<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-16 16:57:16    
د دريو چينايانو خيريه عمليات

cri

د ښځې او ټولنې په نننی پروګرام کې به تاسو يو مضمون واورئ چې عنوان يی دې : د دريو چينايانو خيريه عمليات .

دوی دريو اړو د چين له مشهور فلم جوړونکی جاکې چين او د چين له ډېرو برياليو سوداګرانو لي جيا چنګ او شاو يی فو سره يو ځای د چين خيريه جايزې تر لاسه کړې . که څه هم دوی معمولی کسان دی چې ډيرې پيسی او وياړلي نومونه نه لری ، خو د چين د خيريه چارو د پرمختګ لپاره د دوی هڅې ډېر ارزښت لری. د دوی نومونه ما شو يو ،دينګ شياو ليان او لوو شو لان دی .

ما شو يو چې شپږ اتيا کلنه سپين سری ده ، په څرخی څوکۍ کی يی دغه جايزه اخيستې ده دا د جايزې له کټلو څخه ډېره خوښه ده . دغې سپين سری په تېرو ديرشو کلونو کې د يوې ډاکترې په توګه ډېر وياړلی نومونه تر لاسه کړل . خو هغې په ځانګړې ډول دې جايزې ته ډېر اهميت ورکړ . سپين سری وويل : ما په فعاله توګه په بېلا بېلو خيريه چارو کې ګډون کړی لکه په ١٩٩٨ کال کې سيلاب ځپلو خلکو ته دوه زره يوانه ، په ٢٠٠٣ کال کې د سارس ناروغۍ د مخنيوی لپاره دری زره يوانه ، په ٢٠٠٥ کال کې د هندی سمندر د سونامی ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره لس زر يوانه د مرستې په توګه ورکړی ، په تيره بيا هغې د ماشومانو روزنې ته لا زياتې بسپنې ورکړي ،چې د شان شي ولايت د فن يانګ ښار يو لومړنی ښوونځی د دی په نامه ونومول شو او په پايله کې يی د څه دپاسه دريو سوو تنو ماشومانو د زده کړې ستونزې له منځه وړل شويدي .

اغلی ما په شان شي کې يوه مشهوره ډاکتره وه ، له تقاعد وروسته هغې په وړيا ډول د بی وزلو ناورغو کليوالو درملنې وکړې . که څه هم د ډاکترې ما شو يو د تقاعد معاش يوازی اته سوه يوانه دی ، خو له نورو سره د مرستې لپاره يی خپلې ټولې زيرمې وړاندی کړې . هغې وويل : زما هيله ډيره ساده ده او هغه دا ماشومانو ته زده کړې ورکړل شی .

******

دينګ شياو ليان د چين د نينګ شيا د حوی قوم د خپلواکې سيمې د ماليې په څانګې کې يوه کارکوونکې ده ، خو د دې له خوا جوړ شوی د جي شيو په نامه مرکز د نينګ شيا د ګو يوان په ښار کې د بی وزلو زده کوونکو په منځ کې ډير مشهور دی . ځکه چې د ٢٠٠٥ کال تر سپتمبر پوری دوه سوه او دری نوی تنه بی وزلی زده کوونکی په دغه مرکز کې اوسيدلی چی له دوی څخه يو سل او پنځه نوی تنه په پوهنتونونو کې شامل شوی او اوه شپيته تنه يی په دندو ګمارل شوی دی . د يادونې وړ خبره دا ده چې دغه مرکز د دينګ شياو ليان کور دې او د بی وزلو زده کوونکو د وړيا هستوګنی لپاره برابر شويدی .

اغلی دينګ نه يوازی غريبو زده کوونکو ته د وړيا هستوګنې اسانتياوی برابری کړی ،بلکې د ژوند په بېلا بېلو ساحو کې دوی ته ښه پاملرنه کوی. د چين د ملی ولسی لسم کانګريس د استازي په توګه اغلی دينګ په تېرو دريو کلونو کې په جلا جلا توګه اوه پنځوس وړانديزونه وکړل چې لس وړانديزونه يی د ماشومانو او ځوانانو د ښوونې په تړاو وو .

******

لو شو لان چې له کار څخه اضافه بست شويده ، اوس د جيانګ شي ولايت د کړکۍ پردو د توليدولو فابريکې مشره ده . لو شو لان د خپلو هڅو له لارې له اضافه

بست شويو ښځينه کارګرانو سره يو ځای دغه فابريکه جوړه کړه ، نو له دې امله هغه په دې ښه پوهيږی چې د پيسو تر لاسه کول ګران کار دی . هغه ساده ژوند کوی ، خو هغې له زرو تنو بی وزلو ماشومانو سره مرستې کړيدی. هغه تل د ځوانو مجرمينو زندان ته ځی او دوی ته پاملرنه او مرسته کوی . لو شو لان هيله لرې چې د خپلې مينې له لارې له دوی سره مرسته وکړي . څو چې له زندان څخه د وتلو وروسته ټولنې ته د خپل توان په اندازه خدمت وکړی .