
له هغه وخت راهيسې چه د ١٩٩٥ کال د می شپږمه او اومه نېټه د چين د خلکو لپاره د لومړي ځل لپاره په هره اونۍ کې دوه ورځنی رخصتی ټاکل شوي ، . تر اوسه پوری يوولس کاله تېر شوی او د يو زر يو سل او څلويښت ځلو لپاره له دوه ورځنی رخصتۍ وروسته د چين د خلکو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته شوی دی.
د نوي چين له جوړېدو څخه د شلمې پېړۍ د نهمې لسيزې تر پيل پوری د چين خلکو هره ورځ اته ساعته کار او په يو کال کې يی دوه زره څلور سوه او اته څلويښت ساعته کارونه کړل . د ١٩٩٤ کال د می له لومړې نيټې څخه د کار دغه نظام بدل شويدی چه په هره اونی کې پنځه نيمه ورځو د کار نظام پلی شوی دی چه په پايله کې په هرو دوو اوونيو کې د رخصتۍ نوره يوه ورځ زياته شوه . د ١٩٩٥ کال د می له شپږمې نېټې څخه د چين خلک په هره اوونۍ کې يوازی پنځه ورځې کار کوی چې دا د چين د ټولنې د پرمختګ يوه نښه ګڼل کيږی.
دغه راز د دوه ورځنی رخصتۍ د نظام له برکته د چين د څواړخيزو چارو په تېره بيا د سيلانۍ چارې ډير پرمختګ موندلی دی. په دوه ورځنی رخصتی کې زيات شمېر خلک منظره لرونکو سيمو ته سفر کوی چې د جمعې شپه له کور څخه خوځيږی او د دو شنبې په سهار بېرته راځي.
برسيره پر دې، د هر کال د می له لومړې نېټې څخه تر اومې نېټې پوری او د اکتوبر له لومړې نېټې څخه تر لسمې نېټې پوری د چين د خلکو د رخصتۍ ورځې چه درې ورځې يي رسمي او څلور ورځې يي قانونې رخصتۍ دي هم دي ، د چين د خلکو لپاره بهر ته د سيل ښه فرصت دی. د تازه شمېرنې له مخې، په تېرو شپږو کلونو کې د کاګرو اختر او ملی جشن په موده کې د سيلانۍ له چارو څخه تر لاسه شوي عايدات څه دپاسه پنځه سوه شپېته مليارډو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی او په منځني توګه د هرې اوه ورځنی رخصتۍ په موده کې د هرې ورځې عايدات يي څه نا څه څلور مليارډه او دوه سوه مليو

نه ژن مين بی يوانه دی.
د مکاو د اوړوندو څانګو د شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٦ کال د می د اومې نېټې له صفر بجو څخه تر دوه ويشتو بجو پوری څيرمه دوه لکه او پنځوس زرو تنو مکاو ته تللي يا له مکاو څخه وتلي دي چې په دغه جمله کې يو سل څلور ديرش زرو تنو مکاو ته سفر وکړ. د روان کال د لومړنې اوه ورځنی رخصتۍ په موده کې مکاو ته تللی يا له مکاو څخه د وتلی سيلانيانو شمېر اتلس مليونه او شل زرو تنو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لږ کم دی.
د معلوماتو له مخې د رخصتيو په موده کې د سيلانۍ چارو د پرمختګ تر څنګ د شيانو پلورلو ارزښت هم لوړ شويدي. د کومی په نامه د برېښنايی الاتو د شرکت د عمومی مينيجر ښاغلي جاو باو مين په وينا د دغه اوه ورځنی رخصتۍ په موده کې د برېښنايی الاتو د پلورلو اندازه د څلويښتو عادي ورځو سره برابره ده په بله ژبه په هره ثانيه کې څه نا څه پنځلس بريښنايی الات پلورل کيږي او د پلورلو اندازه يي د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه سوه اته اويا زياته شويده .