<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-17 18:01:09    
محصل د کليو مشر ګرزيدلي دي

cri

په چين کې پخوا د عامو خلکو دا نظر وه چه له پوهنتونونو او پوهنځيو څخه فارغ شوي محصلين بايد په لويو ښارونو کې کار وکړي ، که په کليو کې کار کوي ، نو دوي به کومه ښه راتلونکي و نه لري ٠ خو اوس دغه ډول مفکوره د بدليدو په حال کي ده ٠ اوس مخ په زياتيدونکي محصلين غواړي او چمتو دي چه د خپل توان د څرګندولو له پاره کليو ته لاړ شي ٠

د بيجينګ په اطرافو کې د پنګ ګو په غرني سيمه کې د ګوا جيا يوي په نامه يو کلي شته ٠ په دي وروستيو کلونو کې د کليو د اقتصاد د پرمختيا له پاره د کليو د دود دستور د څرګندولو په هکله توريستي چاري پيل شوي دي ٠ د دغه کلي د مشر مرستيال هو تيان وي يو ځوان محصل دي چه تير کال د بيجينګ د باغ ساتلو د ادارې له پوهنځي څخه فارغ شوي او د فارغيدو نه وروسته دغه کلي ته راغلي او د کلي د مشر د مرستيال په توګه يي په کار پيل کړي دي ٠ هغه وويل چه ځکه ما دغه کار وټاکه ، له يوې خوا دغه ځاي د محصلينو دکار له پاره ډير ښه شرائط برابر کړي دي او له بلې خوا زما په أند په دي ځاي کې زما خپل رول ښه ولوبولي شم ٠ هغه وويل د پينګ ګو په کليواله سيمه کې په دندو د محصلينو د ګمارلو له پاره ډيره ښه زمينه برابره شوي ده ٠ زما تخصيص د ګوا جيا يوي کلي د اقتصادي پرمختيا له پاره ښه استعماليداي شي ، نو زما په أند په دي کلي کي کار کول زما له پاره مساعد دي ٠

په دي وروستيو کلونو کې لکه د هو تيان وي په شان دغسي محصلين چه کليوال کار انتخابوي ، د زياتيدو په حال کې دي ٠ د مثال په توګه د چين د منځني سيمې د حه نان ولايت د پينګ دن شان په سيمه کې څه د پاسه دري زره تنه محصلين په کليو کې استخدام شوي دي ٠ دوي په ښارګوټو او کليو کې د پوهنې ، علمي تخنيکونو ، د کرنې د فرعې چارې د پراختيا او د غلودانو د توليدي اندازې د زياتولو په برخو کې بزګرانو ته زيات معلومات او مرستې کړي او کوي يي ٠

د چين د اجتماعي علومو د اکاډمۍ د نفوسو د انستيټيوټ پروفيسر وانګ ده ون وويل چه د چين د کليوال اقتصاد په پرمختيا سره غښتلو او پوهې لرونکو کسانو ته اړتيا زياته شوې ده ٠ له بلې خوا د چين د لوړې پوړې ښوونې د پرمختګ په بهير کې د محصلينو شمير هم تر پخوا نه لا زيات شوي دي ٠ نو په داسي حال کې په کليو کې د محصلينو استخدام رامنځته شوي دي ٠ دلته پوښتنه دا ده چه په کليو کې د استخدام شويو محصلينو کار او ژوند څنګه دي ؟ محصل هو تيان وي وويل چه دده ژوند او کار ډير ښه دي ، د توريزم په باب پوهنه چه په پوهنتون کې يي تر لاسه کړي ، په دي کلي کې تري ګټه اخلي ٠ هغه په وار سره د کمپيوتر د استعمالولو ، په انترنيت کې د معلوماتو د کتلو او د داسي نور معلومات بزګرانو ته ورزده کړې دي ٠ د دغه کلي مشر ښاغلي جيان چاو چي وويل چه ځوان هو تيان چي د خپلو کارونو په وړاندي ډير جدي رويه غوره کوي ٠ زمونږ د کليو د توريستي چارو د پرمختيا له پاره ډيرې مرستې برابرې کړي او د کليو د اقتصإد د پرمختيا له پاره دغسي محصلينو ته زياته اړتيا لري ٠

بايد وويل شي دا چه محصلين په کليو کې کار کوي ، بزګرانو ته يي ډيرې ګټې رسولي دي ٠ د چين د حه نان په يو کوچني کلي کې د کيمياوي سرو د علمي استعمال په هکله د محصلينو تر مرستې لاندې په هر هکتار مځکه کې د سبزيو توليدي لګښت تر پخوا نه څه د پاسه پنځلس زره ژن مين بي يوانه زيات شوي دي ٠ دغه راز د بيجينګ د پينګ ګو د غرنې سيمې د بو لي په نامه کلي کې د محصلې پيغلې سونګ سياو نا تر مرستې لاندې ډيرو کليوالانو کورني هوټلونه جوړ کړي او په خپلو کورونوکې د روزل شويو هيليو او چرګانو او تازه سبزيو څخه په ګټې اخيستنې د سيلانيانو ډير ښه هرکلي کوي او په دي بهيرکې يي زيات عايدات هم تر لاسه کړي دي ٠بزګر فان ده فو وويل چه د محصلې سياو نا تر په مرسته زما کورني هوټل د تير کال په سپتمبر کې په کار لويدلي او له هغه وخت نه ډير سيلانيان منل شوي چه له تايوان او بيجينګ څخه راغلي سيلانيان ډير زيات دي ٠ دغه راز له انګلستان ، د کوريا جمهوريت او نورو بهرنيو هيوادونو نه راغلي سيلانيان هم شته ٠

اوس د چين په ډيرو ځايونو کې اړوندې امتيازي پاليسۍ غوره شوې دي،تر څو محصلين لا زيات کليو ته لاړ شي ٠