د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د می په اتلسمه نېټه د اولمپيک د نړيوالې کمېټې يو چارواکی په بېجينګ کې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو د تدارکاتی کارونو ستاينه وکړه.
په همدې ورځ په بېجينګ کې د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې د سپورتی لوبو د همغاړيتوب کمېټې له شپږمې عمومی غونډې وروسته د دغې کمېټې مشر هېن ويربروګن څرګنده کړه دی ډير خوشحاله دی چې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو تدارکاتی کارونه په چټکه توګه روان دي، ډير جمنازيمونه د جوړېدو په حال کې دي او د بېجينګ تشکيلاتی کمېټې ټولې نړۍ ته څرګنده کړې چې دوی اوس د پلان له مخې د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره په تياری نيولو بوخت دي.