د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د می په شپاړسمه نېټه د پاکستان او چين ترمنځ د ازادی سوداګرۍ تړون په هکله د دريم پړاو دری ورځنۍ خبرې اترې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شوې. دواړه خواوې هيله لری چې د دغو خبرو اترو د تر سره کېدو له لارې د شيانو د ډولونو، د شيانو د توليدی ځايونو د قاعدو، د خدمتونو د سوداګرۍ، د پانګونې او د حکومتونو له خوا د شيانو د اخيستلو په شمول يو لړ مسئلو کې د نظريې يووالي ته ورسيږی. اوس د پاکستان لخوا چين ته د صادراتی شيانو په سلو کې څه دپاسه اويا برخه پنبه، ټوکر، د څرمنې شيان او سمندری توکی دي او د چين له خوا پاکستان ته صادراتی شيان په عمده توګه له ماشين الاتو، کمياوی صنايعو، اليکترونيکی شيانو او بوټانو څخه عبارت دي.
|