<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-16 17:14:26    
د تای جي نومي سوک وهل د روغتيا لپاره ګټور دی

cri

ګرانو دوستانو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به د چين يو ډول عنعنوي سپورت يا د تای جي نومي سوک وهل تاسو ته درپيژنو ٠

========= موسيقي =========

محترمو ملګرو تای جي نومي سوک وهل د چين په وو شو کې يو ډول عنعنوي او اوږد تاريخ لرونکی سپورت دی او د چين ګڼ شمير خلک ورسره ډېره علاقه او مينه لري ٠ هغه نه يوازي د خلکو د صحت او روغتيا د پياړوتيا ، د ځان د دفاع رول لوبولای شي ، بلکې د انسان د ناروغيو د درملنې او د عمرد اوږدوالي طبي ارزښت هم لري ٠

د چين په پلازمينه بيجينګ ښار کې د تای جي بوکس د ټولنې مشر ښاغلي لي لي ګونګ زمونږ خبريال ته وويل ======= اواز ١ ======== د تای جي په نامه سوک وهل څه دپاسه درې سوه کلن تاريخ لري ، ، د دغه بوکس عمده ځانګړتيادا ده چې حرکتونه يې نري او ارام ښکاري ، دا چې خلک دغه بوکس کوي ټول بدن ته يې ګټه رسوي ٠

د تای جي سوک وهلو په وخت کې د ورزشکارانو حرکتونه په سپک ، نرم، ارام او پرله پسي ډول ترسره کيږي چې له دې لارې به د ورزشکارانو د بدن ټول غړي او عضلې په منطيمه توګه پياوړی شي ، دغه راز د تای جي سوک وهل په اسانه توګه ترسره کيږي ، لوبغاړي کولای شي چې په يو ارام او پاک ځای کې يا په کور کې او يا د کورڅخه په بهر کې دغه ورزش وکړي ، څرنګه چې د تای جي بوکس حرکتونه نرم او چټک

نه دي نو نارينه او ښځې ، لويان ، کوچنيان او زاړه کسان ټول ددغه بوکس ورزشکوي

دغه راز دغه ورزش د خلکو د روغتيا د پياوړتيا او ساتنې لپاره خورا ښه اغيزه لري ٠ ښاغلي لي لي ګونګ وويل ====== اواز ٢ ======== د تاريخي اسنادو سره سم د تای جي سوک وهونکو عمر ډېر اوږد و ، حتی د ځينو ورزشکارانو عمر له سلو کالو څخه اوښتی دی ، څرنګه چې د تای جي سوک وهلو په بهير کې د بوکس ورزشکاران بايد د خپل بدن توازن او هماهنګي وساتي نو هغه ناروغان چې د زړه او د وينې د لوړ فشار په ناروغيو اخته دي د تای جي سوک وهلو له لارې خپلې ناروغي کمولای شي

د معلوماتو له مخې د تای جي سوک وهلو له لارې خلک کولای شي چې خپل هډوکي هم سم کړي او په سږي کې د هوا ظرفيت پراخ کړي ، د وينو دوران چټک کړي او دماغ يې تنطيم کړي ٠ ============= موسيقي ==========

ښاغلي لي لي ګونګ زياته کړه چې د هډوکو د سمولو لپاره لوبغاړي بايدپه ښه هوا کې او د لمر تر وړانګو لاندې په سمه توګه ودريږي او د ټول بدن هډوکو ته په نرم او سپک حرکتونه ووکړي ، خلک په داسي حالت کې ورزش کوي ، په اسانه توګه به کلسيوم راجلب کړي چې په اغيزمنه توګه د هډونکو د ناروغۍ د رامنځته کيدو مخه ونيول شي ٠

په سږي کې د هوا د ظرفيت د پراخوالي لپاره ورزشکاران بايد د سوک وهلو په وخت کې د خپلو حرکتونو او سا ايستلو ترمنځ همکاري ته پام ولري ،د اوږدې مودې تر ورزش وروسته سږي پياوړي کيږي او په سږي کې د هوا ظرفيت پراخيږي چې له دې

لارې د تنفس د ناروغيو رامنځته کيدو مخه نيول کيدای شي ٠

د وينو د دوران د پياوړتيا لپاره ورزشکاران بايد د ساکښلو او سا ايستلوکار په ښه شان تنظيم کړي او له سږي څخه کاربن ډاي اکسايد وباسي او تازه هوا ترلاسه کړي ، ددې په څنګ کې به د خلکو د وينو دوران هم په اغيزمنه توګه پياوړي شي ٠ د بيجينګ ښار د سپورتي طب د انستيتوت د پلټنې سره سم د هغو خلکو د وينو فشار چې تل د تای جي سوک وهلو ورزش کوي عادي بريښي ٠

د لوي مغز د تنظيمولو لپاره لوبغاړي بايد په ډېر دقت سره د تای جي بوکس کړي او پر نورو باندې هيڅ فکر ونه کړي چې له دې لارې د خلکو لوي مغز او عصبي جهاز ښه تنظيم کړای شي ٠

ميرمن چنګ شيو لان د لسو کالو راهيسي د تای جي بوکس ورزش کړی دی او د دغه بوکس دورزش کولو په هکله ژور احساسات لري ، هغې وويل ===== اواز٣ =======

تای جي سوک وهل يو ډېر ښه سپورت دی او پکې د چين عنعنوي کلتور معلوميږي ، د بوکس د ورزش کولو په وخت کې ورزشکاران کولای شي چې يو د بل سره د ورزش په باب تبادله وکړي چې په دې سره له يوې خوا د تای جي بوکس په باب زيات او ژور معلومات ترلاسه کيږي او له بلې خوا د ورزشکارانو ترمنځ دوستي ټينګيږي ، نو ويل کيږي چې د تای جي بوکس ورزش کول د ورزشکارانو د روحيې او روغتيا د پياوړتيا لپاره ډېره ګټه لري ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ د سپورت نړۍ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد خوشاله او نيکمرغه اوسئ ٠