<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-16 17:19:20    
د مځکنی کرې په جنوبی نيمه برخه کی د اولمپيک لومړی سپورتی لوبې

cri

د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو له پر ځای کولو راهيسی ټول کوربه ښارونه د اروپا او امريکی په دوو لويو وچو کی پراته وو . د نړۍ نورو سيمو ته د اولمپيک د سپورتی لوبو د خپرولو لپاره د اولمپيک نړيوالی کميټې پريکړه وکړه چی د استراليا په ملبورن کی د اولمپيک ١٦ سپورتی لوبی ترسره شی . په دی توګه بالاخره د مځکنی کرې په جنوبی نيمه برخه کی د اولمپيک لومړی ستری سپورتی لوبی ترسره شوې .

د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو په اړه مډالونه لا هم د ١٩٢٨ کال د اولمپيک د لوبو د مډالونو د ډيزاين سره سم جوړشوی وو چی په لومړی مخ يی د ١٩٥٦ کال د ملبورن ١٦ سپورتی لوبې کښل شوی وي .

* په دوو لويو وچو کی سپيڅلی مشعلونه بل شول

د ملبورن د اولمپيک سپورتی لوبې لومړنی داسی لوبې وي چی په دوو لويو وچو کی ترسره شوې . ځکه چی په هغه وخت د استراليا د يو قانون له مخی دی هيواد ته دڅارويو له داخليدو وروسته بايد د ٦ مياشتو لپاره تر بيلتون لاندی ونيول شی . په بله ژبه دغې ټاکنې دا معنی درلوده چی د أس ځغاستې لوبه يوازی په بل ځای کی ترسره کيدای شی . نو له دی امله د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو په اړه د أس ځغاستې لوبه له ټاکلی وخت څخه مخکی د ١٩٥٦کال د جون له ١١ نه تر ١٧ نيټې پوری د اروپا په لويه وچه د سويدن په پلازمينه

ستاکهولم کی ترسره شوی وه .

* په ستاکهولم کی د أس د ځغاستې لوبه

د أس د ځغاستی لوبه د جون په ١١ نيټه د سويدن په ستاکهولم کی پيل شوه او د ٢٩ هيوادونو او سيمو ١٥٨ تنو لوبغاړو پکی برخه واخيستله چی ددوی ترمنځ ديارلس تنه ښځينه لوبغاړې وې . د ٦ ورځو له سختو سياليو وروسته د کوربه هيواد سويدن ډلې ددې لوبی په ټولو ٦ مسابقو کی دری طلايی مډالونه او د المان ګډې ډلې دوه طلايی او دری د سپينو زرو مډالونه وګټل .

* سياست او د اولمپيک سپورتی لوبې

د ملبورن د اولمپيک دغو سپورتی لوبو له سياست سره نژدی اړيکی درلودې . د مثال په توګه د اولمپيک د نړيوالی کميټې د هلوځلو له برکته د ختيځ او لويديځ المان دواړو هيوادونو يو ګډ پلاوی جوړکړ او په لوبغالی کی يی په ګډه د تور ، سور او ژيړ رنګونو بيرغونه اوچت کړل او د خوشحالۍ په نامه يوه ترانه يی وويله . خو چين د ملی حاکميت د ستونزې له امله د ٢٧ کالو لپاره د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ګډون ونه کړ . دغه راز له دی امله چی شوروی اتحاد پر هنګری باندی تيری وکړ ، هالينډ ، هسپانيا او سويزرلنډ په وار سره له دغو لوبو څخه ووتل . برسيره پردی له دی امله چی د برتانيا او فرانسی ګډ پوځ د سويس پرکانال باندی تيری وکړ ، د منځنی ختيځ دوهمه جګړه رامنځ ته شوه او مصر او لبنان هم له لوبو څخه وتلی وو .

*د ملی حاکميت د ساتلو لپاره چين د اولمپيک په لوبو کی له ګډون څخه ډډه وکړه

د ١٩٥٤کال د می په مياشت کی په يونان کی د اولمپيک دنړيوالی کميټې په ٤٩مه غونډه کی د چين د سپورتونو او بدنی روزنې کميسيون د دی هيواد د اولمپيک کميټې په توګه ومنل شو او چين ته بلنه ورکړه شوه چی په ١٩٥٦ کال کی د ملبورن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی برخه واخلی . خو د هغه وخت د اولمپيک د نړيوالی کميټې رييس ( Brundage ) برانديچی د چين داستازيتوب حق په موضوع کی خنډونه واچول او بی له کوم بحث څخه يی تايوان د اولمپيک کميټې د غړو په ليست کی شامل او د چين په نوم يی دوه هيوادونه رامنځ ته کړی و . دغه راز د اولمپيک د ١٦ سپورتی لوبو د تنظيموونکی کميټې په اړوندو سندونو کی په پر له پسی توګه د بيجينګ چين او د تابۍ چين لغتونه لوستل کيدل . د چين د سپورتی ډلې مرستيال هوانګ جونګ چی له خپلی ډلی مخکی ملبورن ته ورسيد ، په دی هکله څو څو ځله دغی تنظيموونکی کميټې ته اعتراض وکړ ، خو هيڅ اغيزمن نه و . له دی امله د چين داولمپيک کميټې يوه داسی اعلاميه خپره کړه : که د اولمپيک نړيوالی کميټه او د اولمپيک د ١٦ سپورتی لوبو تنظيموونکی کميټه خپل غلط اعمال بدل نه کړی ، نو د چين لوبغاړي به په دغو لوبو کی ګډون ونه کړی . له دی نه لږه موده وروسته د چين د اولمپيک کميټې په رسمی توګه اعلان وکړ چی چين به د اولمپيک په ١٦ سپورتی لوبو کی برخه وانه خلی .