دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به تاسو ته د چين د تايوان د SHE په نامه د مشهوری هنری ډلی په نوی البوم کی خوندوری سندری وړاندی کړو٠ دغه هنری ډله په ٢٠٠١ کال کی د ٣ ښکليو او زړه وړونکيو نجليو له خوا جوړه شوه او په همدی کال کی د دوی لومړنی البوم خپور شو چی نوم يی د نجونو ليليه و٠ د دوی د ښکليو څېرو او خوږو غږونو زيات ځوانونه راجلب کړی او د ٥ کلونو راهيسی يی ٨ البومونه خپاره کړی دی٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، همدا اوس مو د SHE له نوی البوم څخه د لومړي ځل لپاره اوريدونکو ته وړاندي شوی سندره واوريده چی نوم يي دی نه غواړم چی لويه شم٠
په دغه سندره کی د موزارت د څلوېښتمی سمفونۍ يوه مشهوره نغمه شامله ده چی په لرغونی سبک بشپړه شوی او د يو ماشومانو په کوچنيتوب کی يو طبيعی او نېکمرغه احساس هم څرګندوی٠ اوس به مونږ په ګډه د دوی په نوی البوم کی د دوهم ځل لپاره اوريدونکو ته دغه وړاندي شوی سندره واورو چی نوم يی super model دی٠
( سندره ٢ )
دغه سندره د نڅا او برېښنا ورکولو يوه غښتلی سندره ده چی وزن ډېر څرګند دی٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د احساساتو د څرګندولو لپاره يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی د خوشبوی ونی الهه دی٠
( سندره ٣)
ګرانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام ننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته رسيږی٠