<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-07 17:06:35    
د چينايانو څلور لوی اختراعات –د کاغذ او باروت اختراع

cri

د چاپ د تخنيک د يادولو په وخت کی بايد د کاغذ اختراع هم ياده کړو ٠ کاغذ هم د چينايانو له څلورو لويو اختراعاتو څخه شمېرل کيږی٠ د ١٩٥٧ کال د می په اتمه نېټه د شمال لويديځ چين د شان شی ولايت د مرکز شی ان ښار په ختيځ اطراف کی د با چاو په نوم د خښتو په يوه بټۍ کی يوه لرغونی مقبره پيدا شوه چی د مقبری خاوند دوه زره کاله دمخه د لويديځ هان په سلسله کی ژوند کاوه، له دی مقبرې نه اته اتيا پاڼی کاغذونه هم پيدا شول چی رنګ يی ژيړ او ډېر زيږ دی او تر ټولو لويه ټوټه لس سانتی متره اوږدوالی او پلنوالی لری٠ د متخصصانو په تشخيص دغه کاغذ له کنفی اليافو څخه جوړ شوی، نو ځکه د با چياو کاغذ په نوم ياديږی او په نړۍ کی له نباتی تارونو څحه جوړ شوی لومړنی کاغذ ګڼل کيږی٠ علاوه پر دی د چين فقيد لرغون پيژندونکی هوانګ ون بی په ١٩٣٣ کال کی د شينجيانګ د لوبوجور د يوه برج له بقاياو څخه يوه ټوټه قديمی کاغذ پيدا کړی او په خپل يادداشت کی يی ليکلی چی دغه زيږ او کاغذ له کنف څخه جوړ شوی او څلويښت ميلی متره اوږدوالی او سل ميلی متره پلنوالی لری٠ د ده په تشخيص دغه کاغذ دوه زره کاله دمخه د لويديځ هان په سلسله کی جوړ شوی و٠ دغه ډول کاغذ د چين د ګان سو ولايت په يوه لرغونی کنډر کی هم پيدا شوی ؤ٠ د دغو کاغذونو له پيدا کولو څخه پوره څرګنديږی چی دوه زره کاله دمخه د چين د لويديځ هان په دوره کی د نباتی تارونو څخه جوړ شوی کاغذ اختراع شوی دی٠ خو د لويديځ هان د دوری نه وړاندی چينايی ښځو د وريښمو جوش شويو غوزی په اڼديرو باندی خواری او وټکولی او اوږده تارونه يی تری جوړ کړل وروسته يی له دغو تارونو نه يوه نازکه ورقه لاس ته راوړه چی دغه ورقه د شيانو د تاوولو لپاره ډېره مناسبه وه٠ دغه ورقه يو ځل بيا ښه وټکول شوه او د کاغذ خمير تری جوړ شو چی دا په نړۍ کی لومړنی کاغذ ګڼل کيږی٠

د چينايانو د څلورو اختراعاتو څخه اخری اختراع باروت و٠ هان دوه نيم زره کاله دمخه چينايانو ګوګړ او ښوره وپيژنده٠ په هغه وخت کی تاويستی راهبانو د ابدی ژوند لپاره د يو ډول ورمل جوړولو په ترڅ کی چی عقيده يی درلوده د خوړلو وروسته نه مړ کيږی، د خطر سره سره ګوګړو ، ښورې او د لرګيو سکاره سره ګړکړل او په نتيجه کی يی باروت اختراع کړ٠ که څه هم د باروت د اختراع مشخص کال معلوم نه دی خو په هغه کتاب کی چی د ابدی عمر د دواه جوړولو په بابدوه زره کاله دمخه د لويديځ هان په دوره کی د اتو راهبانو له خوا ليکل شوی و، د باروت کلمه ياده شويده٠

په اتمه يا نهمه پيړۍ کی د ابدی عمر د دوا جوړولو تخنيک عربی هېوادو ته خپور شو چی په هغه وخت کی ښوره د عربو له خوا چينايی واوره يا چينايی مالګه ياديده٠ په دوولسمه پيړۍ کی باروت د هند له لاری عربی هېوادو ته ورسيد او د ديارلسمی پيړۍ په دوهمه نيمايی کی اروپايی پوهانو له اسلامی کتابونو څخه د باروت په اړه معلومات لاس ته راوړل او د چين د باروت او بانسی توپک په اساس يی په بريالی توګه عصری توپک او توپ جوړ کړ٠