<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-10 18:53:59    
د کڼو او ګونګيانو لپاره د اشارو ژبې د پيژندنې او ترکيب سيستم

cri

تاسی د کڼو او ګونګيانو د اشارو ژبه پوهيږي ؟ تاسی له دوي سره څنګه نظرونه تبادله کوئ ؟ لږه موده دمخه دچين د علومو اکاډمۍ د حساب کوونکي تکنولوژۍ انستيتوټ په بريالۍ توګه د اشارو ژبې د پيژندنې او ترکيب سيستم جوړ کړ چه ددې سيستم له لارې کاڼه او ګونګيان خپلې نظريې څرګندولی شي او له نورو عادي کسانو سره د نظرونو تبادله کولی شي .

خبريال __ اسلام عليکم

د ژبې د ترکيب سيستم __ عليکمالسلام

خبريال ___ ډير خوشحاله يم چه تاسي پيژنم .

د ژبې د ترکيب سيستم __ زه هم

خبريال ___ تاسی په فارغ وخت کې څه کوئ ؟

د ژبې د ترکيب سيستم ___ مغازې ته ځم ، سيل کوم او يا کارتوني کتاب ګورم .

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس خبريال د ما اين نومی کڼې نجلۍ سره خبرې وکړې چه دا مرکه د اشارو ژبې د پيژندنې او ترکيب سيستم له لارې تر سره شويده . دغه سيستم د يوه کمپيوتر او د کوڼ له دوو دستکښونو سره تړل شوی چه د کاڼه لخوا د ټايپ شوې لغتونه په غږ بدلوي ، همداشان د خبريال خبرې د اشارو په ژبې هم بدليږي چه بهير يي يوازي څو ثانيې دي . ډاکټر چن يي چيانګ خبريال ته وويل د اشارو ژبې د پيژندنې کلي هغه ځانګړي دستکښونه دی چه د کڼو کسانو د لاسونو اشارې د کمپيوتر له لارې د چين ملي ژبې ژباړلۍ شي ځکه چه په هر دستکښ د احساس اتلس اتوماتيک کليانی او د ځاي څارنې أله لګول شوي او دغې

وړوکي پرمختللي أله پنځه زره نښې پيژندلی شي . نو کڼه نجلۍ ما اين څنګه د خبريال په خبرو پوهيږي ؟ ډاکتر چن وويل چه دغه بهير د اشارو ژبې ترکيبات دي چه د اشارو ژبې له پيژندنې څخه اسانه دي . اوس په بازار کې د غږپيژندنې لپاره ډير نرم زيرميز اخيستل کيږي او د ډاکتر په وينا ددوي لخوا جوړه شوې أله لومړي د ميکروفون لخوا غږونه ټولوي او د غږ پيژندنې د نرم زيرميز له لارې په ليکونو بدلوي او په پايله کې د کمپيوتر لخوا د اشارو ژبه کاڼه ته ښيي .

د ازموينې سره سم کوڼ د دې ألې له خوا په سلو کې پنځه نوي ښودل شوي اشارې پيژني . نن ددې ألې په وسيله کاڼه او ګونګيان له عادي کسانو سره په اسانه توګه د نظرونو تبادله کولی شي . د يادونې وړ خبره دا ده چه اوس په چين کې شل مليونه تنه د اوريدو او ويلو له خنډونو سره مخامخ دي ، نو ددوي په ژوند کې ډير مشکلات او ستونزې پيدا کيږي مثلا په بانک کې د پيسو د زيرمو او په روغتون کې د ناروغيو د درملنې په بهير کې ډير رنځورونه ګالي . شک نه شته چه ددې ألې ابتکار ددوي د ژوند لپاره زياتې اسانتياوې برابروي .

د بيجينګ د کڼو ماشومانو دريم ښوونځي ښوونکې لي ددې ألې په کارولو کې ډيره تکړه ده او و يي ويل چه په ښوونځي کي له زده کوونکو سره د اشارو ژبې يعني د اشارو له لارې خبري کوي ، خو په ديجيتال دستکښ کې د بريښنا بهير شبکه مشکله ده او د وړلو وړ نه ده . ميرمن تونګ وي غواړي چه خپلې لور ته دا أله واخلي ، خو بيه يي ډيره ګرانه ده . هغې وويل دغه أله ډيره ګرانه ده ، نو د اخيستلو توان يي نه لري .

. اوس د چين د علومو اکاډمۍ د حساب انستيتوت کارپوهان د ياد شويو مسئلو د حل لپاره هڅه کوي . ميرمن وانګ چه د ډاکتر چن همکاره ده ، خبريال ته وويل چه اوس مونږ د دې ألې د بيې د کمولو او د کارولو وخت د اوږدوالي لپاره هڅه کوو .

که څه هم دغه أله زياتې نيمګړتياوې لری ، خو له عادي کسانو سره يي د کڼو او ګونګيانو د نظرونو د تبادلې لپاره لاره هواره کړيده . نجلۍ تيان من ددې ألې په کارولو سره ډيره خوشحاله ده او و يي ويل . زما نوم تيان من دی او سږ کال شپاړس کلنه ده . اوس د پوهنې او تکنولوژي ډيرپرمختګ کړيدی ، که تاسي د اشارو ژبې په باب کوم معلومات نه لري ، خو د دې ألې له لارې زما په خبرو هم پوه شي .