<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-09 19:46:36    
 د بشريت د اورګاډۍ سر ___ زاتوپيک

cri
 د هلسنګی د اولپميک په ١٥ سپورتی لوبو کی په اوږد واټن ځغاسته کی د چک لوبغاړی زاتوپيک ډير بريالی او مشهور شو او نه يوازی د پنځو زرو او لسو زرو په دوو لوبو کی ، بلکه د ماراتون په مسابقه کی يی هم طلايی مډالونه وګټل چی دا د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی يوازنی برياليتوب ؤ . د ماراتون له دغی لوبې وروسته د جامايکا لوبغاړی چی د ٤٠٠ مترو په ٤ کسيزه ريلی ځغاسته کی يی يوطلايی مډال ترلاسه کړی و ، زاتوپيک پر اوږو کړ او د لوبغالی په شاوخواکی يی ګرځاوه چی نندارچيانو ته يی خپل مراتب او احساسات څرکندول .له دی امله لوبغاړی زاتوپيک د بشريت د اورګاډۍ د سر په نامه ياد شو .

* د اورګاډي سر چلوونکی __ زاتوکووا

د چک لوبغاړې زاتوکووا د ښځو د نيزه غورځولو په لوبه کی ډيره تکړه وه او د هلسنګي د اولمپيک په سپورتی لوبو کی له ګډون مخکی يی له مشهور لوبغاړی زاتوپيک سره واده وکړ . له هغه وروسته چی ميړه يی د اوږد واټن ځغاستی په لوبو کی دري طلايی مډالونه وګټل ، د ١٩٥٢ کال د جولای په ٢٤ نيټه دې هم د نيزه غورځولو په مسابقه کی يو طلايی مډال ترلاسه کړ . د همدی ورځې په ماښام لوبغاړی زاتوپيک د ټوکې په ډول خپلې ميرمنې ته وويل ، دده د طلايی مډالونو په مرسته زاتوکووا هم يو طلايی مډال ګټلی دی . نو د

دې د برياليتوب نيمه برخه بايد دهغه وی . خو زاتوکووا د ميړه خبره رد کړه او ورته و يی ويل ، که دا رښتينی خبره وی ، نو ته خپل طلايی مډال يوې بلی ښځی ته ورکړه او ګوره چی يوه نيزه ٥٠ متره لری وغورځولی شی که نه ؟

* د جمناستيکی لوبې اتل __ ويکتور چوکارين

د شوروی اتحاد د جمناستيک لوبغاړی ويکتور چوکارين د ٣١ کالو په عمر د هلسنګی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی برخه واخيسته او پکی يی څلور طلايی او دوه د سپينوزرو مډالونه ترلاسه کړل . لوبغاړی چوکارين د دوهمی عمومی جګړی په موده کی يو سرتيری ؤ . له اوکراين څخه راغلی دغه زلمی د جرمنی پوځ لخوا ونيول شو او د يهوديانو د ځپنی او وژنی په يوه ځانګړی زندان کی يی څلور کاله تير کړل . له نيکمرغه خبره دا وه چی وروسته چوکارين د شوروی اتحاد د سره پوځ لخوا وژغورل شو . د دوهمی عمومی جګړی له پای ته رسيدو وروسته چوکارين بيا هم جمناستيکی لوبوته مخه کړه ، د هلسنګی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ګډون په مهال د هغه عمر له نورو برخه والو لوبغاړو څخه زيات ښکاريده .

* د ملبورن د اولمپيک ١٦ سپورتی لوبې

د اولمپيک ١٦ سپورتی لوبې د ١٩٥٦ کال د نوامبر له ٢٢ نه د دسمبر تر ٨ نيټې پوری د استراليا په ملبورن ښار کی ترسره شوې . د ٧٢ هيوادونو او سيمو ٣٣١٤ تنو لوبغاړو ته په دغو لوبوکی د برخی اخيستنې بلنه ورکړه شوی وه . په دغو سپورتی لوبو کی د ١٧ سپورتی لوبو ١٤٥ مسابقی شاملی شوی او د لامبو وهلو

په ګډون په ځينو لږو لوبو څه تنظيمات شامل شول .

* ملبورن

ملبورن د استراليا دوهم لوی ښار او د ويکتوريا ايالت مرکز دی ، او له ١٩٠١ کال څخه تر ١٩٢٧ کال مودې په اوږدو کی د استراليا فدراسيون د پلازمينی په توګه ټاکل وشو چی اندازه يی يوازی له پلازمينې سيدنی څخه وړه وه . دغه ښار د فليپ بندری خليج د يارا سيند په ځوړکی پروت دی او يو نوی جوړشوی صنعتی او سمندرغاړی ښار بلل کيږی .