د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : په پاکستان کې د م م د بشری مرستو د تنظيمولو چارواکی جان وانديمورتيلی (Jan Vandemoortele) د می په ١٧مه نېټه په ژنيو کې له نړېوالی ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د پاکستان د زلزلې ځپلو سيمو له بيا أبادی سره مرستو ته دوام ورکړي .
نوموړي د مرستندويه هېوادونو د استازيو په يوه غونډه کې وويل د م م له شميرنې سره سم تر اوسه پوری له پاکستان سره د مرستو ارزښت يو مليارډ او څلور سوه مليونه امريکائی ډالرو ته رسيدلی دي او د م م د بيلا يبلو څانګو له خوا د وړاندی شويو مرستو موخه په سلو کې اويا برخه پوره شوی ده .
نوموړي له بيلا بيلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې پاکستان ته په راتلونکی يو کال کې د درې سوه مليونه امريکائی ډالرو په ارزښت مرسته برابره کړي .