<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-12 19:59:18    
د ټلويزيونی پروګرام مشهور چلونکی شياو دونګ پو

cri

ټولو ته معلومه ده چه چين يو لوی کرنيز هېواد دی او په ټول هېواد کی څه نا څه اته سوه مليونه بزګران شته. د ټلويزيونی پروګرام چلونکی شياو دونګ پو له دې امله چې له کليوالو سره د مرکې په نامه د پروګرام مسئول دی، د ګڼ شمېر بزګرانو لخوا ستايل شوی، نو له دې امله د بزګرانو د لومړنی ملګری په توګه بلل کيږی.

اوه دېرش کلن شياو دونګ پو خبريال ته خپلې سابقې وروپېژندلې او و يی ويل: زه د شی ان د سړک په پوهنځی کی د صنعتی او ملکی ساختمان له څانګی څخه فارغ شوی يم، خو د زده کړې په فارغ وخت کی مې د موسيقی الاتو له غږولو سره ډېره مينه درلوده.

په ١٩٩١ کال کی شياو دونګ پو له فراغت وروسته د شان دونګ ولايت د جی نان ښار په يو روغتون کی په کار پيل وکړ، ځکه هغه له هنر سره ډېره مينه لرله، نو له کار وروسته يي د دوو کلونو لپاره هره ورځ په ښاري راډيو کې د مرکې په نامه د پروګرام جوړولو دنده پر غاړه درلوده. په ١٩٩٤ کال کی شياو دونګ پو ته يو ښه فرصت برابر شو او د شان دونګ ولايت د ټلويزيونی سټيشن لخوا د يوه هنري پروګرام د چلونکي په توګه وګمارل شو چه له مخې يي خپل نوی ژوند پيل کړ. په لومړنيو ورځو کی هغه د ښاريانو د فيشن په نامه پروګرام مسئول و او وروسته يی د کليوالو ژوند په نامه د يو پروګرام چلولو دنده پر غاړه واخيستله . شياو دونګ پو ددې پروګرام د يادونې په ترڅ کې وويل په ١٩٩٧ کال کی می د کليوالو ژوند پروګرام په جوړولو پيل وکړ چه په پايله کې يې زما د کار چاپيريال بيخی بدل شو ځکه هره ورځ به له کورنيو ژويو سره مخامخ کېدم .

خو د دغه پروګرام په چلولو سره د شياو دونګ پو لپاره هم په ژوند کی لوی بدلون راغلی دی . د خوښۍ وړ خبره دا ده چه د کليوالو لپاره دغه ځانګړی پروګرام د ګڼ شمير بزګرانو د علاقی او پاملرنې وړ وګرځيد او د دوي لخوا وستايل شو چه له امله يی شياو دونګ پو ډير ژر شهرت وموند او د شان دونګ ولايت د بزګرانو د يو ښه ملګری وياړ يي تر لاسه کړ. پنځه کاله وروسته ، هغه له ولايتی تلويزيون څخه د چين د مرکزی ټلويزيون لخوا استخدام او له کليوالو سره د مرکې په نامه د پروګرام چلونکی شو چې لږه موده وروسته دغه پروګرام د بزګرانو لخوا د ډير غوره پروګرام په توګه وپيژندل شو .

د کليوالو ژوند په هکله د پروګرامونو د چلوونکي په توګه، شياو دونګ پو د ډېرو بزګرانو له معمولي خدمتونو او کارنامو څخه اغېزمن شوی د بيلګې په توګه د شان دونګ ولايت د يی منګ غرنۍ سيمه يوه ډيره غريبه سيمه ده او يو بزګر چه ګونګ ماو تيان نوميږي ، لس کاله دمخه يي د څو لوڅ غرونه په ايجاره ونيول چې د پر له پسی کوششونو له برکته يې اوس غرونه شنه او سمسور شوی او د ورځې زياتې ګټې ورڅخه اخلی او ګوانګ ماو تيان پخپله هم شتمن شوی دی.

شياو دونګ پو خبريال ته وويل په چين کی اته سوه مليونه بزګران شته او هره ورځ زيات اغيزمن بدلونونه رامنځته کيږی. داسی بدلونونه چې د ښاريانو په وړاندی معمولي او کوچني ښکاری، خو په واقعيت کې بزګران او د دوی زياتې هڅې د چين بڼه بدلوی. که بزګران او کليوالې سيمې شتمنې نه وی، د چين عصری ابادی هم نشي تر سره کېدای .

شياو دونګ پو په ښار کی زېږېدلی او روزل شوی دی ، خو د کليوالو ژوند پروګرام د چلولو له پيل راهيسی هغه له زياتو ګوښه او غريبو کليو څخه ليدنې کړې او د اوږدې مودې په کارونو کی يي د بزګرانو ساده ګي او مهرباني او د دوي د پراخې او زغم توان له نژدې کتلی او احساس يي کړی دی. هغه وويل زه له بزګرانو سره پخپله ملګرتيا وياړم او ډېر خوشحاله هم يم چې د چينی بزګرانو د لومړی ملګري وياړلی لقب تر لاسه کوم . هيله من يم چې د خپلو کوششونو له لارې د چين د کليوالي پرمختګ بهير چټک او د بزګرانو ژوند ورځ په ورځ ښه شی.