<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-15 15:49:30    
د چين او هند ترمنځ همکاری به د دواړو هېوادونو او جنوبی اسيا پر اقتصاد اغيزه وکړي

cri

چين د هند يو ګاونډی هېواد دی او له هند سره دوديزې دوستانه اړيکی لري .خو په تېرو څولسيزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له ستونزو سره مخامخ شوي دي .په وروستيو کلونو کې د دوو اړخيزو اړيکو ښه والي ، دلوړو پوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زياتوالی او په سياسی او اقتصادی برخو کې متقابلی همکاری په پر له پسی توګه پياوړتيا موندلی ده چی د دواړو خواووترمنځ د اړيکو له ټينګښت راهيسی يو ښه حالت رامنځته شوی دی .په همدی وخت کې بيلا بېل اسيايی هېوادونه او نړۍ ورځ په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری او تګ راتګ ته ډيره پاملرنه کوي.

پخوا د ځينو خواو په نظر چين او هند يو له بل سره سياله کوله او همکاری يی نه کوله خو اوس لا زيات خلک د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو اهميت ته په درنه سترګه ګوري . د هند د چينايی چارو انستيتيوټ مشر ښاغلی موحنتی زمونږ خبريال ته وويل (اواز...........) زياتره هنديان په دی نظر دي چی چين يو ملګری هېواد دی .د هند او چين ترمنځ همکاری نه يوازی د هر يو هېواد د پرمختګ لپاره ګټوره ده بلکه د اسيايی اقتصاد د ثابت پرمختګ او په نړيوال اقتصاد کې د ښه نظم د رامنځته کولو لپاره هم ګټوره ده .د چين او هند ترمنځ دوستي په پر له پسی توګه نژدی شوی ده .

چين او هند په نړۍ کې دوه ډير لوی پرمختيايی هېوادونه دي او په اسيا کې هم مهم رول لوبوي .په تېرو لسو کلونو کې د دغو دوو هېوادونو اقتصادی پرمختګ چټکتيا موندلی ده .د دوی ترمنځ د همکاری له امله به د اسيايی اقتصاد پرمختګ او د دغې سيمې اقتصاد ي يووالی پرمخ ولاړ شی .

ښاغلی موحنتی وويل چی د چين او هند ترمنځ د همکاری دوستانه اړيکی نه يوازی د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره دي بلکه د جنوبی اسيا پر سيمه ايز ثبات به ډيره اغيزه وکړي .هغه وويل (اواز.............) د چين او هند ترمنځ همکاری د هند او پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او په جنوبی اسيا کې د اوضاعو د ثبات لپاره ګټوره ده .هند ،چين ،پاکستان او افغانستان بايد د سيمه ايزو مسئلو د حل په بهير کې ګډې نظريې تر لاسه کړي .

په وروستيو کلونو کې د چين حکومت لا اغيزمنه ديپلوماتيکه تګلاره پلی کړی او له هند سره يی اړيکو ښه والی او همکاری پياوړتيا موندلی ده .په همدی وخت کې چين د هند او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والی لپاره کوشش کړی او کوي يی چی له امله يی تر يوې اندازې پوری دغه اړيکی ښې او سيمه ايز وضعه ثابته شوی ده .

د دواړو هېوادونو د کوششونو له امله دوه اړخيز اقتصادی همکاری پياوړی شوی ده .د چين د سوداګرۍ ټولنې سرمنشی وانګ جين ځن وويل د چين او هند ترمنځ همکاری په هر اړهيزه توګه پياوړتيا موندلی ده او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ له امله به دواړه هېوادونه لازيات پرمختګ وکړي .

د ٢٠٠٥ کال په اپريل کې د چين صدراعظم ون جيا باو د هند له صدراعظم منموهان سينګ سره په بيجينګ کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکی يی په دريم هېواد کې د نفتو او طبيعی ګازو د استخراجولو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری وهڅوله .د سږ کال د جنوری په ١٢ نيټه د هند د نفتو او طبيعی ګازو وزير أيار او د چين د دولتی پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مشر ماکای په بيجينګ کې په ګډه سره د نفتو او طبيعی ګازو د کارولو په برخه کې د همکارۍ پياوړتيا په اړه تړون لاسليک کړ چی موخه يی د انرژۍ په ساحه کې د دواړو هېوادونو د همکاری پياوړتيا او د انرژۍ امنيت او په اسيايی بازار کې د انرژۍد بيو ډاډمنتياوه . شک نه شته چی د ګډو ګټو پر بنا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکاری اړيکی به هرو مرو لازيات پرمختګ وکړي .

ګرانو اوريدونکو،زومونږ پروګرام پای ته ورسيد.