<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-09 18:55:52    
د بيجنګ ښار د خلکو اوسيدا په سيمو کې تاوده سپورتي فعاليتونه

cri

د چين د پلازمينې بيجنګ ښار په جنوب ختيځ کې د نونګ ګوانګ لي په نامه د خلکو د اوسيدا ناحيې په يو ميدان کې د هرې ورځې په سهار د نغمې اواز د پورته کيدو سره په بدرګه شل ګونه کسان په خپلو سپورتي فعاليتونو ﻻس پوري کوي ، له دوي څخه ځيني کسان د تاي جي په نامه د تورې وهلولوبه کوي او ځيني د تاي جي په نامه وو شو ورزش کوي ٠ دوي غواړي چې د دغو سپورتي فعاليتونو له لارې خپله روغتيا وساتي او ځان يې تکړه کړي ٠

له دعو کسانو څخه يوه ښځه چي ليو سيو مينګ نوميږي تر ټولو وړاندې د بل ځای څخه د تاي جي په نامه يې د تورې وهلو لوبه زده کړې او بيا يې په دې ناحيه کې نورو خلکو ته دغه لوبه ورزده کوي ، تر اوږدې مودې وروسته اوس تقريبأ اتيا تنه کسان د ميرمن ليو سيو مينګ څخه د تاي جي تورې لوبه زده کوي ، ګواکي يو لوي سپورتي ټيم رامنځته شوی دی ، ټول کسان هغې ته سرروزونکې وايي ، د دغه ټيم د يادونې په ترڅ کې ميرمن ليو په وياړمنه توګه وويل د سپورتي فعاليتونو د ترسره کيدو له امله د خلکو بدنونه ورځ په ورځ تکړه کيږي ، هغه وويل زمونږ ټول ملګري ډېر تاوده احساسات لري ، له دوي څخه ځيني سپين ږيري او سپين سران دي

او ځيني يې ځوانان دي ، زمونږ سپورتي فعاليتونه د اووکلونوراهيسي دوام لري ،د اوږدې مودې د ورزش له لارې د ټولو ملګرو روغتياد پخوا په پرتله نوره هم ښه شوې ده ٠

د دغه ټيم هر غړي دا احساس لري چې په سپورتي فعاليتونوکې يې له ګډون وروسته په خپل بدن کې ستر بدلون رامنځته شوی دی ، يوې تقاعدشوې ميرمن زمونږ خبريال ته وويل په فعاليتونو کې تر ګډون وروسته په ژمي کې اساسأ زه ريزش نه کوم ، زمونږ روزونکې يوه ډېره ښه استاده ده ، زه هر سهار دې ځاي ته راځم او د اوستادې تر ښوونې لاندې د تاي جي توره لوبوم ،

د دې ټيم مشر ښاغلي وانګ به خوا وويل زمونږ د ټيم د زياترو غړو روغتيا پخوا ښه نه وه ، د ځينو کسانو د وينې فشار لوړ و او ځيني کسان په شپه کې بي خوبه وو ، د ورزش له لارې د دوي بدنونه غښتلي او روحيه يې هم ښه شوي ده ٠ هغه وويل د اوو کلونو د ورزش او سپورتي حرکتونو له ﻻرې زمونږد ټولو ملګرو صحت ښه شوي او د ځينو کسانو ناروغي هم له منځه تللې ده ، مونږ په ټول کال کې ورزش ته دوام ورکوو د تورې وهلو لوبې برسيره د نونګ ګوان لي په نامه د خلکو د اوسيدا په سيمه کې خلک د نورو سپورتي فعاليتونو سره مينه لري ، د دې سيمې اوسيدونکو د کميتې مشرې ميرمن جاو لي خوي وويل اوس زمونږ په ناحيه کې رنګارنګ سپورتي فعاليتونه روان دي ، د بيلګې په توګه د بدمينتون ټيم ، د تاي جي تورې وهلو ټيم او د نڅا ټيم شته ، هنري او سپورتي فعاليتونه د اوسيدونکو زياته علاقه راجلبوي او د خلکو د يوځای کيدو رول لوبوي ، خلک په سپورتي فعاليتونو کې د ګډون لپاره له خپلو کورونو څخه دغه ميدان ته راځي ، نو له دې امله د خلکو ترمنځ د تماسونو فرصتونه زياتيږي او يو د بل سره ښه پيژندنه کولای شي ، که څوک له کومې ستونزې سره مخامخ وي نو نور ورسره مرسته کوي ٠

البته دخلکو د اوسيدا په سيمو کې د ولسي سپورتي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره يو لړ ستونزې هم موجودې دي ، مثلأ د ورزش ځای تنګ دی او سپورتي تجهيزات کم او ساده دي او داسي نور٠

د نونګ ګوانګ لي د سيمې ولسي سپورتي فعاليتونه يوازي د بيجنګ په ښار کې يوه بيلګه ده ، د عامو خلکو په منځ کې د سپورتي فعاليتونو ترسره کولو لپاره د بيجنګ ښاروالي د ٢٠٠٦ کال د مارچ په لومړي ورځ په دې اړه يو سند خپورکړ او د عامو خلکولخوا د سپورتي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره يې يو قانوني سند ټاکلی دی ، په ٢٠٠٨ کال کې د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو د جوړولو د تدارکاتي کار د سالم پرمختګ سره سره په بيجنګ ښارکې د خلکو د اوسيدا سيمو په سپورتي تاسيساتو او تجهيزاتو کې هم د ليدو وړ ښه والی راغلی دی ، ويل کيږي چې د بيجنګ د خلکو د اوسيدا په سيمو کې به سپورتي فعاليتونه ﻻ لوي پرمختګ وکړي ٠