<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-12 18:27:47    
د بيجينګ له تفريحي ځاي سره زما لومړنى پيژندنه

cri

درنو اوريدونکو اسلام عليکم! هيله ده چې روغ جوړ او خوښ اوسۍ، په همدې هيله راځو د نن ورځې بهرنيان په چين کې برخې ته ،عزتمندو اوريدونکو تيره اونۍ په چين کې د کارګرو د جشن په وياړ يوه اونۍ رخصتي وه،او ګڼ شمير خلک د وخت د ښه تيرولو او ساعتيرۍ لپاره نورو ځايونو او حتی نوروليرې ښارونو او ولايتونو ته ولاړل ،او د طلايي اونۍ تر نامه لاندې يې دغه ورځې په خوښيو سره تيرې کړې،موږ هم تر يوه حده له دغو چکرونوڅخه بې برخې نه وه او څو ښکليو ځايونو ته ولاړو چې پدې اونې کې به تاسو ته يواځې د يوې ورځې د خپلو سترګو ليدلي حال بيان کړم، د رخصتۍ په لمړۍ ورځ سهار د راديو ودانۍ ته ولاړم،له مخکې څخه مې د پښتو څانګې له مديرې او له خپلې همکارې هوسۍ سره ژمنه کړې وه چې په ګډه سره به د بيجينګ ښار منځنۍ برخې ته ولاړ شو ځکه هغوي مخکې ماته ويلي وه چې هلته د ليدلو وړ ډير څه شته،نو د خپلې ژمنې سره سم دواړه پخپل وخت راغلل او د بيجينګ مرکزي سيمې په لور مو د تلو تکل وکړ،پاتې دې نه وي چې بايد ووايم لاره ښايسته ليرې ده،موږ په لمړي سر کې مشوره وکړه چي هلته د ورتګ لپاره په کومې وسيلې سره ولاړ شو،ټکسي، مترو يا تر ځمکې لاندې اورګاډي او يا هم د بس په وسيلې سره؟،خو په پايله کې مو فيصله وکړه چې د ښار د ځينو برخو د ليدلو لپاره بايد په بس کې ولاړ شو ،په ځانګړي نمره بس کې پورته شولو،او د لارې په اوږدو کې د پښتو څانګې مديرې او هوسۍ د بيلابيلو ځايونو په اړه معلومات راکول، شاخوا يو ساعت وروسته موږ د تيان مېن ډګر ته ورسيدو،اوس به دلته د نوموړي ډګر په اړه تاسو ته خپل تر لاسه شوي يو څه معلومات درکړم،تيان مېن ډګر يوه ډيره ستره ساحه ده د بيجينګ د نورو سيمو په پرتله دلته لوړې ودانۍ هومره زياتې نه ليد ل کيږي ،او له ليرې څخه د چين پخوانۍ دوديزې ودانۍ تر سترګو کيږي،د ډګر په منځنۍ برخه کې د چين د اتلانو څلۍ موجود دی،چې هره ورځ هلته په زرګونو تنه چينايان او په سلګونو بهرنيان ورځي، او هغو کسانو ته د درناوي مراتب پر ځاي کوي چې د چين د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره يې خپل ځانونه قربان کړي وه،ما لمړی ځل وه چې په دومره زياته شميره بهرنيان پدغه سيمه کې وليد ل،ځکه په هغه سيمه کې چې زه ژوند کوم دومره ډير بهرنيان نشته ،د مختلفو هيوادونو او ځايونو څخه راغلي ډلې ،ډلې کسان هرې خواته روان وه،او هرې ډلې د خپلو ملګرو د نه ورکيدو لپاره ځانګړي بيرغونه له ځان سره ليږدول،د نوموړي ډګر په يوه برخه کې په ليکه کې ولاړو په لسګونو کسانو زما پام ورواړاوه،نو ژر مې له خپلو همکارانو څخه د هغو په اړه پو ښتنه وکړه،دوي وويل چې پدې سيمه کې د نوي چين د بنسټ ايښودونکي او دهيواد د پخواني ولسمشر مقبره ده،او دغه کسان چې په ليکه کې ولاړ دي غواړي هغه وګوري،څرنګه چې زموږ وخت دومره ډير نه وه نو هلته ولاړ نشولو،د واټ په بله خوا کې د چين پخوانۍ لويه دوديزه ودانۍ تر سترګو کيږي،دا هغه ودانۍ ده چې د نوي چين د جوړيدو په وخت کې دنوموړي هيواد فقيد مشر مآو زيدانګ پکې د چين د ولسي دولت د جوړيدو يا تاسيس اعلان وکړ، او ما وليدل چې هلته هم په سلګونو تنه وروان وه،خو بيا هم د وخت د کموالي له امله موږ هلته په ورتلو بريالي نشولو،خير که ژوند نو په راتلونکې کې به ورشو،او د هغې ودانۍ له دننه څخه به تاسو ته معلومات درکړم، د تيان مېن د ډګر په بل اړخ کې بيا د دولتي موزيم ودانۍ هم ليدل کيږي ،چي په بيجينګ کې د ٢٠٠٨ کال د المپيک لوبو ځينې اعلانونه پرې راځوړند وه،او که موږ هلته تللي واي نو په کار وه چي بيا نو نورو ځايونو ته له ورتګ څخه مو ډډه کړي واي ،ځکه د هغه ځاي د ليدلو لپاره بشپړه يوه ورځ په کار ده تر څو ټول شيان په پوره توګه وکتل شي،موږ يواځې د ځينو برخو په ليدلو او د يو شمير عکسونو په اخيستلو بسنه وکړه،او خپل تګ ته ادامه ورکړه،له هغه ځاي څخه د چامپو په نوم يوه ښکلي بڼ ته ولاړو هغه هم دومره ليرې نه وه اود تيان مېن ډګر په خوا کې وه،زما همکارانو وويل چې دنوموړې سيمې په شاوخوا کې ډير داسې ښکلي پارکونه شته ،دلته هم د کورنيو او بهرينو سيلانيانو شمير کم نه وه،او هر خوا ډله،ډله ګرځيدل او د بيلابيلو شيانو او ځايونو ليدنه يې کوله، د چامپو بڼ ډير ښکلی وه ډول ،ډول ګلان ونې او بوټي پکې ليدل کيد ل،ددې بڼ په منځ کې ځينې پخوانۍ دوديزې ودانۍ هم تر سترګو کيدې ،په هماغه پخوانۍ بڼه،د کلا ستره دروازه،ښکلي رنګونه،رنګارنګ څونډي،او څراغونه او په داشان نورو شيانو ښکلي شوي وې، ،هلته مو تر يو څه دمې جوړولو او يو شمير عکسونو اخيستلو بيا هم خپل سيل ته دوام ورکړ،او دا ځل يوه مشهور واټ ته راووتو،چې د وانګ فو جين په نامه ياديږي،هلته د صنعت په نړۍ کې توليدونکي هر ډول شيان ليدل کيږي،لوړ پوړيزې او ښکلې ودانۍ،او د هرې ودانۍ په هر پوړ کې بيلابيل شيان،موږ ځينو دغو ودانيو او هټيو ته ورغلو او هلته مو بيلابيل شيان وليدل ،د بيلګې په توګه د هنري توکو په پلورنځي کي په لاس او يا هم په صنعتي توګه ګڼ شميرجوړشوي شيان موجود وه،په رښتيا هم ډير په زړه پورې ،او په زيات مهارت سره جوړ شوي وه،په هره هټۍ کې چيني نجونو او نارينه وو په چيني ژبه د ورتلونکو هرکلي کاوه. او که کوم بهرنی ورغی نو په هلوو هلوو ويلو او ورين تندي سره به يې د هغه هرکلی وکړ،او په چيني ژبه يې د خپلو توکو په اړه څه ويل،خو زه تر ډيره نه پرې پوهيدم،ولې هوسۍ او مديرې به ماته دهغوی خبرې ژباړلې،چې دوي د خپلو موجودو توکو صفتونه کوي.

