<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-05 18:49:18    
د غرنی سيمې د طبی بوټو مشهور لټوونکی او کرونکی جيو هه ګوه

cri

په ١٩٥٢ کال کښی د چين د منځنی سيمې د هو بۍ ولايت د لويديځې غرنی سيمې نولس کلن ځوان جيو هه ګوه د خپل کلی د لومړنی ښوونځی ښوونکی شو، څرنګه چه هغه د ښوونې په کارونو کښی ډير کوښښونه کول او ښه برياليتوبونه يی ترلاسه کړل ، نو په بل کال کښی يی د همدی ښوونځی د مشرۍ دنده په غاړه واخيستله ٠ کله چه ده د زده کوونکو د روزلو لپاره خپل ټول ځواک وقف کړ، دوو بدمرغو غمونو د ده ژوند د مرګ له خطر سره مخامخ کړ٠

د ١٩٦٢ کال د مارچ په يوه ورځ د سهار په لسو بجو ښوونکی جيو هه ګوه زده کوونکو ته درس ورکاوه ، خو ميرمن يی په منډې سره ښوونځی ته راغلله او ده ته يی په غمجنه توګه وويل چه مشر زوی يی ډير سخت ناروغ شوی٠ جيو هه ګوه له ميرمن سره يو ځای په بيړه سره کور ته منډه وکړه او زوی يې روغتون ته ورساوه، خو په لار کښی يې د زوی سترګې د تل لپاره له دنيا څخه پټې شوې چه عمر يی هم له دريو کلونو څخه کم ؤ٠ د مرګ علت يی دا ؤ چه په کولمو کښی د يوه ډول اوږدو چنجيو له امله يی کولمی سوری کلمی سوری شوی وې٠ لا بدمرغه خبره دا وه چه دری مياشتې وروسته د ده يو کلن کشر زوی د همدغې ناروغۍ له امله هم مړ شو ٠ ښاغلی جيو هه ګوه په غمونو کښی په دی پوه شو چه په غرنی سيمه کښی د طبی موادو له منځه وړل د ده زامنو د مرګ علت دی٠ نو وروسته له دی نه هغه په فارغو وختونوکښی د ډول ډول طبی کتابونو په لوستلو او د چين د دوديزو درملونو او طبی بوټو په څيړنو پيل وکړ٠

ښاغلی جيو هه ګوه د چين د دوديز طب په هکله زيات کتابونه اخيستی او په زياتو ورځپاڼو او مجلو کښی يی ګډون کړيدی٠ هغه له غرونو څخه د طبی بوټو د لټولو لپاره ډير زياتې ستونزې ليرې کړې، زيات غمونه يی زغملی او سخت کوښښونه يی کړيدی٠

په ١٩٨٥ کال کښی د چين د دوديز پسرلنی اختر له تيريدو څخه لږه موده وروسته پر غرونو باندی واورې لا هم پاتې وې، خو ښاغلی جيو هه ګوه د هو بی ولايت د ځانګړی حنا ګل په نامه د يو ډول طبی بوټی د ترلاسه کولو لپاره د مرګ د خطر سره سره د يوه سيند په غاړه غرنی لاښ ته پورته شو او بالاخبره يې دغه يو بوټی ترلاسه کړ ٠ کله چه هغه د دغه طبی بوټی په وړلو سره بيرته خپل کور ته ستون شو، د شپی يوولس بجې شوې وې ، کالی يی خراب شو او بدن يی هم ژوبل شوی و ٠ خو هغه د مشعل په اوچتولو سره دغه بوټی پر مځکې وکاره ٠

له لس ګونو کالو راهيسی د ښاغلی جيو هه ګوه لخوا لټول شوی طبی بوټی څه دپاسه دوه زرو ډولونو ته رسيدلی او څه دپاسه شپږ سوه ډولونه يی د طبی بوټو په باغ کښی کرلی دی٠ هغه د ناروغيو او زخمونو د درملنې په برخه کښی د هر ډول طبی بوټی د رول معلومولو لپاره زياتې ازموينې وکړې ٠ په تيره بيا يی د څو ډول مهمو بوټو د طبی رول معلومولو لپاره بيا بيا په چاقو خپل پوست مات کړ يا د ډبرو په وسيلې يې خپلې غوښې زخمی کړې٠

ښاغلی جيو هه ګوه د چين د دوديزو درملو او طبی بوټو څيړلو په برخه کښی د ليونيتوب کچې ته رسيدلی دی، هغه نه يوازی د ناروغيو د علاج په هکله د هر چينی طبی بوټی رول څيړلی، بلکه په دغو طبی بوټو کښی يی د ويتامين او ميکروعناصرو د تناسب معاينه هم کړې چه په څه دپاسه سلو کتابچو کښی يی د چينی دوديزو طبی بوټو د پرهيز پوهنې په هکله يادداشتونه ليکلی دی٠ اوس د ښاغلی جيو هه ګوه د طبی بوټو باغ پراخوالی نژدی يو هکتار ته رسيدلی چه پکښی څه دپاسه شپږ سوه ډوله چينی طبی بوټي وده کوی او په تيره بيا د هوبی ولايت هغه ځانګړی قيمتی حنا ګل چه مخکښی ياد شوی، له يوې دانې څخه څه دپاسه يو لکو ته زيات شويدی٠

ښاغلی جيو هه ګوه د لس ګونو نه ستومانه کيدونکو کوښښونو او جدی څيړنو له امله ډير ښه برياليتوبونه ترلاسه کړی او د چينی دوديزو طبی بوټو د کرلو په برخه کښی يو مشهور متخصص ګرځيدلی دی٠ له اوږدې مودې راهيسی، کليوال د ده له طبی بوټو څخه په استفادې سره د ناروغيو علاج کوی٠ د هو بۍ ولايت د وو هان ښار يو ساختمانی کارګر له پاړ څخه د لويدو له امله ټپی شو او د وو هان ښار په يوه روغتون کښی يې د دوو مياشتو په موده کښی درملنه وشوه ، خو ښه موثريت يی نه و ترلاسه کړی٠ حال دا چه دغه کارګر د خپلو خپلوانو لخوا د ښاغلی جيو هه ګوه کور ته وسپارل شو او هلته يی له چينی دوديزو طبی بوټو څخه استفاده وکړه ، اعجاز دا دی چه له يوې اوونې وروسته هغه جوړ شوی او په خپل کار يی بيا پيل کړيدی٠

اوس د چين د علمی اکاډامی په اړه د وو هان د نباتاتو انستيټيوټ د ښاغلی جيو هه ګوه د چينی طبی بوټو باغ د نباتاتو کلکسيونونو د اخيستلو د باغ په توګه بللی دی او د چينی طبی بوټو د څيړلو په هکله د هغه نوموړی يادداشتونه به هم له بشپړيدو څخه وروسته ژر چاپ شی ترڅو چه د لا زياتو ناروغانو او ټپيانو لپاره خدمتونه ترسره شی٠