<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-15 16:47:00    
د پامير د لوړې غرنی سيمې د سړک ساتونکی

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د پامير په لوړه غرنی سيمه کښی د هنجراب په نامه يوه داسی دره شته چه په منځنی توګه له سمندری سطحې نه څه دپاسه څلور زره متره لوړه ده٠ هلته د کال په څلورو فصلونو کښی واوره الوزی او په ټول کال کښی په واورو او کنګلونو پوښول کيږی ٠ خو دا دره د چين او پاکستان ترمنځ د يوه عمده سړک د تيريدو ځای دی٠ په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د چين د تاجکی قوم سړک ساتونکی دوليکون جانی درپيژندنه وکړو٠

د چين او پاکستان د پولې له کرښې څخه په څوارلسمه کيلومترۍ کښی د هنجراب په نامه د چين او پاکستان د سړک د ساتلو او ترميمولو يو مرکز شته ، ښاغلی دوليکون جانی د دغه مرکز مشر دی٠ هلته چاپيريال ډير خراب او په ټول کال کښی اکسيجن کم دی ، خو ښاغلی دوليکون جانی په دغه ځای کښی د دوه ويشتو کالو لپاره کار کړيدی٠

هغه خبريال ته وويل : ( اواز) ٌ زما پلار د ژوند په وخت کښی ما ته وويل چه د عقاب وزرونه پر لوړو غرنيو سيمو باندی د بادونو او واورو له ازموينو څخه بريالی وتلی دی او هغه خلک چه غواړی د غره پر سر باندی واوسيږی ، پر لمنې باندی به خپل کور جوړ نه کړی٠ زه له تاجکی قوم څخه د پامير د لوړې غرنی سيمې د سړک ساتلو او ترميمولو د لومړی نسل کارکوونکی زوی يم او د هنجراب د سړک ساتلو او ترميمولو مرکز زما کور دی ٠ ٌ

څرنګه چه د هنجراب مځکنی بندر يوازی د هر کال د می له لومړی نېټې څخه د سپتمبر تر دېرشمې نېټې پوری خلاصيږی ، نو دغې پنځه مياشتې د دوليکون جانی لپاره ډير مصروفه موده ده ٠ په دغه موده کښی ښاغلی دوليکون جانی او د ده ملګری مجبورأ په مرکز کښی ورځې شپې تيروی٠ د دوليکون جانی ميرمن ايم بوبوکسی خبريال ته وويل :

( اواز) ٌ دوليکون جانی په اوږده موده کښی بيرته کور ته نشی تللای ، ماشومان مو پلار په ياد راوړی او زما د خواښې په زړه کښی هم خپل زوی ياديږی، نو د هغه د پوښتنې کولو دپاره زه کله کله د ماشومانو او خواښې په وړلو سره له خپل نيکمرغه ښاری کور څخه د سړک د ساتلو او ترميمولو مرکز ته راځم ٠ که څه هم دلته د ژوند زمينې ښې ندي، خو زمونږ د کورنۍ ټول غړی د سره يو ځای ژوند له امله ډير خوشحاله دی٠ ٌ

د هنجراب سړک په اوږدو کښی کله کله د واورو ښوئيدنې پېښيږی، نو ښاغلی دوليکون جانی د سړک له ساتلو او ترميمولوڅخه پرته له خطرونو څخه د ترانسپورتی موټرونو د ژغورلو دنده هم په غاړه اخلی٠ د ١٩٩٦ کال په مارچ کښی يو ترانسپورتی ډله د پاکستان په خاوره کښی د واورو له ښوئيدنې سره مخامخه شوه٠ په ډيره خطرناک حال کښی ښاغلی دوليکون جانی له څو ملګرو سره يو ځای د منفی دېرشو درجو سختې يخنی سره سره د څه دپاسه يو متر په ژوروالی واورو کښی هغې خوا ته منډه ووهله او په پای کښی د موټرونو هغه کاروان پيدا کړ چه د دوو ورځو لپاره له خطر سره مخامخ شو٠ د ٌ هان ٌ قوم کارګر وو جونګ يونګ چه له ښاغلی دوليکون جانی سره يی شپاړلس کلنه همکاری کړې ، وويل :

( اواز) ٌ هر کله چه واوره ښوئيدله، ښاغلی دوليکون جانی به هرومرو له خطرونو څخه د موټرونو د بچولو په عمل کښی ګډون درلود او له خپل امنيت څخه د سترګو په پټولو سره به يی د يوې لرګۍ په نيولو سره به يې د نورو ملګرو په مخ کښی لاره لټوله٠ حتی څو ځله د لارې لټولو په ترڅ کښی په هغه کنده کښی ولويده چه په واورو پټه شوه٠ اوس چه دغې پېښې يادوو، لا هم ويره کوو٠ خو په هغه وخت کښی دوليکون جانی دا نظر درلود چه دا خپله حتمی دنده او عادی کار دی٠ نو له کوهی څخه له پورته کيدو نه وروسته به يې د لارې لټولو ته دوام ورکاوه٠ ٌ

ښاغلی دوليکون جانی نه يوازی په کارونو کښی د نورو کارګرانو شرمشق دی، بلکه د خپلوانو په شان د سړک ساتلو د مرکز شاوخوا مالدارانو ته هم پاملرنې ورکوی٠ د هنجراب په دره کښی د اقليم شرائط ډيرخراب دی، نو يوازی د مالدارانو شپږ ويشت کورونه پکښی اوسيږی٠ له زياتو کلونو راهيسی ښاغلی دوليکون جانی او دده ملګرو به تل له دغو مالدارانو سره د زړه له کومی مرستې کولې٠ تاجکی مالدار قربانجان محمد رايم وويل :

( اواز) ٌ زمونږ د کلی ټولو مالدرانو د دوليکون جانی مرستې ترلاسه کړې دی، که څوک ناروغ شوای وی، مونږ طبعأ له دوليکون جانی څخه مرسته غواړو٠ هغه به هرومرو د موټر په ليږدولو سره ناروغ د ولسوالۍ روغتون ته استاوه چه له دی ځای څخه يو سل او شل کيلومتره ليری دی٠ زمونږ سره د ده مرستې ډيرې زياتې دی او مونږ له هغه سره د زړه له کومی مننه کوو٠ ٌ

اوس ښاغلی دوليکون جانی چه عمر يی له څلويښتو کلونو څخه اوښتی دی، لا هم د يوه عقاب په شان په وفادره توګه د پامير په لوړه غرنی سيمه کښی د چين او پاکستان ترمنځ نړيوال سړک ساتی ٠