<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-07 17:07:14    
د چين د ګوانګ شی د جوانګ قوم يو لړ ولسی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دې کړۍ کی به تاسو ته د چين د ګوانګ شی د جوانګ قوم يو لړ خوندوری ولسی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د دی قوم د محصولاتو يوه سندره واورو چی نوم يې د نويو شراب چښل دي٠

( سندره ١ )

ګوانګ شی د چين په جنوب لويديځه سيمه کی پروت دی او په دی سيمه کی د جوانګ، مياو او دونګ په ګډون څو قومونه ژوند کوی٠ له ډېری مودی راهيسی ګوانګ شی د سندرو د سمندر په توګه ګڼل کيږی او سيمه ايز خلک ټول د سندرو په ويلو کی ډېر تکړه دی٠

( سندره ٢ )

ګرانو اوريدونکو،همدااوس مو د ګوانګ شی د جوانګ قوم يوه مشهوره ولسی سندره واوريده چی په پراخه توګه خپره شوی او نوم ئی د غرنۍ سندری له لاری د مينې خپرېدل دی٠د ګوانګ شی د جوانګ قوم خلک د سندرو له ويلو څخه نه جلا کېږي، په تېره بيا د جشن او واده د مراسمو په ترڅ کی هر ځای خوندوری او ښکلی ولسی سندری اوريدل کيږی٠ اوس به مونږ په ګډه يوه داسی سندره واورو چی نوم يې د پان سندره ده٠ کله چی زوم خپله ناوې واده کړی، هغه بايد د غرنۍ سندری په ويلو پوښتنی ځواب کړی او خپله ناوې کور ته ورسوی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