<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-05 20:07:06    
د چين د ملی ولسی کانګرس استازي په څه ډول ټاکل کيږی ؟

cri

ګرانو اوريدونکو ، د باختر کلب مشر سيدالرحمن بهير په خپل ليک کی پوښتنه کړې چی د چين د ملی ولسی کانګرس استازي په څه ډول انتخابيږی ؟ أيا د چين د مسلمانانو استازي هم پکی برخه لري ؟ دغه راز د أريانا پښتو ادبی تنظيم مشر سيدوارث حنيفی ، په پېښورکی اوريدونکی شيروالی خان ،د افغانستان د خپلواکی انتخاباتی کميټې خفظ الله ايسترا او داسی نورو اوريدونکو هم په دی وروستيو وختونو کی د پوستې يا انترنيټ له لاری د چين د خلکو په سياسی ژوندانه کی د دوو سترو غونډو په اړه زياتې پوښتنې کړې دي . د پروګرام په دی کړۍ کی به ددوی دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړو .

هر کال د مارچ په لومړنيو پنځلسو ورځو کی د چين په پلازمينه بيجينګ

کی دوې سترې ملی نوبتی غونډې جوړيږی چی يو يی ملی ولسی کانګرس او بل يی ولسی سياسی مشورتی کنفرانس دی . عمومأ ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د مارچ په لومړی نيټه او ملی ولسی کانګرس په پنځمه نيټه پرانستل کيږی .

د چين ملی ولسی کانګرس د چين لوړه ملی واکمنه اداره ( ارګان ) دی

او عمده دندې يی په دی ډول دي _ د اساسی قانون تعديلول او اصلاح کول ، د اساسی قانون د پلی کولو څارنه او نظارت ، د جزائی او ملکی قوانينو او دغه راز د دولتی سازمانونو او نورو برخو په اړه د بنسټييزو قوانينو جوړول او د هغو اصلاح کول . د ملی ولسی کانګرس ددايمی کميټی د مشر ، مرستيالانو ،

سرمنشی او غړو ، دغه راز د چين د ولسی جمهوريت د مشر او مرستيال ټاکل . د ملی اقتصاد او ټولنيزی پرمختيا د پلانونو او د هغود پلی کولو په اړه د راپورونو څيړل او منظورول او داسی نوری دندې دي .

د چين د لومړی ملی ولسی کانګرس لومړی غونډه د ١٩٥٤ کال د

سپټمبر له ١٥ نه تر٢٨ نيټې پوری په بيجينګ کی د مرکزی ولسی حکومت د رييس

ماو ځه دونګ په مشرۍ ترسره شوه او پکی ١٢٢٦ تنو استازيو برخه درلوده چی په دی جمله کی ١٤٧ ښځې او د ملی لږکيو ١٧٨ تنه استازي شامل وو .

د هر ملی ولسی کانګرس د استازيو شمير بيل بيل دی ، مثلأ د چين لسم ملی ولسی کانګرس چی د ٢٠٠٦ کال د مارچ په مياشت کی ترسره شو ، ٢٩٨٥تنه استازی لری . د هيواد د بيلا بيلو کچو د ولسی کانګرسونو استازي په مستقيم او غير مستقيم ډول د رايی ورکونې له لاری ټاکل کيږی . د ملی ولسی کانګرس استازی د ولايت په شمول د ټيټې کچی ولسی کانګرسونو لخوا په غير مستقيم ډول د رايو ورکولو له لاری ټاکل کيږی . د چين د ولسی جمهوريت هر هغه تبعه چه عمر يی اتلسو کالو ته رسيږی ، په ټولټاکنو او رايو ورکړنو کی د برخی اخيستنی او د کانديدی حق لری .

دملی ولسی کانګرس د هرې دورې د ماموريت موده پنځه کاله ده او هر کال يوه غونډه جوړيږی .

************* ************** *************

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د چين د واکمن کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګونديزی همکاری او سياسی مشورو يو مهم سازمان دی او د چين په سياسی ژوندانه کی د سوساليستی ديموکراسۍ د پراختيا يوه مهمه لار ګڼل

کيږی .

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس له ملی کميټې او سيمه ايز کميټو څخه عبارت دی . په دغه ملی کميټی کی د واکمن کمونست ګوند ، بيلابيلو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو ، غيرګوندی شخصيتونو ، ولسی ټولنو ، د مسلمانانو په شمول د ټولو ملی لږکيو او ټولنو استازی ، دغه راز د هانکانګ اومکاو د دوو ځانګړو اداری سيمو د اوسيدونکو ، د تايوانی هيواد والو او د هغو چينی اتباعو استازی چه پخوا په بهرنيو هيوادونو کی اوسيدل او اوس خپل هيواد ته راستانه شوی ، او ځينی رابلل شوی ځانګړی شخصيتونه شامل دي . په دی کی هم د برخه والو شمير يو شان نه دی ، د مثال په ډول د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د لسمی ملی کميټې د غړو شمير ٢٢٣٨ تنو ته ورسيد چه په دی جمله کی د هيواد د ٥٥ ملی لږکيو ٢٦٢ تنه استازی او ٣٧٣ تنه ښځينه غړی هم شاملی وی .

د چين سياسی نظام په دی ډول دي : په هيواد کی د واکمن کمونست ګوند تر واحدی لارښوونی لاندی د ولسی کانګرس ، د څو ګونديزی همکاری او سياسی مشورو او د ملی سيمه ايزی خپلواکی نظامونه پلي کيږی .

ولسی کانګرس د ټاکنو او رايی ورکونی له لاری واک پلی کوی او د ټاکنې او رايی ورکونی په وړاندی له ولسی سياسی مشورتی کنفرانس سره پوره مشوره کوی چی دا د چين د سوسياليستی ديموکراسۍ د عملی کولو په بهير کی دوه مهم ډوله بڼی ګڼل کيږی .

. د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس ، ملی ولسی کانګرس او حکومت ترمنځ اړيکی په دی ډول دي : د دولت تګلارې د ولسی سياسی مشورتی

کنفرانس لخوا د پوره مشورو او بحثونو پر بنسټ د ولسی کانګرس لخوا منل کيږی او بيا د حکومت لخوا پلی کيږی .