<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-17 17:58:07    
په چين کې بايد د کوچنيانو او زلميانو ذهني او رواني مسئلو ته پام و شي

cri

په ٢٠٠٥ کال کې د چين د کوچنيانو او زلميانو د څيړنې مرکز يو راپور خپور کړ چي پکې يې ويلي اوس په چين کې تقريبأ درې سوه او څلويښت مليونه داسي کوچنيان او زلميان شته چې عمر يې تر اتلس کلنۍ کم دی ، له دوې څخه نژدې ديرش مليونه کوچنيان او زلميان د ډول ډول روحي او رواني سونزو سره مخامخ کيږي په تېره بيا يو دبل سره د اړيکو د ټينګښت، د روحياتو د ثبات او د زده کړو په برخه کې سونزې ډېرې سختې ښکاري ، په سلو کې له يوويشت اعشاريه شپږو څخه تر دوه ديرشو پورې د لومړيو او منځنيو ښوونځيو زده کوونکي او د پوهنتونونو او پوهنځيو په سلو کې له شپاړسو څخه تر پنځه ويشتو اعشاريه څلورو زده کوونکي له ذهني او رواني ستونزو سره مخامخ دي او دغه شمير هم د زياتوالي په حال کې دی ، د متخصصانو له نظره د بهرنيو هېوادونو په پرتله چين د کوچنيانو او زلميانو د ذهني روغتياساتنې ته د پاملرنې په برخه کې په ښکاره توګه وروسته پاتې دی او د دوي د ذهني ستوزو د ليرې کولو لپاره اړينې لارې چارې هم نه دي ټاکلي ، نو له دې امله يې غوښتي چې د چين د پوهنې ادارې او د ټولنې بيلابيلې دايرې بايد د کوچنيانو او زلميانو ذهني مسئلو ته په درنه سترګه وګوري او ژر ترژره د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره ښې او اغيزمنې لارې چارې راپيداکړي او پرينږدي چې دغسي حالات نورهم دوام وکړي ٠

د چين په شمال ختيځ کې د لياو نينګ ولايت د شن يانګ ښار د معيوبينو د ټولنې مرستيال ښاغلي سون شو جون وويل په زياتو بهرنيو هېوادونو کې د پوهنې

ادارې د خپلو هېوادونو د کوچنيانو او زلميانو د ذهني او رواني روغتيا اړوندو مسئلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري ، ان د شلمې پيړۍ په پنځمه او شپږمه لسيزه کې د امريکې په سوونځيو او د خلکو د اوسيدا په سيمو کې د ذهني روغتيا مرکزونه جوړشوي وو او پکې د ذهني پوښتنو او ذهني درملنې کارونه ترسره کيدل ، د شلمې پيړۍ له اتمې لسيزې وروسته د ذهني مرستوکارکوونکواو ډاکټرانو خپل پام زده کوونکو ته اړولی او په تيره بيا د زده کوونکو ذهني روغتيا ددوي د توجه او پاملرنې يو مهم ټکی ګرځيدلی دی ، د شلمې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې جاپان هم د کوچنيانو او زلميانو د ذهني روغتيا ساتنې ته په پام کولوپيل وکړ، د جاپان په ښوونځيو کې د ذهني روغتيا په اړه پوهنه او روزنه په عمده توګه د زده کوونکو د ذهني کيفيت د لوړتيا لپاره پلي کيږي چې له دې لارې د روغتيا او امنيت په باب د پوهنې د ترلاسه کولو ترڅنګ د ذهني روغتيا د ساتنې او پياوړتيا په برخه کې هم د زده کوونکوعملي توان جګ شي ٠ دغه راز د زده کوونکو د زده کړو نيت ،پخپله د زده کړو توان او په ځانګړي توګه د فکر، قضاوت او د کار توان هم د روغتيا په بنسټيزه پوهنه کې شامل شوی دی ،

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي پروفسير ښاغلي فنګ شي ليانګ خبريال ته وويل زما په أندکه د پوهنتون زده کوونکي وي او يا د منځنيو او لومړيو ښوونځيو زده کوونکي بايد د ذهني پوهنې په اړه درسونه ولولي ، ښوونځي کوچنيانو او زلميانو ته د ذهني پوهنې او روزنې لپاره يو ښه ځای دی ، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کوونکو ته ذهني او رواني ښوونه نه يوازې د ذهني پوهنې په برخه کې د زده کوونکو لخوا د اړوندو معلوماتو د ترلاسه کولولپاره يوه ښه

لاره ده ، بلکې زده کوونکي کولای شي چې له دې لارې د ستونزو د ليرې کولو او د خپل ځان د ذهني کنترول په اړه خپل توان لوړکړي ، برسيره پردې دا هم کيدای شي چې په ښوونځيو کې د زده کوونکو د ذهني روغتيا په باب ارشيف جوړشي چې د ښوونځيو ښوونکي وکوﻻی شي په وخت او سمه توګه د زده کوونکو د ذهني پرمختګ قانون معلوم کړي او د زده کوونکو د ذهني ستونزو د مخنيوی لپاره ﻻرې چارې ومومي ٠

لنډه دا چې د کوچنيانو او زلميانو ذهني روغتيا ته په درنه سترګه کتل د دوي د ښې ودې لپاره خورا ستر اهميت لري ، نو ځکه مونږ بايد دغه کار ته ډېر پام وتړو٠