د سين هوا اژانس د خبرله مخی، د چين او پاکستان ترمنځ د ازادی سوداګريزې سيمې په اړوند دريم پړاو خبرې اترې د می په اوولسمه نېټه په اسلام اباد کښی پای ته رسيدلې دی ٠د چين د پلاوی مشر او د سوداګرۍ د وزارت د نړيوالو چارو د رياست مرستيال جو هونګ وويل چه په خبرواترو کښی دواړه خواوې د سوداګريزو توکو د ګمرکی مالياتو د ټيټيدو د بڼی او د أزادی سوداګرۍ د تړون د متن په هکله موافقې ته رسيدلی دی چه دا د دغو خبرواترو تر ټولو لوی بری ګڼل کيږی ٠
له څو کالو راهيسی د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادی او سوداګريزو اړيکو چټک پرمختګ کړيدی٠ په ٢٠٠٥ کال کښی د دواړو خواوو د سوداګرۍ ارزښت څلور مليارډه او دوه سوه شپيه مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيد او د وړم کال په پرتله په سلو کښی نهه دېرش زيات شوی٠