<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-10 18:19:08    
د چين په بيلا بيلو سيمو کې د ځوانانو جشن لمانځنه وشوه

cri

د می څلورمه نېټه د چين د ځوانانو د خوځښت له ورځې سره برابره ده او دغه خوځښت د هغې دې پيښې له امله وټاکل شو : د ١٩١٨ کال د نوامبر په يوولسمه نېټه لومړی نړېواله جګړه چې څلور کاله يی دوام درلود ، د بريتانيا ، امريکی او فرانسی په بريالتوب پای ته ورسيده . د ١٩١٩ کال د جنوری په مياشت کې بريالي هېوادونو د فرانسی په پلازمينه پاريس کې سوله ايزه غونډه تر سره کړه او د برياليو هېواد په توګه چين هم په کې برخه واخيستله . خو په دې غونډه کې د چين د استازی لخوا په خپل هېواد کې د بهرنيو هېوادونو د امتيازاتو د لغوه کولو په ګډون ټول معقول وړانديزونه و نه منل شول . نو د همدې کال د می په څلورمه نېټه د بيجينګ پوهنتون د زده کوونکو په ګډون درو زرو تنو محصلينو د چين د تيان ان من په ډګر کې د خپل هېواد د قانوني حقونو د ساتلو او د هېواد په دننه کې بد عمله کسانو ته د سختې سزا ورکولو لپاره لوی لاريون وکړ .

د دغه خوځښت د يادونی لپاره د چين د ولسی جمهوريت له جوړولو وروسته مرکزی حکومت په رسمی توګه د می څلورمه نېټه د چين د ځوانانود جشن په نامه وټاکله او د ١٩٥٠ کال د اپريل په مياشت کې د چين د کمونستی ځوانانو د ټولنی مرکزی کمېټی پرېکړه وکړه چې د می څلورمه نېټه د دې ټولنی د جوړولو د يادونی ورځې په توګه وټاکي .

د دغې ورځې د يادونې لپاره د چين په بيلابيلو ځايونو کې راز راز فعاليتونه ترسره

شوي دي ، د چين په دننه کې د بيلابيلو ولايتونو او ښارونو د ځوانانو ټولنو په پر له پسي توګه د دغې ورځې د ياد ونې فعاليتونه ترسره کړي دي .

څو ورځی د مخه د چين د کمونستی مرکزی کمېټی او د ځوانانو ټولنی په ګډه پريکړه وکړه چې هغو لسو غوره ځوانانو ته د می د څلورمی نېټی په نامه مدالونه ورکړي چې د هيواد د اصلاحاتو او ورخلاصون او د عصری کيدو د أبادی په برخه کې يي مهم رول لوبولی دی . په ١٩٩٧ کال د چين د کمونستو ځوانانو ټولنی مرکزی کمېټی او د ځوانانو ټولنی د چين د ځوانانو د می د څلورمی نېټی په نامه مډال وټاکه او هر کال د دې جشن د لمانځنې په مراسمو کې غوره ځوانانو ته ورکول کيږي . د دغې وياړنې د ورکولو موخه د ځوانانو د بيلګې جوړول دی . تر اوسه پوری دغه فعاليت د لسو ځلو لپاره تر سره شو چې د ټول هېواد ځوانانو ته وړانديز کوي چې د چيني ملت د أبادی او سمسورتيا لپاره خپلی پوهنې او ځواکونه وقف کړي ٠

په همدې ورځ د چين صدراعظم وين جيا باو په ځانګړی توګه د بيجينګ د ښوونکو د روزنی پوهنتون ته ولاړ او له محصلينو سره يی ليدنه کتنه وکړه . هغه له محصلينو سره يو ځای د ځوانانو د جشن لمانځنه وکړه او د کمونست ګوند د مرکزی کمېټی او د دولتی شورا په استازيتوب يې د هېواد ګڼ شمير ځوانانو ته د جشن مبارکی وويله .

د هانکانګ په ځانګړی اداری سيمه کې هم د دې جشن د لمانځنی لپاره بيلا بيل فعاليتونه تر سره شول . په همدې ورځ سهار د محلی سيمی ځوانانو او د هېواد د ستری برخی سيلانيانو په يو لوی ډګر کې د ملی بيرغ د پورته کولو په درندو مراسمو کې برخه واخيستله چې دا په هانکانګ کې د دې جشن د لمانځنې لومړنی مراسم ؤ . هغه ټيمونه چې د ملی بيرغ د پورته کولو دنده يې په غاړه درلوده ، ټول د زده کوونکو لخوا جوړ شوي وه .