<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-13 19:59:15    
د چين د جيانګ سو ولايت د هوا سی مشهور کلی پخوانی مشر وو ژن باو

cri

اوس د چين حکومت د ښارونو او کليو ترمنځ د توپيرونو د کمښت او د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی لپاره د کليوالو سيمو په ابادولو لاس پوری کړي ، د کليوالو سيمو د بنسټيزو تاسيساتو د ښه والی ملاتړ کوي او د کرنې توليدی سويه لوړوي .د دغو سيمو د ابادولو په بهير کې زيات داسی مشران رامنځته شوی چی له امله يی بزګرانو شتمنۍ تر لاسه کړی ده .اوس به تاسو ته د چين د جيانګ سو ولايت د هوا سی کلی د پخوانی مشر وو ژن باو خدمتونه يو څه ووايو.

وو ژن باو د چين د جيانګ سو ولايت د جيانګ اين ښار د هوا سی کلی د ګوندی کميټې پخوانی مشر و .په ٤٨ کلونو کې د ده کلی په هغه اباد او سمسور کلی بدل شوی چی کلنی عايدات يی له ديرش ملياردو يوانو څخه اوښتی دی .

د دغه کلی د هر کور مساحت له څلور سوه مربع مترو څخه شپږ سوه مربع مترو ته رسيږي او هر کور يو يا څو موترونه لري .خو د ښاغلی وو کور لاهم کوچنی دی .کليوالو وويل چی د تيرۍ پيړۍ له ٧٠ لسيزې څخه تر اوسه پوری د دوی د اوسيدو شرايطو ښه والی موندلی دی خو د دوی مشر وو ژن باو لاهم په خپل زوړ کور کې اوسيږي ،سره له دی چی په زياتره وختونو کې يی د هوا سی کلی د ابادی او سمسورتيا لپاره ستر خدمتونه تر سره کړي دي . ښاغلی وو ژن باو د خپل کلی د سمسورتيا د بهير د يادونې په ترڅ کې وويل چی له اقتصادی پرمختګ څخه د بزګرانو ګټه اخيستنه زمونږ د کلی د دايمی پرمختګ اصلی بنسټ دی .

که څه هم ښاغلی وو ساده ژوند کوي خو په کارونو کې جدی اصول پلی کوي .کليوالو وويل چی په تيرو ٤٨ کلونو کې د ده ماموريت په موده کې ستر غلطي نه دی

رامنځته شوی . د ٢٠٠٣ کال په ٨ نېټه هغه د يوې بيړنې غونډې د جوړولو لپاره د هواسی کلی د ګوندی کميټې غړی راغونډ کړل او پکی يی ځينی سترې پريکړې وکړې .له دغو پريکړو سره سم د کلی د فولادو او اوسپنو فابريکې پيمانه نه ده پراخه شوی او تر څنګ يی د فلزی توکو د جوړولو د فابريکې د تړلوغوښتنه وکړه ،خو ټول کليوال پردی پريکړه پوه نه شول .د دغه کلی د ګوندې کميټې د منشی مرستيال يانګ يونګ چوانګ د هغه حالت د يادونې په ترڅ کې وويل چی ولی کليوال پوه نه شول ؟ځکه په هغه وخت کې زمونږ د کلی اقتصادی حالت ښه و.په هغه کال کې مو وړانديز وکړ چی د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری به زمونږ د توليداتو د پلورنی ارزښت لسو ملياردو يوانو ته ورسږي . ولی د دغه حالت په وړاندی ښاغلی وو دغه پريکړې وکړې ؟ځکه په هغه کال کې د چين حکومت اعلان وکړ چی په اقتصادی چارو کې د عمومی کنترول تګلارې پلی کړي ، نو له دولتی تګلارې سره سم يی دغې پريکړې وکړې . د ښاغلی وو د اټکل له مخی په هغه کال کې حکومت د اقتصاد عمومی کنترول اړوندې تګلارې خپرې کړې.د ده پريکړو له امله نه يوازی د دغه کلی پر اقتصاد منفی اغيزه نه ده رامنځته شوی ،بلکه اقتصاد يی لاهم په پر له پسی او سالمه توګه پرمختګ وکړ.

په تيرو ٤٨ کلونو کې د ده د کوششونو له برکته د هوا سی کلی شتمن شوی دی خو په شاوخواوو سيمو کې د خلکو ژوند ښه نه و .نو ښاغلی وو ژن باو له خپلې پلټنې وروسته له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٤ کاله پوری شاوخوا ١٦ بی وزلی کلی له خپل کلی سره يو ځای کړل .نو له دی امله اوس زاړه کسان نه يوازی په هره مياشت کې دعمر د زړښت حق تر لاسه کولی شی او اضافې بزګران استخدام شوی دي .بلکه په

سلو کې ٩٥ کليوالو نوی کورونه جوړ کړی دي .

اوس وو ژن باو غواړي چی په راتلونکو ٥ کلونوکې به هر کال د کليوالو سيمو لس زره مشرانو ته د کليو د ابادی په هکله د تجربو د تبادلې لپاره خپل کلی ته د راتګ بلنه ور کړي چی د هوا سی کلی تجربې د هېواد ټولو کليو ته خپرې شی .