<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-17 17:38:00    
د سترګو د پردو د ليري کولو پلان

cri

سپين سرې جانګ ژون چينګ چه سږ کال دوه شپيته کلنه ده ، د چين د شمال ختيځ د لياو نين ولايت د ان شان ښار په يو کلي کې اوسيږي ، لږه موده دمخه ددې ژوند ناڅاپه روښان شو ځکه د اړوندې څانګې تر مرستی لاندي په وړيا ډول ددې د سترګو د پردو درملنه وشوه چه له امله يي له تيارو او ړنديدو څخه وژغورل شوه . هغې وويل د عملياتو نه دمخه می د درو کلونو لپاره په توره تياره کې ژوند وکړ او اوس بيا کار کولی شم او ژوند می له هيلې څخه ډک دی . د سپين سرې جانګ په شان دوه لکه تنو داسي ناروغانو د سترګو پردو د ليري کولو له وړيا عملياتو څخه ګټې اخيستي او د ليدو ځواک يي بيا تر لاسه کړيدی چه دغه وړيا فعاليت د ليدوحس لومړيتوب لری ، بلل کيږي او داسي يو خيريه نړيوال فعاليت دی چه د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پاي کې د زمريو نړيوال کلب لخوا رامنځته او د نولس سوه اوه نويم کال په دوبي کې په چين کې پيل شو . په چين کې د دغه فعاليت اجراييوي مشر ښاغلي تان ژون ګن وويل که په کور کې يو ړوند وی ، نو دغه کور به له غمونو او ستونزو سره مخامخ وي . مهمه خبره دا ده چه ددې فعاليت په رڼا کې نه يوازی يو ړوند له تيارو څخه خلاصيږي ، بلکې د کور وضعه يي ښه کيږي . زما په اند دا کار ډير اهميت لری او د يوه چيني او د زمريو د نړيوال کلب د يوه غړي په توګه اړين ګورم چه دغه فعاليت بايد په ټول هيواد کې پلی شي . د ښاغلي تان د کوښښونو له برکته دغه فعاليت په چين کې په سالم ډول پلی کيږي . په چين کې پنځه مليونه ړانده وګړي شته او هر کال نور څلور لکه تنه د سترګو د پردو راتللو له امله د ليدو توان له لاسه ورکوي . پخوا د چين په کوچنيو روغتونونو کې د سترګو ناروغيو د درملني زمينه کمزوری وه ، نو د سترګو پردې لرونکي ناروغانو درملنه د بيلا بيلو لاملونو

له امله په وخت نشواي کيږی . د دغه فعاليت له پلی کولو وروسته د ولسوالۍ په کچه روغتون کې د سترګو څانګه جوړه او په ښاري روغتونونو کې د سترګو پردو د ليري کولو څانګې بشپړې او اړين ډاکتران روزل شويدي ، دغه راز طبي ډلې هم د هيواد بيلابيلوځايونو ته د سترګو پردو د ليري کولو لپاره ليږل شويدي .

د وا فان دين مرکزي روغتون د ولسوالۍ په کچه دی او شپږ کاله دمخه يي د سترګو څانګه کوچنی وه او د سترګو د جراحۍ لپاره اړوند ألات هم پکې نه وو . خو اوس بشپړ وسايل او طبي کارکوونکي په دې روغتون کې شته دي . ددې روغتون ډاکترې يو شياو هونګ وويل اوس د سترګو پردې د ليري کولو عمليات يوازې په شاوخوا لسو دقيقو کې تر سره کيږي او اغيزې يي هم د قناعت وړ دي . درې ورځې دمخه مو د يوه دوه اويا کلن سپين ږيري لپاره دغه عمليات تر سره کړل چه اوس دده د ليدو توان يو اعشاريه دوو ته رسيدلی دی . ډاکترې يو پنځه کاله مخکې د سترګو پردو د لري کولو روزنه منلې او د تجربو د لاس ته راوړلو له مخې اوس هر کال د سلو ناروغانو لپاره عمليات ترسره کوي. په دي روغتون کې د ډاکترې يو پرته نور پنځه شپږ ډاکتران هم داسي عمليات ترسره کولی شي .

د ليدو توان د لومړيتوب فعاليت يوه بله دنده د ناروغانو لټول دي چه دغه دنده د چين د معيوبينو د ټولنې او محلي حکومتونو په غاړه ده . ددې ټولنې د سرمنشي مرستيالې تان شياو چيون وويل په تيرو وروستيو کلونو کې په ليري او ګوښه کليو کې د سترګو پردې لرونکو ناروغانو لټون او زيات کارونه ترسره شويدي . هغې وويل له محلي حکومتونو او د معيوبينو د فرعي ټولنو سره يو ځاي مو ناروغانو ته زمونږ د فعاليت په هکله مفصل او ګټور معلومات ورکړيدي ځکه چه دوي په دې عقيده نه درلوده چه د جراحۍ عملياتو له لارې د سترګو پردې ليري کيداي شي . خو کله چه دوي عمليات منلي او رڼا يي بيا ليدلې ، ژوند يي بيخی بدل شويدی .

د معلوماتو له مخې له اتو کلونو راهيسې د څلورو مليونو تنو او بيا يوازي په تير کال کې د شپږولکو ناروغانو لپاره عمليات ترسره شويدي . لږه موده دمخه د زمريو د نړيوال کلب د صندوق مشر کريمنت کوسياک د دغو عملياتو د ارزونې لپاره چين ته راغلی او په خوشحالۍ سره يي وويل په چين کې د زمريو له نړيوال کلب سره د همکارۍ يوه بريالي نړيواله بيلګه برابره شويده .