<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-14 17:36:45    
ترکيه ___ د أسيا او اروپا د لويو وچو ترمنځ زړه جلبونکي پل

cri

ترکيه په لرغونې زمانه کې د کوچني أسيا په نامه ياديده او د مديترانې ، تورې ، اينجين او بحيرې په غاړه پرته ده چه د سمندري سواحلو اوږدوالی يي اتو زرو دريو سوو درې ديرشو کيلومترو ته رسيږي او له اسيايي او اروپايي لويو وچو سره وصل کوی . هر کال له اپريل څخه تر اکتوبر پورې د ترکيې په زياترو ځايونو کې هوا معتدله ده او سيلانيان په سمندري سواحلو کې د لمر له وړانګو او د غرونو او جهيلونو له أرامتيا څخه خوند اخلی .

استانبول ترکيې ته د ګڼ شمير سيلانيانو د سفر لومړي هدف ګڼل کيږي او د اړوندو کسانو په وينا په نړۍ کې يوازي روسيه او ترکيه دواړه هيوادونه دي چه خاوره يي له أسيا او اروپا سره پيوسته ده ، خو استانبول داسی يوازنی ښار دی چه له أسيا او اروپا سره وصل او پيوستګی کوي او په دغه ښکلی ښار کې د لرغونی روم ، بيزانس او عثماني امپراطوريو د پلازمينې په توګه غني لرغوني أثار پراته دي او د ځانګړي جغرافيايي موقعيت له امله ډيرې ښکلي طبيعي منظرې هم ليدل کيږی . نو ترکيه د لرغونيو ميراثونو د نړيوال مرکز په نامه ګڼل کيږي .

په استانبول کې له ديرشو نه زيات موزيمونه ، اته شاهي ماڼۍ او بي شميره جوماتونه شته چه زړه او نوي شاهي ماڼۍ ، د سلطان احمد او سليمان جوماتونه ، سان صوفيا کليسا ، د لرغوني أثارو موزيم ، تر ځمکې لاندي ماڼۍ او د أسونو ځغاستې ميدان د سيلانيانو د ليدو وړ ځايونه دي . برسيره پردې په استانبول کې د هنر او کلتور نړيوال مرکز هم موجود دی چه هر کال د جون او جولاي په مياشتو کې نړيوال هنری او کلتوري جشن لمانځل کيږي او د نړۍ له بيلا بيلو هيوادونو څخه

راغلي هنرمندان راغونډيږي .

سيلانيان له کلاسيکو اوپراګانو ، باليټ ، فلمونو ، کنسرتونو او ډول ډول کلتوري نندارتونونو څخه خوند اخلی او په بيړۍ د بوسپروس له تنګې څخه تيريږي .

ترکيه ځانګړي ولسي دودونه لری چه قهره خانه ، حـمام او سرتړلی لوی بازار ډير شهرت لری .

د ترکيې قهره خانه : د ترکيې يوه اصطلاح شته چه وايي ستا يوه پياله قهره وڅښی ، ستا دوستی د څلويښتو کلونو لپاره يادوي . په ترکيه کې حتی په ډير کوچني کلي کې قهوه خانه هم شته . نارينه په قهوه خانه کې ګپ شپ لګوي يا ځانګړي شطرنج کوي او يا چلم څکوي .

د ترکيې حمام : عمومي حمام په منځنې پيړۍ کې رامنځته شوه او د سليمان جومات په څنګ د سيمبيرليتاس عام حمام ډير مشهور دی او درې سوه کاله تاريخ لری چه ددې جومات د جوړولو په وخت کې جوړ شو او دغه دواړه ودانۍ په شپاړسمه پيړۍ کې ډيرې مهمې ودانۍ وې.

سرتړلی لوی بازار : دغه لوی بازار چه طلايي ګنبد لری ، په نړۍ کې ډير مشهور دی او ډيرې تنګې لارې او دهليزونه پکي ليدل کيږي . په دې لوي بازار کې له زرو نه زياتې مغازې پرتې دي او د سرو زرو ، سپينو زرو او ميسو څخه جوړ شوي شيان ، غالۍ ، ادويې او نور ځانګړي شيان پکي پلورل کيږي چه د ترکيې غالۍ په نړۍ کې د فارسي او افغاني غاليو په شان ډير شهرت لری او لرغوني غالۍ د ساتلو وړ دي .

اوس هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه يوويشت مليونه تنه سيلانيان ترکيې ته ځی . د يادونې وړ خبره دا ده چه تير کال څلور څلويښت زره تنه چينايي سيلانيانو ترکيې ته سفر کړی او لا زياتيدونکي چينايي سيلانيان به دغه ښکلي هيواد ته لاړ شي .