په دغه سيمه کې دهانګ کانګ د يوه مشهور سوداګر لخوا هم پانګې اچول شوي او ډيرې ودانۍ يې جوړې کړيدي،چې د يو زيات شمير کسانو لپاره پکې کاري بوختيا رامنځ ته شويده،د سړک په دواړو غاړو کې د اوبو ښکلې فوارې ليدل کيږي،او له دغه ځايه د بيجينګ مختلفو سيمو ته بسونه تګ راتګ کوي.

پاتې دې نه وي چي د تيان مين ډګر په شاوخوا کې په لسګونو لوي او واړه هوټلونه او خوړن ځايونه شته،زما ملګري هم د غرمې په شاوخوا کې د همدې هوټلونو په خوا وخوځيدل ،خو دوي کوم څه لټول چې زه نه پرې پوهيدم،نو بالاخره مې ترې وپوښتل چې څه لټوي،دوي په خندا سره راته وويل موږ غواړو چې ستا سره د ډوډی خوړلو لپاره يو اسلامي رستورانت غوره کړو.ځکه په بيجينګ کې ګڼ داسې رستورانتونه شته چې ځانګړي اسلامي خوراکونه لري،په پايله کې موږ د غرمې د ډوډۍ خوړلو لپاره يو رستورانت غوره کړ،چې تر هغه وروسته بيا هم د ښکلو ځايونو په ليدلو سر شولو،يوه ستر کتابتون ته ولاړو،د چين او ټولې نړۍ په اړه په مختلفو ژبو په زرګونو کتابونه هلته موجود وه،د يو شمير کتابونو تر ليدو وروسته د ټوکرانو او جامو يوه لوی بازار ته ننوتلو ،چې که زما په شان کوم نوي کس هلته ولاړ شي نو حتمآ به لاره ترې ورکه شي،دلته داسې هټۍهم وې چې ډير زيات توکي درلودل او هر څه يې يوازې په لس يوانه ورکول، په لږ څه ګرځيدو راګرځيدو زموږ ورځ بيا تيره شوه او پوه هم نشولوچې وخت څنګه تيرشو،ځکه ګړۍ ته مو چې و کتل نو د مازديګر له پنجو بجو څخه هم څو دقيقې تيرې وې،اود تيان مېن ډګر په شاوخوا کې لا هم د ډيرو ځايونو ليدل راڅخه پاتې شول،خير کيداي شي چې يو ځل بيا دغې سيمې ته ورشم ،او ستاسو درنو او عزتمندو اوريدونکو سره ژمنه کوم چې که ولاړم نړ بيا به هم خپل معلومات ستا سره شريک کړم. ګرانو اوريدونکو اوس مو پاک او مهربانه خداي سپارم.بريالي اوسۍ.