<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-18 18:59:36    
په لوړه کې د سي نينګ ښار

cri

په ټوله نړۍ کې د چين د چينګ های او تبت لوړه برخه د سمندر له سطحی څخه يوه ډېره جګه لوړه سيمه ده او د زيات شمير جغرافيې پوهانو او سيلانيانو په اند دغه لوړه ، جنوبی او شمالی قطبونه د نړۍ د دريو قطبونو په توګه بلل کيږي .

وائی چې د سي نينګ ښار د هالند د ملی ګل په توګه د غاټول وطن و . د زيات شمير سيلانيانو په اند د چينګ های او تبت لوړې سيمې د سمندر له سطحی څخه ډيره اوچټلې دي ، اوبه او اکسيجن يی ډير کم دی ، نو ښائی چې دغه ځای د ګلانو د ودې لپاره برابر نه وې . خو رښتينی حالت يی څنګ دی ؟ د سي نيګ ښاروال ښاغلی لو يو لين زمونږ خبريال ته وويل د سي نيګ په ښار کې ځانګړی جغرافيايی او اقليمی شرايط د غاټول له ودې سره ډير سمون لری . هغه وويل څرنګه چې د چينګ های او تبت په لوړه کې هوا سړه ده او د ورځی تودوخه له ماښام سره ډير توپير لری . په ورځ کې د لمر وړانګی ډېره رڼا کوي ، نو بيلا بيل ګلان په تيره بيا غاټول په دغه سيمه کې ډېره ښه وده کوی .

اوس د غاټول ګلانو د سي نينګ په ښار کې يو ډول ښکلې منظره رامنځته کړي ده . له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه پوری د هر کال د می په مياشت کې په دغه ښار کې د غاټول ګلانو فيستوال تر سره کيږي او د فيستوال په ورځو کې د سي نيګ ښار ډګرونه او د عمده لارو دواړه خواوی په غاټول ګلانو ښکلی کيږي . که چيرې

سيلانيان د می په مياشت کې سيی نيګ ته د سيل لپاره ولاړ شي ، نو په دغه ښار کې د څلورو مليونو رنګارنګ غاټولونو سيل کولای شي .

که چيری تاسی د می په مياشت کې سي نيګ ته د سفروخت نه لری ، نو په دوبي کې هم سي نيګ ته سفر وکولای شي ، ځکه چې په دوبي کې د دغه ځای هوا ډيره معتدله وی . د هر کال د جولای او اګيست په مياشتو کې د چين په زياتو ښارونو کې هوا ډيره توده وي ، خو د سي نينګ هوا د خلکو لپاره برابره ده . د سي نيګ ښار په يوه ټيټه ځای کې پروت دی او په دوبي کې يې تودوخه د سانتی ګراد له شلو درجو څخه هم ټيټه ده . د چين د سيلانۍ چارو د اداری مرستيال ښاغلی وانګ جون وويل د چين په دننه او بهر کې زيات شمير سيلانيان د دوبي په وخت کې د سي نيګ ښار ته ځی او دوی له يوې خوا د ښکليو منظره لرونکو ځايونو سيل کوي او له بلې خوا په معتدله هوا کې خپل وخت ښه تيروي . سيلانيان تل وايی چې په چين حتی په نړۍ کې د دوبي له ګرمی څخه د ځان ژغورلو لپاره سي نيګ يو ډير ښه ځای دی .

د سي نينګ په جنوب لويديځ کې يو څلور سوه کلن تاريخی بودايی معبد شته چې د تار نوميږي . دغه معبد د سي نيګ ښار ته نژدې په پنځه ويشت کيلومترۍ کې پروت دی او د چين په شمال لويديځه سيمه کې بوډايی مرکز دی . دغه معبد څلور لکه مربع مترو پراخوالی لری او د څه دپاسه زرو انګړونو او د څلورو زرو پنځو سوو ودانيودرلودونکی عبارت دی چې ځانګړی خصوصيت لری . په دغه معبد کې ديوالی انځورونه ، د دوی شيو په نامه يو ډول ګلدوزی او د سو يو خوا په نامه يو ډول هنری اثار د دريو نامتو شيانو په توګه بلل کيږي . د تار په معبد کې ديوالی انځورونه د

رنګونو او يا د انځورونو د کښلو د فنونو له نظره د چين د دون هوانګ ښار د مو ګاو په نامه غارونو کې له ديوالی انځوړونو سره پر تله کيدای شي . ټولو ته معلومه ده چې د موګاو په سمڅو کې کښل شوی انځورونه ډېر ښکلی دی او په نړۍ کې يی شهرت هم موندلی دی . سر بيره پر دې په دغه معبد کې د دوی سيو په نامه د ګلدوزی اتلس اثار شته او ورباندی ګلدوزی شوی انسانی صورت کټ مټ د ژونديو انسانانو په شان دی . د سو يو خوا په نامه هنری اثار د تبتی غوړيو او اوړو له خوا جوړ شوی بيلا بيل ګلان ، مرغان ، انسان او داسی نور شيان دی . دغه دری شيان په نوموړې سيمی کې ډير نامتو دی .

ګرانو اوريدونکو ، که تاسی سي نيګ ښار ته سفر وکړئ ، دغه ښار به حتمأ تاسو ته ژورې خاطرې پر ځای پريږ دی .