<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-09 18:18:29    
معيوبه ښوونکې خاو جينګ جينګ په څرخی څوکۍ کی د خپلې هيلې د تر سره کولو لپاره کوښښ کوي .

cri

خاو جينګ جينګ د چين لومړني معيوبه نجلۍ چې په څرخی څوکۍ کې يي د ډاکترۍ علمو کچه تر لاسه کړې. اوس د نان جينګ د ښوونکو د روزنې پوهنتون د ښوونېز علم په پوهنځې کې يوه ښوونکې ده .

اغلی خاو په نهه کلنۍ د پوليو يا ګوځڼ په ناروغۍ اخته او ددې ناروغی د سختېدو له امله يی په يوولس کلنۍ پښې فلج شوې چه په پايله کې له زده کړی څخه بې برخه شوه . د پلار او مور تر هڅو لاندی يی پريکړه وکړه چې په کور کي په شخصي توګه مطالعه او زده کړه پيل کړي او په پايله کې يي د لسو کلونو زده کړو وروسته د ١٩٩٧ کال په می کې په ځانګړې ازموينه کې بريالی شوه او د ليسانس ډيپلوم يي تر لاسه کړ . خو اغلی خاو پدې بسيا و نه کړه او و يي غوښتل چه د ماسترې درجه تر لاسه کړی . په لومړيو وختونو کې يو شمېر پوهنتونونو نوموړی د دې د ناروغۍ له امله و نه منله او مور او پلار يي هم مايوسه شول ، خو أغلی خاو په خپلې ارادې ټينکار وکړ او د همدی کال په مې کې د نان جينګ د ښوونکو د روزنې پوهنتون مشرانو د سلامشورې وروسته يی دا ژمنه وکړه چې که په ازموينه کې د معمولي زده کوونکو د شامليدو لپاره ټاکلو نمرو ته ورسيږی ، نو و به يي مني.

د ١٩٩٨ کال په سپتمبر کې خاو جينګ جينګ په بريالۍ توګه د دغه پوهنتون د بهرنيو ژبو د پوهنځی لخوا ومنل شوه او ورپسې يي د همدغه پوهنتون د ښوونېزو علمو په څانګه کې د دوکتورا درجې د تر لاسه کولو لپاره شامله شوه . د ٢٠٠٤ کال په مې کې خاو جينګ جينګ د دوکتورا تيزس په اړه د استاذانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ازموينه کې بريالی شوه او د ډاکتری ډيپلوم يي تر لاسه کړ چې له دې امله اغلی خاو په چين کې لومړنی معيوبه نجلۍ ده چه د دکتری علمي درجه يي لاس ته راوړي ده .

د زده کړي په موده کې خاو جينګ جينګ د خپلو افکارو پرمختګ هم له پامه ونه غور ځاوه . د ٢٠٠٣ کال په می کې هغه د يوې ګوندې غړې په توګه ومنل شوه . هغې وويل چې د چين د کمونيست په ګوند کې شامليدل زما د کلونو کلونو هيله ده او زما د نوي ژوند مبدا او سرچينه هم ده . زه به خلکو او هېواد ته د لا زياتو خدمتونو د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړم .

له دې نه وروسته خاو جينګ جينګ د نان جينګ د ښوونکو د روزنې په پوهنتون کې يوه ښوونکې وټاکل شوه . د خپل کار په لومړی کال کې د خاو جينګ جينګ په مشرۍ د ولايت په درجه يو پوهنيزې څېړنې پروګرام پلی کړ او په مرکزي مجله کې يی څلور تيزسونه خپاره کړل . په عين وخت کې هغه په پرله پسی دوو تحصيلې دورو کې د غوره ښوونکې وياړلی نوم تر لاسه کړ .

په خپل فارغ وخت کې خاو جينګ جينګ تل د ماشومانو او ځوانانو د روحي ستونزو د ليرې کولو لپاره د جيانګ سو د مجرمو هلکانو د روزنې مرکز او يتيمخانې ته تللی او زيات شمير کتابونه يي په وړيا ډول دغه مرکز ته ورکړيدي .

د خپلو کوښښونو او خدمتونو له امله خاو جينګ جينګ په تېرو څو کلونوکې د

جيانګ سو ولايت له خوا بېلا بېل وياړلي نومونه تر لاسه کړی ، خو د دغو وياړلو نومونو په وړاندي خاو جينګ جينګ وويل : په تېرو کلونو کې خپل پوهنتون له ما سره ډېره مرسته کړې او د خپلې ودې په ترڅ کې يی ما ته د پرمختګ لار ښودلی ده . اوس زه يوازی خلکو ته د لا زياتو خدمتونو د ورکولو له لارې د ګوند او هېواد له روزنې او تربيې څخه د خپلې مننې احساسات څرګندوم .

ګرانو اوريدونکو ، د ښځې او ټولنې نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد او ستاسو د کاميابۍ او خوشحالۍ په هيله .