د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د تنظيموونکې کمېټی د معيوبانو د اولمپيک لولو د څانګی مشر جانګ چيو پينګ د می په ١٩مه نېټه په بيجينګ کې وويل د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د معيوبانو اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې به ټولو برخه والو لوبغاړيو او د استازيو پلاويو چارواکو ته د سيلانۍ لګښت او په بيجينګ کې په وړيا توګه خواړه او د اوسيدو ځايونه برابر شي . دغه کار د معيوبانو اولمپيک سپورتی لوبو په تاريخ کې د لومړی ځل لپاره تر سره کيږي .
په هغه تړون کې چې د اولمپيک سپورتی لوبو او د معيوبانو اولمپيک سپورتی لوبو د نړېوالو کمېټو له خوا په ٢٠٠١ کال کې لاسليک شوی ، پرېکړه شوی چې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو له پيل وروسته د ژمنيو اولمپيک سپورتی لوبو په ګډون د اولمپيک ټولو سپورتی لوبو تنظيموونکی کمېټې بايد په همدې وخت کې د اولمپيک سپورتی لوبی او د اولمپيک د معيوبانو سپورتی لوبې تر سره کړي . په دغه تړون کې هم پرېکړه شوی چې د دواړو لوبو لوبغاړيو او د پلاويو چارواکو ته د خدمت سويه بايد يو شان وي .