<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-12 18:41:49    
چيو چن تونګ د رياضي پوهنې په لوړه څوکه ولاړ دی

cri

ښاغلی چيو چن تونګ په ١٩٤٩ کال کې د ګوانګ دونګ ولايت د شن تو په ښار کې زېږېدلی . په ماشومتوب کې خپل پلار سره هانکانګ ته لاړ.د ١٤ کالو په عمر يې پلار ناڅاپه مړ شو، نو چيو چن تونګ په خپل ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو او د مجبوريت له مخې به يي د خپلو زده کړو د لګښت د تر لاسه کولو لپاره مزدوري کوله .

د منځني ښوونځی په لومړی پړاو کې يې له رياضياتو سره مينه درلوده او په دوهم پړاو کې يې د ښاغلی هوا لو ګېنګ په ګډون د يو شمېر مشهورو رياضي پوهانو کتابونه ولوستل.

په ١٩٦٦ کال کې چيو چن تونګ د هانکانګ د چينی ژبې پوهنتون د رياضي پوهنې په څانګه کې شامل شو او ژر يې خورا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړل. په ١٩٦٨ کال کې هغه د امريکې په بېرکلی پوهنتو کې ومنل شو او د لسانس له درجې لوړې زده کړې يې وکړې.

په ١٩٧١ کال کې چيو چن تونګ د داکټری درجه تر لاسه کړه او په همدی وخت کې د هاواد او پرينستون په ګډون ځينو پوهنتونونو ور ته د کار بلنې وکړې. په ١٩٧٣ کال کې ٢٥ کلن چيو چن تونګ په ستنفورد پوهنتون کې د پرفيسر يا استاد وټاکل شو.

په ١٩٨١ کال کې يې د هندسی لوپير په اړه يوه جايزه تر لاسه کړه چې د امريکې د رياضياتو د ټولنې له خوا ورکړل شوه. په ١٩٨٣ کال کې يې د فيلدز جايزه تر لاسه کړه چې په نړۍ کې د رياضي پوهنې په برخه کې د نوبل جايزه ګڼل کيږي او تر اوسه پوری

نوموړی يوازنی چينايي رياضي پوه دی چې دغه جايزه يې اخيستې ده . په ١٩٩٧ کال کې يې د کريفوت جايزه لاس ته راوړم چې په هرو اووکلونو کې يو ځل د سويدن د شاهي اکاډمۍ له خوا ورکول کيږي . په ١٩٩٧ کال کې د امريکې ولسمشر د خپل هېواد د ساينس ملی جايزه ورکړه.

په ١٩٩٥ کال کې چيو چن تونګ د چين د رياضي پوهانو ټولنې د جوړيدو د ٥٠ کاليزې د لمانځنې په غونډه کې برخه درلوده او په چينګهوا پوهنتون کې د چين د رياضياتو د پرمختګ په اړه يوه يې وينا وکړه . د چين د علومو اکاډمۍ مرستيال له چيو چن تونګ سره د کتنې په وخت کې هيله څرګنده کړه چې هغه به د هېواد د رياضي پوهانو د روزنې لپاره په اکاډمۍ کې د رياضياتو څانګه جوړه کړي. د دولت پخوانی رئيس جيانګ ځه مين هم له ده سره وکتل او دوهم همدا هيله يې څرګنده کړه. ورپسی چيو چن تونګ له خپل ملګری او د هانکانګ د چن سينګ شرکت له رئيس چن جي ځونګ سره تليفونی خبرې اترې وکړې او پريکړه يې وکړه چې د چن سينګ په نامه د رياضي پوهنې يو مرکز جوړ کړي . دغه مرکز به هغو غوره چينايی رياضي پوهانو ته جايزې ورکوي شي چې عمر ونه يي له ٤٥ کالو څخه کم وي .د ١٩٩٦ کال د جون په ١٠ نېټه دغه مرکز جوړ او چيو چن تونګ يې د مشر په توګه وټاکل شو.هر کال چيو چن تونګ لسوتنو کورنيو او بهرنيو مشهورو رياضي پوهانو ته بلنه کوی چې د يوې کمېټې په جوړولو سره د يو کال کې د رياضياتو په څيړنو کې له ٦ څخه تر ١٠ پوری ډير مهم موضوعات وټاکی. د هر موضوع د نړۍ د لومړۍ کچې دريو تنو کچو رياضي پوهانو له پر غاړه وی او درې تنه کورني پروفيسران يا استازان به ورسره همکاری کوی. له خوا همکاريږی. هر کال له ١٥٠تنو څخه تر ٢٠٠ تنو پوری پوهان د

لوړې کچې څارنې په چارو کې د ګډون لپاره دغه مرکز ته راځی.

د ٢٠٠٢ کال په اګسټ کې د ځه جيانګ پوهنتون د رياضي پوهنې مرکز جوړ شو.د چيو چن تونګ په غوښتنې د امريکې د کاليفورنيا پوهنتون د رياضي څانګې پروفيسر اوځوان رياضي پوه ليو که فېنګ د دغه مرکز د مشرۍ دندې پر غاړه اخيستلو لپاره بېرته هېواد ته راستون شو.

د چيو چن تونګ د کوښښونو له امله د فيلدز او نوبل جايزو د اخيستونکو ګډون يو لړ نامتو رياضي پوهانو په بلنې سره دغو مرکزونو ته راغلی او د رياضياتو د پرمختګ لپاره يې ګډه هڅه کړی ده.