د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : د پاکستان د ټايمز ورځپاڼې د می په لسمه نېټه دا راپور ورکړ چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د بلوچستان ، پنجاب ، صوبه سرحد ، سند او د پاکستانې کشمير له سيمه ايزو کورنيو چارو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې په خپل هېواد کې د چين د اتباعو د امنيت د ساتلو لپاره اغيزمن تدبيرونه ونيسی .
دغه وزارت د اسلام اباد د ځانګړې اداری سيمې چارواکو ته حکم ورکړ چې د چين د اتباعو پر ضد د ترهګرو د بريدونو مخنيوی وکړي .
د دغه وزارت يو چارواکی وويل : په پاکستان کې ، په تېره بيا د بلوچستان په ولايت کې د چين د انجنيرانو د امنيت ساتل يو ډېر مهم کار دی او پاکستان به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابی کړی .