<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-06 19:18:45    
د که تان د علاقه دارۍ بزګران د چای د کرلو له امله شتمن شول

cri

له څو څو کلونو راهيسی ، د چين د ان هوی ولايت د لو جيانګ ولسوالي د که تان علاقه دارۍ په ښې زيرمې کولو سره ، د چای د کرنې ، چمتوالی او خرڅلاو په ګډون د چای د توليدی چارو د پرمختګ لپاره کوښښ کوی . اوس په ټوله علاقه دارۍ کې د چای د کرنې مساحت څلور سوو هکتارو ته رسېږی او هر کال شپږ سوه ټنه چای توليديږی . له دې امله هر کال بزګران د چای د سوداګر له لارې لس ميليونه يوانه ژن مين بی يوانه تر لاسه کوی .

د هو دونګ کلي بزګر جانګ شوې سونګ خبريال ته وويل : هغه صفر اعشاريه ديارلس هکتاره چای کری او هر کال ورڅخه څه دپاسه لس زره يوانه لاس ته راوړی . اوس د هغه چای يو کيلوګرام په اتيا يوانه خرڅيلای شی . دا يو ډېره ښه بيه ده . د بل کلي بزګر چين چوان دوو په خوشحالۍ سره وويل : هغه څه نا څه صفر اعشاريه اووه هکتاره چای کری او کلنی عائدات يی څه دپاسه پنځوس زرو ژن مين بي يوانو ته رسېږی .

د که تان علاقه دارۍ د چای توليدی چاره د ځانګړو ډولونو د روزلو او د توليد د معياری کيدو په نوې لاره کې دي . هر کلي او هر بزګر د چای د کرنې او چمتوالی په کارونو بوخت دی .

په تېرو وروستيو کلونو کې د که تان د علاقه دارۍ له بزګرانو څخه د چای د

معاملاتو يو شمير منځګړي رامنځ ته شويدی. د يو فانګ د کلي بزګر جي جونګ باو يو وتلی منځګړی دی . په ٢٠٠٠ کال کې هغه د که تان د چای شرکت جوړ کړ او د تازه چای له چمتووالی او پوښونې نه وروسته د چين د چای د وارداتو او صادراتو د شرکت او د جه جيان د ولايت د بهرني سوداګريز شرکت له لارې د لويديځې اسيا او اروپا او افريقې څه دپاسه لسو هېوادونو او سيمو ته صادرکړيدی . هر کال د دغې سوداګرۍ له امله ديرش ميليونه يوانه اخلی او هېواد ته درې ميليونه يوانه ماليات وړاندې کوی .

د چای د توليدي چارو د اړتيا د پوره کولو لپاره د که تان علاقه دارۍ څه دپاسه پنځوس منځنۍ او کوچنۍ تصدي جوړې کړي ، تر څو په ځانګړې توګه چای چمتو کړي . دغه علاقه دارۍ هر کال د چای د کرنې سيمو ته فنی کارکوونکي لېږی او بزګرو ته د چای د چمتو کولو په اړه روزنه ورکوی ، څو د چای د چمتو کولو تکنولوژي بشپړ کړی . په عين وخت کې دوی د چای د چمتو کولو د سامان الاتو د اصلاحاتو د پياوړتيا په اړه له نوموړو تصديو څخه ملاتړ کوی . د که تان په علاقه دارۍ کې نه يوازی د چای د پروسيس عنعنوی تخنيکونه ساتل کېږی ، بلکی د بازار او مستهلکينو د اړتيا له مخی يو لړ نوی تخنيکو نه اختراع کېږی . لکه چې د يو فانګ کلي د بزګر جي شن فو لخوا چمتو شوی عضوی چای چې نوم يی چيان چون شيو فنګ دې تود بازار لری . او د يوه کيلوګرام بيه يې اته سوو يوانو ته رسېدلې ده . له دې امله د ښاغلی جي کالنی عايدات له اتو لکو څخه زيات دی . د ده په مشرۍ د که تان په علاقه دارۍ کی څه دپاسه دوه سوه او شپيته تنو بزګرانو د چای د غوره چمتووالی په کارونو کې ګډون کړی او په عمومی توګه د دغو بزګرانو په کلنې

عايداتو کی څلور ميليونه دوه لکه يوانه زياتوالی راغلی .