<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-10 18:36:23    
پر څرخ لرونکي څوکۍ باندې د کورني ښوونکي لي يو شنګ

cri

ښاغلي لي يو شنګ سږکال دوه څلويښت کلن دي او د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې په و روموچي ښار کې اوسيږي ٠ دوه کلن وه چه د دوو پښو د فلج د ناروغۍ له امله يي د تللو توان له لاسه ورکړ ٠ ويل کيږي چه له وړکتوب څخه تر اوسه پوري څرخ لرونکي څوکۍ دده له ژوند څخه نه دي جلا شوي ٠ لږه موده د مخه زمونږ خبريال د وروموچي ښار د اوسيدونکو په يوه سيمه کې د ښاعلي لي يو شنګ سره مرکه وکړه ٠ د يوه معيوب سړي په توګه ښاغلي لي يو شنګ طبيعيت ډير ښه دي ٠ د خپلې ودې د يادولو په وخت کې وويل د دوو کالو په وخت کې د لوړې تبې له امله د ماشوم د فلج په ناروغۍ اخته شوم ، د دغې ناروغۍ د رامنځته کيدو په لومړنيو وختونو کې زما دوو پښو احساس درلود ، دغه ناروغۍ که په وخت تر علاج لاندې ونيول شي ، نو د روغيدو امکان لري ، خو په هغه وخت کې دده کورني ژوند ډيرې ستونزې درلودې او ناروغۍ يي په وخت تر علاج لاندې نه وه راغلې ٠ دوه لس کلن وه چه پلار يي مړ شو ٠ که څه هم ژوند يي ډيرې ستونزې درلودې ، خو ښاغلي لي يو شنګ له وړکتوب نه په جرأت سره د کور د ژوند بار په غاړه واخيست او له بلې خوا يي پر درس لوستلو باندې ټينګار کړي دي ٠ هغه تل د څرخدار څوکۍ په چلولو سره د سهار او شپې او د يکشنبه د تفريح په وختونو په لارو کوڅو کې ځيني ورځني کوچني شيان ، سبزي او ميوي په خرڅولو لګيا و او له دې لارې د تر لاسه شويو پيسو په واسطه يي په ښونځيو کې د خپلو څلورو کشرو وروڼو او خويندو د درس لوستلو ټينګ ملاتړ کړي دي ٠ دغه راز ښاغلي لي يو شنګ هم په ډير کوشش سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په ښونځيو کې يي ډير ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي دي ٠ له منځني ښونځي څخه د فارغيدو نه وروسته هغه په ډيرو ښو موافقيتونو سره د شينجيانګ پوهنتون د بهرني ژبو د څانکې له خوا ومنل شو ٠ په پوهنتون کې د خپلو زده کړو په اړوند ښاغلي لي يو شنګ وويل زما له پاره د ژمې تيرول ډيرې ستونزې لري هر کله چه ژمي راځي ، زه بايد دوخت د مخه د بدن د ګرمۍ ساتنه وکړم ٠ ځکه زما دوې پښې د ګرمي احساس نه لري ، نو که ګرمې ښه و نه ساتل شي ، نو په ژمي کې کله کله د يخني له امله ټپي کيږي ٠ که څه هم ډير کړاونه مي زعملي دي ، خو هيڅکله مي درسونه نه دي بند شوي ٠

ښاغلي ليو يو شنګ د انګلسي ژمې د ښه زده کولو له پاره په کوشش سره ډيرې ستونزې ليري کړي دي ٠ په فارغ وخت کې هغه تل د څرخدار څوکۍ په چلولو سره هغه ځايونو ته ځي چه بهرنيان پکې راغونډ شوي ، په انګليسي ژبې له بهرنيانو سره خبرې کوي څو چه د انګليسي ژبې د ويلو په هکله خپله سويه اوچته کړي ٠ په هغه وخت کې له نوي زيلاند نه راغلي يوه ښځه او دده خاوند د ښاغلي لي يو شنګ د عمل له امله ډير متاثره شول او د زده کولو څخه د ملاتړ په ډول يي د اوکسفورد د انګليستي ژبې قاموس او اړوند اسناد د تحفي په توګه ور ليږلي دي ٠ دغو انګليسي درسي کتابونو د ښاغلي لي يو شنګ د انګليسي ژبي د سويې د اوچتيدو له پاره مهم رول لوبولي دي ٠ په همدغه وخت کې ښاغلي لي يو شنګ پريکړه وکړه چه وروسته به د انګليسي ژبي يو شخصي ښوونکي وګرځي ٠

په ١٩٨٤ کال کې ښاغلي لي يو شنګ دده د اوسيدو په سيمه کې خپل لومړني زده کونکي ومانه او د انګليسي ژبي د ښونې په کار يي پيل وکړ ٠ وروسته ښاغلي لي يو شنګ د خپلې رواني انګليسي ژبې او ځانګړي تدريسي لارې په واسطه زيات زده کوونکي ځان ته راجلب کړل ٠ له دي امله چه د زده کونکو شمير ورځ په ورځ زيات شوي ، د ځايي حکومت په مرسته د ښاغلي لي د اوسيدو په شاخوا کې يو ه لويه کوټه جوړه شوه او څه د پاسه اتيا تنه زده کونکي پکي ومنل شول ٠ زده کوونکي هو ون که وويل زما په سترګو کې استاز لي لکه زما مشر وروراو دوست په شان دي ٠ هغه تل په انګليسي ژبې له مونږ سره ټوکي وايي او مونږ ته په زړه پوري کيسې کوي څو چه د انګليسي ژبي د زده کولو په هکله زمونږ دلچسپۍ او عزم اوچت او ټينګ شي

٠اوس ډير هغه زده کونکي چه د ښاغلي لي يو شنګ روزنه يي منلې ده ، په ټولنه کې د بانک ، قانون جوړولو او د علمي څيړنې په چارو کې پوخت دي ٠