<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-08 19:13:10    
د اقتصاد د نړيوال کيدو په وړاندی د تايوان تنګي دواړه عاړې بايد د اقتصادي پرمختګ لپاره ګډ کوشش وکړي

cri

د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد دوه ورځنی فورم د اپريل په ١٥ نېټه په بيجينګ کې پای ته ورسيد چی پکی د هېواد پر اقتصاد د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د اغيزې ،د کرنيزې همکارۍ ،د دواړو غاړو ترمنځ د مستقيمو ترانسپورتی ،سيلانی او مالی چارو په باب بحث وشو .په همدی و خت کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سوداګريز تګ راتګ او همکارۍ د پياوړتيا په اړه هم يو ګډ وړانديز لاسليک شوی دې .په دغه فورم کې د چين سترې برخې د ١٥ تدبيرونو اعلان وکړ چې تايوانيان به ترې ګټه واخلی .برخه والو وويل چی د اقتصاد د نړيوال کيدو په وړاندی د تايوان تنګي دواړه غاړې بايد د ګډو ګټو پر بنسټ خپل منځۍ همکاری پياوړی او ګډه سمسورتيا رامنځ کړي .

د اقتصاد نړيوال کيدل او د سيمه ايز اقتصاد يو ځای کيدل د نړيوال اقتصاد يو پرمختيايی بهير دی چی دا هم د ګوو مين دانګ ګوند وياړلی مشر ليان جان د دغه فورم د پرانستلو په مراسمو کې وويل چی د اوسنی اقتصادی حالت په وړاندی د تايوان تنګي دواړه غاړې بايد يو د بل کمښت پوره کړي چی د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ برياليتوب تر لاسه شي .د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ د ژرور ارزښت د يادونې په ترڅ کې هغه وويل چی (اواز.............) دهېواد سترې برخې د بريښنا د يو تړلی مدار د ډيزاين او توليد لپاره کوشش کړی او کوي يی .په تايوان کې که څه هم د بريښنا د تړلی مدار چارې بشپړ شوی دي .خو څرنګه چی د تايوان بازار کوچنی دی نو په نړيواله ټولنه کې يی مارک نه دی ټاکل شوی .له دی امله که د دواړو غاړو ترمنځ د بريښنا مدار يو له بل سره يو ځای شی ،د يوويښتمې په لومړنيو پنځو کلونو کې به ډير زيات سوداګريز فرصتونه رامنځته شی .

په وروستيو کلونو کې د چين د سترې برخې د کوښښونو له امله د دواړو غاړو ترمنځ سوداګرۍ زياته پرمختيا موندلی ده .په ٢٠٠٥ کال کې د تايوان د بهرنی سوداګرۍ عمومی ارزښت دری سوه يو اويا ملياړده امريکايی ډالره و چی په دی ترڅ کې يی دهېواد له سترې برخې سره سوداګريز ارزښت او د سوداګرۍ مثبت توازن په جلا جلا توګه يو نوی مليارډه او ٢ سوه مليونو امريکايی ډالرو او اته پنځوس مليارډو او سل مليونو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی .خو د تايوان چارواکيو له خوا د رامنځته شويو خنډونو او سياسی لانجو له امله د دواړو غاړو ترمنځ د پيسو روانيدل او د مالونو وړل راوړل يوازی په غير مستقيمه توګه تر سره شوي دي .

د دغه حالت په وړاندی په دغه غونډه کې څه د پاسه څلور سوو ګډونکوونکو وويل چی دواړه غاړی بايد د اقتصادی همکارۍ د يو ثابت سيستم جوړولو په باب بحث وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ د منظمو او ثابتو اقتصادی اړيکو د عادی کيدو او د دغو اړيکو د پياوړتيا په لار د بيلا بيلو خنډونو د له منځه وړلو لپاه کوشش وکړي .

برسيره پر دی اړوندو کارپوهانو د مستقيم ترانسپورتی تګ راتګ په اړه خپل وړانديزونه کړي دي .د چين د ټولنيزو علومو اکادمی د تايوانی چارو انستيتيوټ څېړونکی ځانګ ګوان هوا وويل (اواز............) دواړه غاړې کولی شی چی په ځينو ټاکل شويو سيمو کې مستقيم ترانسپورتی تګ راتګ تر سره کړي او بيا به د بيجينګ ،شانګهای ،ګوانګ جو او تای بی ،تای جونګ او ګاو شيونګ ښارونو ترمنځ ترانسپورتی تګ راتګ پرمخ ولاړ شی .

د ٢٠ کلونو له پرمختګ وروسته د اختراعاتو او نوی والی توان د پياوړتيا او د ځانګړی اقتصاد د پرمخت له امله د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ نوی فرصتونه رامنځته شوي دي .د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې رئيس جيا چينګ لين د دغه فورم د پرانستلو په مراسمو کې وويل (اواز..............) له نن وروسته دواړه غاړې بايد په ځينو مهمو صنعتی ساحو کی همکای پياوړی کړي او د تکنالوژۍ د نوی والی او اختراعاتو توان د لوړوالی لپاره ګډه کوشش وکړي .

هغه زياته کړه چی دهېواد سترې برخې اقتصادی او ټولنيز پرمختګ به نه يوازی د سترې برخې د خلکو د ژوند لپاره ګټور وي لکه د تايوان خلکو لپاره به زيات فرصتونه برابر کړي چی په ترڅ کې به يی د دواړو غاړو ترمنځ همکاری نژدی او پياوړی شی .