<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-11 20:38:30    
د کارګرو د نړېوال جشن په يوه اونۍ کې د چينائي سيلانۍ څپې

cri

چين ته د سفر په دې برخه کې به د کارګرو د نړيوال جشن د اوه ورځنيو رخصتيو په موده کې د چينائي سيلانيانو د څپو په باره کې په زړه پوری معلومات واورئ چه دغه يوه اونۍ د چينايانو په وينا د طلايي اونۍ په نامه ياديږي .

په ١٩٩٩ کال د چين حکومت د سيلانۍ چارو د پياوړتيا ، د استخدام د فرصتونو د زياتوالي لپاره د طلايی اونۍ په نامه د سيلاني څپې د راپورته کولو پلان چمتو کړی په دی معنا چې هر کال د می له لومړی نېټی څخه تر اومی نيټې پوری يعنی د کارګرو د نړېوال جشن او د اکتوبر له لومړی نېټی څخه تر اومې نيټې پورې يعني د ملی جشن په موده کې د ځينو سازمانونوسر بيره د زيات شمير ځايونو کارکوونکی د يوې اونۍ لپاره رخصتی کوی چه کولای شي د رخصتيو په موده کې بهر ته په سيل ولاړ شي يا لوبې وکړي ، نو دغه اوه ورځني موده د طلايی اونۍ په نامه ياديږی .سږ کال د دغه پلان د پلي کولو اوم کال دی او د سيلانۍ په چارو کې لا هم د تيرو شپږو کلونو په شان توده څپه رامنځته شوې ده .

____موسيقې _____

زمونږ خبريال د دې جشن له رارسيدو مخه د چين د نړېوالې سيلانۍ په څانګه کې دا وليدل چې زيات شمير سيلانيانو بهر ته د سفر په هکله له کارکوونکو څخه پوښتنې کولې . د دغې څانګې کارکوونکی ښاغلی لی خبريال ته وويل ___اواز____

د می د کارګرو د نړيوال جشن به ژر راورسيږي او په دې طلايی اونۍ کې ډيرو کسانو بهر ته د سفر پلانونه جوړ کړيدي ځکه دوي له پسرلنی اختر څخه تراوسه

پوری د څو مياشتې کار کړي دي . نو غواړي چه د اوه ورځنيو رخصتيو په موده کې د ستړيا د ليري کولو او له طبيعت څخه د خوند اخيستلو لپاره د هيواد بيلا بيلو منظره لرونکو ځايونو ته ولاړ شي چه له دې امله يي زمونږ څانګې ته راغلي او د سيلانۍ په بيلا بيلو ډلو کې يې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي د ي .

په وروستيو کلونو کې په هره طلايی اونۍ کې بهر ته سفر د لا زيات شمير چينايانو په خولو ياديږي ، ويل کيږي چې طلايی اونۍ د سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره ستر رول لوبولی او لوبوي يی چه له امله يی د چين حکومت د سيلانۍ اړوندو کارونو ته زياته پاملرنه کوي او په تيره طلايي اونۍ کې د بيلا بيلو منظری لرونکو ځايونو د سيلانۍ څانګو د سيلانيانو د اړتياوو د پوره کولو او د دوی د امنيت د ساتلو ، د ترافيکي ګڼې ګوڼې او بنديزونو د ليري کولو او سيلانيانو ته د خوندورو خوړو او هستوګنې د برابرولو لپاره يې ښه ښه کارونه کړي دي .

د بيجينګ ښاريان د هيواد جنوبي ځايونو ته له سيل سره ډيره مينه لری . دا معلومات د چين د نړېوالی سيلانۍ څانګی کارکوونکی ښاغلی لی ورکړل ___اواز____

د چين په جنوب کې د يو نان او های نان ولايتونه او د ختيځ چين ساحلي سيمې د سيلانيانو هدفونه دي ، د چين په شمال کې خلک د کارګرو د نړيوال جشن په موده کې د هېواد جنوب ته ځي ، مثلأ د های نان په ولايت کې د سمندر سيل کوي او يا د ګرمې سيمې دود دستور له نژدي ګوري .

سربيره پر دې د سږ کال د طلايی اونې په وخت کې کليوالو سيمو ته سفر هم ډير زيات سيلانيان راجلب کړيدي ، نو په دې موده کې د بيلا بيلو کچو حکومتونو

کليوالو سيمو ته د ٢٠٠٦ کال سفر په نامه ځانګړی فعاليتونه تر سره کړي او د

سيلانۍ تګلاری يي ټاکلې دی .د بيجينګ او شانګهای په لويو ښارونو کې د کارکوونکو لپاره د سيلانۍ تګلاری او پروګرامونه جوړ شوی ، د بيلګې په توګه د بيجينګ په شاوخوا کليو کې د سفر څلويښت لاری پرانستل شوی چې د دغو توريستي لارو په اوږدو کې منظره لرونکی ځايونه ، دوديز کلی ، صنعتی او کرنيز تجربوي باغونه ليدل کيږي .

ښاغلی ګونګ د رخصتيو په موده کې بيجينګ ته نژدی په يو کلی کې څو ورځې تيرې کړې او په خوښۍسره يي خبريال ته وويل ___اواز___

د طلايی اونۍ په موده کې مې د بيجينګ د می يون په سيمه کې دوه ورځی تيرې کړې او غره ته د ختلو او کبان نيولو څخه مې د خپل روح د أرامولو په هکله زياتې ګټې تر لاسه کړي دي .