<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-08 19:24:27    
د چين حکومت د زياتو پيسو په لګولو سره د شينجيانګ کاريزونه ترميموی

cri

د چين د شمال لويديځ د شينجيانګ په سيمه کښی څه دپاسه شپږ سوه کاريزونه شته چه هر کال د واورو له غرونو څخه څه دپاسه دوه سوه مليونه معکب متره اوبه راوړی٠ لا تر اوسه پوری دغه کاريزونه د ويغوری قوم د مسلمانو بزګرانو په ژوند او توليدی چارو کښی ستر رول لوبوی٠ خو د تيرو کلونو په هر پسرلی کښی ويغوری بزګرانو د کاريزونو د ښه کار تامينولو لپاره په لاسونو تر مځکې لاندی له درۍ يا څلورو مترۍ څخه خټې ايستلې چه له دی امله يې ډير ستړی شوې وو٠

د خوښۍ وړ خبره دا ده چه ويغوری بزګران به له راتلونکی کال څخه دا سخت جسمی کار و نه کړی٠ ځکه چه د چين حکومت به په روان کال کښی د دوه سوو مليونو ژن مين بی يوانو په لګولو سره د کاريزونو د ترميمولو يوه داسی کاری ډله جوړه کړې چه په عصری ماشين ألاتو او تجهيزاتو سمباله وي٠ دغه کاري ډله به په راتلونکو درو کلونو کښی د ويغوری قوم د مسلمانو بزګرانو لپاره سل ګونه کاريزونه ترميم کړی او بيا په کار واچوی ترڅو چه د کرنې اته زره او اووه سوه هکتاره مځکو ته اوبه ورکړی شی٠

کاريزونه په چين کښی دوه زره کلن تاريخ لری او له ويالو، تر مځکو لاندی تونلونو او څاګانو څخه عبارت دی٠ کاريزونه د مځکو د کوږوالی له مخی تر مځکې لاندی د تونل له لاری اوبه د مځکې سطحې ته راوباسی چه بيا پټيو ته ورکول کيږی٠ د کاريز ښيګڼه دا ده چه د اوبو د لېږدولو لپاره ماشين نه استعماليږی او پکښی د اوبو د بهيدو ظرفيت ثابت وی٠ خو د کاريزونو کيندل يوه سخته څاره ګڼل کيږی، که څه هم د هر کاريز اوږدوالی يوازی شلو يا ديرشو کيلومترو ته رسيږی، خو د اوږدو په هر شل يا ديرش متره واټن کښی يی بايد يو څا وګيندل شی چه د مځکې سطح ته راورسيږی٠ د منځنی أسيا او جنوب لويديځې أسيا په وچو سيمو کښی هم کاريزونه شته چه د کيندلو لارې چارې او تخنيک يی له چين څخه هلته خپور شوی٠ که څه هم د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو راوروسته په شينجيانګ کښی د اوبو لګولو چارو چټک پرمختګ کړی، خو په صحرايی ناحيو کښی يی لا تراوسه کاريزونه ډير مهم رول لوبوی٠

د شينجيانګ د کاريزونو د څيړنې د ټولنې سرمنشی وفور نورالدين وويل چه د کاريزونو ترميمولو پروژه به په روان کال کښی پيل شی او په عمده توګه به د شسينجيانګ د تورفان او قومول سيمو کاريزونه ترميم کړی٠ د پلان له مخی به دری سوه او يو نوی کاريزونه وساتل شی چه له دې جملې څخه بايد دوه سوه شپږ اويا کاريزونه ترميم او فعال شی٠ دغه راز به نهه اتيا وچ شوی کاريزونه بيا په کار واچول شی٠

دا لومړی ځل دی چه د چين حکومت د زياتو پانګو په اچولو سره د اوبو لګولو دغه لرغونی تاسيسات ژغوري تر څو دغه غوره تاسيسات چه د خلکو او طبيعت د روغ او همغږي موجوديت يوه ښه نښه ګڼل کيږی، په دايمی توګه د چاپېريال توازن وساتی ٠

د شينجيانګ کاريزونه چه عمومی اوږدوالی يی څه دپاسه پنځه زره کيلومترو ته رسيږی ، په عمده توګه د تورفان ، قومول او خوتان په سيمو کښی پراته دی٠ په چين کښی کاريزونه د لوی ديوال او د بيجينګ او هانګ جو ترمنځ د لوی کانال سره يو ځای د لرغونی زمانې دری لويې پروژې ګڼل کيږی ٠

د اوبو لګولو د زياتو متخصصانو په نظر، کاريزونه نه يوازی د اوبو لاس ته راوړلو هغه لرغونی تاسيسات دی چه په اوبو کښی يی ککړتيا نشته، بلکه ورڅخه د ويغوری مسلمانانو هوښياری هم ښودل کيږی او لوړ تاريخی او علمی ارزښتونه هم لری ٠ خو له اوږدې مودې راهيسی کاريزونه تل د علاقه داريو لخوا اداره کيږی او د اوبو لګولو د تاسيساتو د أبادۍ په باب د هېواد او سيمه ايزو حکومتونو په پلانونو کښی نه دی شامل شوی، نو د هغو د ساتلو او ترميمولو لپاره اړين لګښتونه نه وو تامين شوی٠ برسيره پر دی تر مځکې لاندی اوبه تر اندازې زياتې ايستل کيدلې او د اوبو سرچينه يی کال په کال کمه شوې، نو د تورفان او قومول د سيمو تر مځکې لاندی د اوبو سطح ټيټه شوی او له دی امله هر کال څه دپاسه شل کاريزونه له منځه ځی ٠

د چين د مرکزی حکومت لخوا د پيسو په لګولو سره د کاريزونو له ژغورلو نه مخکښی سيمه ايزو حکومتونو د کاريزونو د ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه غوره کړيدی٠ له روان کال څخه د تورفان د سيمې په هر کلی کښی د کاريزونو له اوبو څخه د استفادې يوه ټولنه جوړه شوې او د کاريزونو ځانګړی اداره کوونکی ټاکل شويدی٠ د دغه ټولنې او کارکوونکو دنده د کاريزونو پاکول او فعالول دی٠ سيمه ايزو حکومتونو په کرنې کښی د اوبو سپمولو لپاره هم ډول ډول تدبيرونه غوره کړيدی، مثلأ له کانالونو څخه د اوبو د څڅيدو مخنيوۍ ، کښتونو ته د څاڅکو په توګه اوبه ورکول او داسی نور عصری تخنيکونه په پراخه توګه رواج شوی او په دی اثر په هر هکتار مځکه کښی د اوبو لګولو اندازه د پخوا په پرتله څلور زره او پنځه سوه معکب متره کمې شوېدی٠ له دې څخه څرګنديږی چه هر کال لږ تر لږه يو سل او پنځه ديرش مليونه معکب متره اوبه سپمېدای شی٠