسی د کارګرو د اختر په موده کی يو لوي هنري فعاليت دی چې هر کال له لس ګونو هېوادونو او سيمو څخه راغلی هنرمندان ليدونکو ته ښکلي نندارې وړاندې کوي.
د اپريل په اته ويشتمه نېټه د ښکلي ګوی جو ولايت په نامه د نڅاو نندارې چې د ګوی جو ولايت د سندرو او نڅا د ډلې لخوا ترسره شوی، په بېجينګ کی د راغونډولو په نامه د خوشحاليو د فعاليت پرده پرانيستله . د ګوی جو ولايت د چين په جنوب لوېديځ کی پروت دی چې هلته په لس ګونه ملی لږکۍ اوسيږی او ځانګړی دودونه لری. د ښکلي ګوی جو ولايت په نامه د نڅاو ننداره د موسيقی، نڅا او قومي کاليو له لارې ليدونکو ته د دغه ولايت ډول ډول قومي کلتورونه څرګندونه کوي . اوس به تاسی د جيرجيرک په نامه د دونګ قوم يوه مشهوره سندره واورئ.
د دې په زړه پورې نندارې له ترسره کولو وروسته د مکسيکو د سندرو او نڅا ننداره، د باليټ هغې ډرامې چه د چين او فرانسی د لوبغاړو لخوا په ګډه تر سره شوی، دغه راز د روسي هنرمندانو لخوا اجرا شوی کنسرت او نورې رنګارنګ نندارې هم د اختر په موده کی چيني نندارچيانو ته وړاندې شوي يا به وړاندې شي .
له بهرنيو هېوادونو سره د کلتوري تبادلې په اړه د چين د شرکت مشر جانګ يو وويل په سږنيو فعاليتونو کې پنځوس نندارې ترسره کيږي چه د يو ويشتو هيوادونو يو زر او پنځه سوه تنه هنرمندان پکي ګډون لری .
د تياتری نندارو نه پرته د اختر په موده کې د بېجينګ په بېلا بېلو لويو باغونو او ډګرونو کی هم رنګارنګ هنری فعاليتونه پر ځای کيږی. د بېجينګ د کلتور د څانګې مشر جيانګ ګونګ مين وويل سږ کال د لسو هېوادونو اوه لس هنری ډلې په ډګری فعاليتونو کی ګډون کوی او دوی به د بېجينګ او د اوسيدونکو سيمو او کليو له هنرمندانو سره يو ځای نندارې تر سره کړي.
نوموړی وويل د کارګرو د اختر په موده کی د چاو يانګ پارک د ډګری هنری فعاليتونو د تر سره کولو عمده ځای دی. په دغه پارک کې په پر له پسی توګه د ولسي موسيقی نړيوال فيستيوال پر ځای کيږی او د امريکی او ايتاليی په ګډون لس بهرنی هنری ډلې نندارې پکی وړاندی کوی. پر بهرنيو هنری ډلو سر بيره، د چين مشهور سندرغاړی به هم په دغه ډګری فعاليتونو کی ګډون وکړی .
په بېجينګ کی د راغونډولو په نامه د خوشحاليو فعاليت نه پرته ، په بېلا بېلو تياترونو کې هم ځانګړې نندارې پر ځای کيږی. اوس د بېجينګ د موسيقی په سالون کی د شپيلۍ لومړنی نړيواله سيالی روانه ده چې د يوې لوړې کچې
نړيوالې سيالی په توګه بلل کيږی. د بېجينګ د قومی ماڼـۍ لوی تياتر او د چين د هنری ټولنې په ګډه په دې موده کې اوه نندارې تر سره کوي چې هره ورځ يوه ننداره ليدونکو ته برابريږی. د چين د نڅا کوونکو هنرمندانو ټولنه به يوه ځانګړی ننداره پر ځای او د چين د اوپرا او نڅا د ډرامې په تياتر کی به لوی ملی سيمفونيک کنسرت اجرا کړی. د چين نژدی شپېته مشهور هنرمندان به ليدونکو ته ډېرې ښکلي او په زړه پوري نندارې وکړی چه د يادونې وړ خبره دا ده چه ځينې نندارې تر سره شوي او ځينې نورې به يي ژر نندارچيانو ته وړاندي شي .