د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم (Tasnim Aslam) د می په ١٩مه نېټه په اسلام أباد کې د افغان ولسمشر حامد کرزی هغه تورونه رد کړل چې ويلی يی دي پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو فعاليتونو ملاتړ کوي .
نوموړې وويل د ولسمشر حامد کرزی تورونه هيڅ بنسټ نه لری او د پاکستان په دننه کې د ترهګرانو د روزنی کمپونه نه شته .په افغانستان کې د ترهګرو فعاليتونو د تر سره کولو لپاره پاکستان روزل شوي ترهګران دغه هېواد ته نه ورلېږي . هغې زياته کړه چې د افغانستان ثبات د پاکستان له ګټو سره سمون لری .