د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان په منځنی او شمالی سيمو کې د می په ١٦مه نېټه ماښام باران واوريد او د څو ورځو پر له پسی لوړه تودوخه لږ څه ټيټه شويده ، خو په پاکستان کې د لوړې تودوخې له امله تر اوسه پوری لا هم يو سلو اوه دېرش تنه مړه شوي دی .
د پاکستان د خبري رسنيو د مې د ١٧مې نېټی د خبر له مخې : په تيرو ٢٤ ساعتونو کې د پاکستان په منځنۍ برخه کې د پنجاب په ولايت کې نور ٢٤ تنه د لوړې تودوخې له امله مړه شوی او څه دپاسه څلويښت تنه د ګرمۍ وهلو له امله روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
د سږ کال د می له مياشتی راهيسی د پاکستان په اکثرو سيمو کې پر له پسی لوړه تودوخه رامنځته شوې ، په وروستيو ورځو کې تودوخه تل د سانتی ګراد ٤٩ درجې پاتې ساتل شوی ده . اټکل کيږي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به په پاکستان کې باران ونه اوريږي ، نو امکان شته چې په کې سخته وچکالي رامنځته شي .